واشنګټن – د غزې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، دغلته په روانې څه باندې درې میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۶۰۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۶۴۴۰۰ څخه زیات شوی دی.
یاد وزارت د جمعې په ورځ تر دې مخکې ویلي وو چې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳ فلسطینیان د اسرایلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۳۷۷ نور ژوبل شوي دي.
د اسرایلو پوځ ویلي، دوی د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د هغه برید په اړه پلټنې کوي په کوم کې چې د غزې ښار د ترافیکو په څلورلاري کې هغه مهال لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ژوبل شول چې بشري مرستو ته په تمه وو.
په ورته وخت کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې اسرایلو د شپې پر وخت د کډوالو لپاره د النصر په کمپ باندې هوایي برید کړ چې شپږ کسان پکې وژل شوي.
همدارنګه د غزې په جنوب کې په خان یونس کې د ملګروملتونو په روزنیز مرکز باندې د شورو یا چهارشنبې د ورځې د برید قربانیان ۱۲ ته زیات شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې نېغ په نېغه اسرایل نه دی تورن کړي خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې په دغې ودانۍ باندې له ټانک څخه برید شوی او یواځې اسرایل دي چې دغلته په جګړه کې ټانکونه کاروي.
د اسرایلو پوخ ویلي، چې دوی دا مهال دا ردوي چې دغه برید له الوتکې څخه شوی وي او یا پرې کوم توغندي لګېدلی وي خو تر اوسه هم د برید په اړه پلټنې کوي.
اسرایلو دا هم ویلي چې دغه ودانۍ ښايي د حماس په راکټي برید کې لګېدلی وي.
په غزه کې روانه جګړه د اسرایلو د هغو پوځي عملیاتو برخه ده چې په اسرایلو باندې د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس د برید په غبرګون کې پیل شوي.
حماس د اکټوبر د اوومې نېټې په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل وو او ۲۵۰ نور یې له ځانه سره تښتولي وو.
Forum