لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په الاباما ریاست کې په لومړي ځل یو تن ته په نایټروجن ګېس د مرګ سزا ورکړل شوې


د امريکې په تاریخ کې په لومړي ځل په الابا رياسات کې يو مجرم ته په نایټروجن ګېس د مرګ سزا ورکړل شوې ده، د بشري حقونو ډلو پرې نيوکې کړي او وايي دا د مرګ د سزا سره مخ مجرمانو سره زياتی دی.

58 کلن کېنت ايوجين سمېت د جمعې په شپه 22 منټه په زهرجن ناېټروجن ګېس کې د ساه اخيستلو پس مړ شوی دی. د الاباما رياستي چارواکي وايي، دغه د پانسۍ د مجرمانو د سزا آسانه لاره ده.

د الاباما د اصلاحاتي ادارې کمشنر جان همم وایي، سمېت د ډېر وخت پورې ساه بنده کړې وه:

"داسې معلومات هم راغلي چې هغه د ځان آزادولو هڅې کولې، ټوپونه يې وهل، او په سختۍ سره يې ساه اخيستله، هم د دغه هر څه توقع مونږه د هغه نه کوله، کوم چې د ناېټروجن ګېس اثرات وي. نو زما په خيال دا هېڅ نوې خبره نه ده".

وژل شوی سمېت په هغو دوو مجرمانو کې دی چې په کال 1988م کې يې په پېسو اېلزبت سېنټ وژلې وه.

د وژل شوې الزبت سېنټ زوی ماېک سېنټ سمېت ته د مرګ سزا ورکول کېدو په اړه وایي:

"دا زمونږه د پاره خوږه ورځ‌ ده چې ترخه هم ده، مونږه داسې نه يو چې د خوشحالۍ نه به ټوپونه وهو يا به د خوشحالۍ چیغې اوباسو خو په دې خوشحاله يو چې دا ورځ مو وليدله".

ښاغلي مايک زياته کړه چې سمېت 33 کاله وړاندې کومه غلطه فېصله کړې وه، نن يې د هغې سزا وخوړله.

دا د الاباما رياست دويمه هڅه وه چې سمېت ته د مرګ سزا ورکړي، په 2022م کې هم هغه ته د زهرو د ستنو وهلو نه لږ وخت وړاندې دغه فېصله ځنډول شوې وه، دا ځل د الاباما چارواکو سمېت ته د نایټروجن ګېس ماسک واچولو چې هغه پکې ساه ورکړه.

د سمېت وکيل د زيارت- پنجشبنې په ورځ سپريم کوټ ته خواست کړی وو چې دغه سزا دې ودرول شي‌ ځکه چې د هغه په وینا دا "د ظلم ډکه" سزا ده چې د امريکې آيين يې اجازت نه ورکوي.

د بخښنې نړيوال تنظيم هم د دغې سزا غندنه کړې وه او د الاباما ریاست له ګورنر کي ايوي نه يې غوښتنه کړې وه چې د دغې بوږنوونکې سزا د بخښنې د پاره دې خپل اختيارات وکاروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د الاباما رياست په چارواکو غږ کړی وو چې د سمېت سزا دې ودروي.

دا په امريکا کې د زهرجن ګېس د لارې د مرګ د سزا ورکولو لومړۍ پېښه ده چې په ضد يې د بشري حقونو د تظيمونو تاوده بحثونه پارېدلي‌ دي.

د مرګ د سزا مختلفې طریقې:

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مرګ سزاګانې په جلا جلا طریقو ورکول کېږي.

ډېر ملکونه د مرګ له سزا سره مخ مجرمان په ډزو وژني، بله عامه طریقه یې را ځړول یا زېندۍ کول دي.

ځینې هیوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، چین او ویتنام د مرګ په سزا رسېدلي بندیان په زهرجنو ستنو یا انجیکشنو د مرګ په خوب ویدوي.

خو په امریکا کې د دارو درملو کمښت د مرګ په دا ډول سزا کې ستونځه پېښه کړې، ځکه یې ځینې ایالتونه هڅولي چې د متبادل په توګه د ګېس په خونو، د بجلۍ په څوکیو او د ډزو په یوه ډله د مرګ سزاګانې عملي کړي.

د سنګسار یا په کاڼو د وژلو سزا یواځې په یو څو هیوادونو کې قانوني ده. دا یواځې په ایران کې د زنا په تور تورنو کسانو ته ورکول کېږي او په افغانستان کې طالبانو هم ښځې په دې تور سنګسار کړې دي.

د سر پرې کولو سزا یواځې په سعودي عرب کې عملي کیږي او دا سزا د خلکو په وړاندې په عامه توګه ترسره کیږي.

د بجلۍ په څوکۍ یواځې په امریکا کې د مرګ سزا ورکول کیږي او هغه هم هغه وخت چې له سزا سره مخ تن یې ځانګړې غوښتنه کړې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG