لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې


د طالبانو حکومت وايي چې د قطر په سر ښار دوحه کې په فرورۍ کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د دوی استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. تېر کال هم دې ته په ورته غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز او ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د وزیراعظم د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې سفارتکار پال کلومن بېکین سره د لیدو په وخت ویلي د طالبانو حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی او په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښوونه ځانګړې کمېټه کار کوي چې د نجونو تعلیم ته لاره برابره کړي:

"د ناروې شارژدافېر وویل، په نړۍ کې پر روان کړکېچ سربېره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د فروري پر 18مه به په دوحه کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه وشي."

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د جنورۍ پر 24مه په نیویارک کې خبري غونډې ته ویلي وو، په دوحه کې جوړېدونکې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي:

"ددې غونډې هدف دا دی چې څنګه د افغانستان په اړه د ازادې ارزونې سپارښتنو ته پاملرنه وشي او د زیاتې نړیوالې ښکېلتیا د لا همږغه کېدو او منظم کېدو په اړه بحث وشي".

د ملګرو ملتونو له خوا د تېر 2023م کال د مې میاشتې په سر کې هم د افغانستان په. اړه لومړۍ مشاورتي غونډه کړې وه، خو د طالبانو د حکومت استازو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې په هغه غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړېدل، ترهګرۍ او نشه يي توکو په خلاف د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د ناروې سفارتکار کلومېن بېکین د طالبانو له حکومته د نجونو لپاره د زدکړو او کار د موقعې برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې مشاورتي غونډه کې د خپل حکومت د استازو د ګډون اعلان کړی، خو ملګرو ملتونو لا تر اوسه په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د تېر کال په مې میاشت کې په لومړۍ مشاورتي غونډه کې د چین، فرانس، جرمني، هند، انډونېشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب امارات، برتانیې، امریکې، اوزبکستان، یورپي اتحاد او د اسلامي همکاریو تنظیم استازو ګډون کړی وو.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغان مېرمنو استازیتوب وي که نه، خو د بشري حقونو د څار تنظیم د ښځو د چارو مرستیالې هیدربار په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازو پر ګډون باندې ټینګار کړی دی.

هیدربار له ملګروملتونو غوښتي چې په دې غونډه کې د افغانو ښځو د ګډون لپاره بشپړ امکانات برابر کړي.

هیدر بار په یو بیان کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ضد بحران له دوو لارو ژوریږي، وایي طالبانو له سپکاوي ډکو سیاستونو ته مخه کړې چې په پرله پسې ډول پکې سختوالی راځي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG