د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان سره په پوله د ايران په سيستان او بلوچستان صوبه کې نامعلومه وسلوالو نهه تنه په ډزو وژلي او د ايران د نيم سرکاري خبري ادارې مهر نيوز د خبر له مخه وژلي شوي تنان غير ايرانيان دي.
د مېډيا رپورټونه وايي دا پېښه د ساروان کليوالې سيمې په يو کور کې شوې چې سملاسي کومې سرکاري خبري ادارې نه ده رپورټ کرې او نه کومې ډلې يې ذمه واري منلې ده.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت پېښې ته په غبرګون کې ويلي “دا ډېره بوږنوونکې او د کرکې پېښه ده” چې ترهګرو پکې پاکستاني وګړي په ګاونډي هېواد کې وژلي.
د بلوچ حقونو د پاره کارکوونکې غير سرکاري ډلې حالويش په خپله وېبپاڼه ويلي چې وژل شوي تنان پاکستاني مزدوران وو چې په يوه مستريخانه کې يې کار کولو او هم هغلته اوسېدل. حالويش وايي درې تنه پکې ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان د خارجه جارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ په يو بيان کې ويلي “دا يوه بوږنوونکې او کرکجنه پېښه ده چې مونږ يې په کلکه غندو.
زهرا بلوچ ویلي، "مونږ د ايراني چارواکو سره په رابطه کې يو او د جرمي پېښې د سملاسي پلټنو کولو په ضرورت او د ککړو خلکو سره په حساب کولو مو خبرې شوي”.
تېره اونۍ پاکستان په جوابي عملياتو کې په ياده سيمه کې نهه تنه وژلي وو چې ايران ويل غير ايراني ښځې او ماشومان وو خو پاکستان دعوه کړې وه دوی بلوچ بېلتون خوښي په نخښه کړي وو.
د دې نه وړاندې ايران د پاکستان په بلوچستان کې د ډرون او ميزايلو د لارې سيمه په نخښه کړې وه او دعوه يې کړې وه د ايران مخالفه ډلې جيش العدل مرکز يې ويشتلی و. پاکستان ويلي وو دوه ماشومان په دغه بريدونو کې ؤژل شوي وو.
د دې پېښو په غبرګون کې دواړو هېوادونو د تهران او اسلام اباد نه خپل خپل استازي رابللي وو چې څو ورځې پس د تېرې جمعې په ورځ بيرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
د پاکستان وزير خارجه اېف ايم جېلاني دا تازه پېښه شازش ګڼلی او وايي دا به کاميابېدو ته نه پرېږدي.
د ايران وزير خارجه حسين امير عبداللهيان د اتوار په ورځ د اسلام اباد دوره کوي.
Forum