لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او ايران په ګډه د چېلنجونو د مخنيوي دپاره په کار کولو اتفاق کړی


د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان د اسلام اباد په سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر جليل عباس جېلاني سره ليدلي، او په دوه اړخيزه اړيکو یې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په ليدنه کې د پاکستان او ايران د سولې او خوشالۍ د اهدافو ترلاسه کولو، او دوه اړخيزه احترام او ګډو چېلنجونو د مخنيوي دپاره په ګډه کار کولو اتفاق شوی دی.

ويل شوي، په ليدنه کې د دوه اړخيزه اړيکو په مثبته توګه مخ په وړاندې بوتلو دپاره په پياوړو خبرو او مرستو ټينګار شوی دی.

عبداللهيان په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې ايران په 16مه جنورۍ د پاکستان په بلوچستان صوبه کې حمله کړې او ويلي يې وو، "د پاسدارن انقلاب سرحدي ځواک یې ليدلي چې يوه وسله واله ډله د پاکستان د لوري ايران ته تله د دغه ترهګره ډلې پرضد یې عمليات کړي".

ایران خبر ورکړی وو چې د ايران پاسدارانِ انقلاب ځواکونو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

د ايران د بريد وروسته پاکستان د ايران نه خپل سفیر بيرته رابللی او د ايران سفير ته یې ويلي وو، پاکستان ته دې نه راځي، د دغه بريد په وخت اسلام اباد کې د ايران سفير په تهران کې وو.

او د ايران د بريد په ځواب کې پاکستان په 18مه جنورۍ د ايران په سرحدي صوبه سيستان بلوچستان کې د ترهګرو د مخصوصو ځالو هدف کولو دعوه کړې، دغو عملياتو ته یې د "مرګ بر سرمچار" یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي دي".

د يادو بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې خو بيا یې د رابطو بحالو ويلي او درې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د تهران سفير اسلام اباد کې د ایران سفارتخانې، او د پاکستان سفير په تهران کې د پاکستان سفارتخانې ته رسېدلی دی.

نن جليل عباس جېلاني او امير عبداللهيان په ګډه مطبوعاتو سره خبرو کې هم وويل، د دواړو هيوادونو ترمنځ د غلط فهميانو لرې کولو دپاره به ټولې لارې په کار راوستلی شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير وويل، "د پاکستان او ايران په پوله پرتو علاقو کې ترهګر موجود دي". نوموړي د کوم ملک ونه ويلو خو زياته یې کړه، "دغو ترهګرو ته د درېم هيواد مرسته او ملاتړ ترلاسه دی".

هغه دا هم وويل، "دواړه هيوادونه به ترهګرو ته هیڅ موقع په لاس نه ورکوي، او په پوله موجود ترهګر د دواړو هيوادونو د امنیت دپاره خطره ده".

عبداللهيان د پاکستان او ايران ګېس پايپ لاين په اړه هم وويل، په دغه لړ کې د چين او روس مرسته ترلاسه کېدی شي.

په دغه موقع د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزیر جليل عباس جېلاني وويل، "د دواړو هيوادونو اړيکې د دواړو د پرمختګ دپاره مهمې دي".

هغه زیاته کړه، په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو خبرې وشوې او پاکستان د ايران سره په بېلابيلو برخو کې مرستو او پراختيا ته لېواله دی.

هغه دا هم وويل، "دواړه هيوادونه د سياسي او امنیتي چارو هوارولو ته سنجيده دي او ترهګري د دواړو هيوادونو دپاره خطره ده".

په داسې وخت کې چې د ايران او پاکستان اړیکې بيرته په ځای شوي د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان سره په پوله د ايران په سيستان بلوچستان صوبه کې نامعلومه وسلوالو نهه تنه په ډزو وژلي او د ايران د نيم سرکاري خبري ادارې مهر نيوز د خبر له مخه وژل شوي تنان غير ايرانيان وو.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت پېښې ته په غبرګون کې ويلي وو "دا ډېره بوږنوونکې او د کرکې پېښه ده" چې ترهګرو پکې پاکستاني وګړي په ګاونډي هېواد کې وژلي دي.

د بلوچ حقونو د پاره کارکوونکې غير سرکاري ډلې حالويش په خپله وېبپاڼه ويلي چې وژل شوي تنان پاکستاني مزدوران وو چې په يوه مستريخانه کې يې کار کولو او هم هغلته اوسېدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په يو بيان کې ويلي، "مونږ د ايراني چارواکو سره په رابطه کې يو او د دغه پېښې د سملاسي پلټنو کولو په ضرورت او د ککړو خلکو سره په حساب کولو" یې ورسره خبرې شوې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG