لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د چین صدر زموږ د سفیر باور لیک منلی


Image Source: Social Media
Image Source: Social Media

د چین صدر شي جین پینګ د نهې/ سه شنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د یو شمېر هیوادونو د سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي چې دا د یوه لوی هېواد له خوا د طالبانو د موقتي حکومت په رسمیت پیژندلو په معنی ده.

شي جين پينګ د کيوبا، پاکستان، ايران او نورو 38 هېوادونو د سفيرانو په ګډون د چین په ګریت هال/ لوی تالار کې په رسمي مراسمو کې د طالبانو لخوا ټاکل شوي افغان سفير بلال کريمي ته ښه راغلاست ووایل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د نهې/سه شنبې په ورځ اعلان وکړو چې د چین صدر شي جېن پېنګ یې د سفیر باور لیک منلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر نن د نهې/ سه شنبې په دې اړه وویل چې دوی دا رپوټونه لیدلي دي او «زه فکر کوم چې د چین حکومت په دې اړه غږیږي چې دا یې په اړیکو کې څه مانا لري او ایا طالبان یې په رسمیت پېژندلي که نه. »

د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي دي که نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانستان د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کړي.

میلر یو ځل بیا ټېنګار وکړو چې «له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو روابط د هغوی په اعمالو» پورې تړلي دي .

بلخي همدغه راز ویلي دي چې کریمي د خپل باور لیک د سپارلو په مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدلي دي. کریمي تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ته خپل باور لیک وسپاره او په چین کې یې د افغانستان سفارت مسئولیت ومانه.

څه موده مخکې طالبانو اعلان وکړ چې د دوی رئیس الوزرا يا وزیراعظم محمد حسن اخند د افغانستان لپاره د چین د سفیر باور لیک ومانه.

تېره میاشت د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند وانګ وینبن څخه وپوښتل شول چې ایا بیجینګ طالبان په رسمیت پېژني؟ هغه وویل: «د افغانستان د یو لرغوني ګاونډي په توګه، چین په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا ونه ساتل شي.»

هغه زیاته کړه: «هیله لرو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي، ټل شموله او ازاد تشکیلات ولري، معقولې او منځلارې داخلي او بهرنۍ تګلارې خپلې کړي، د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره جدي چلند وکړي، له ټولو هېوادونو او په خاص ډول له خپلو ګاونډیانو سره ښه روابط ولري او ځان د نړیوالې ټولنې سره ګډ کړي.»

طالبانو له شاوخوا دوو کالونو راهېسې له متوسطه ټولګیو ورپورته د نجونو ښوونځي يا سکولونه او پوهنتونونه تړلي دي او ښځې، له روغتیايي او تعلیمي برخې پرته، نه پرېږدي چې په ادارو کې کار وکړي.

بیجینګ تېرکال طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د افغان ښځو په اړه د سخت دریځ له کبله به ونه شي کړای چې په ټولنې کې ومنل شي. خو چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ته یې رسمآ خپل سفیر معرفي کړی. پاکستان، ایران او روس هم د طالبانو ډپلوماتان منلي دي خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت پېژندلی نه دی.

چین په افغانستان کې د کانونو د استخراج په ګډون په یو لړ پروژو کې پانګونه کړې ده او تجارتي راکړه ورکړه هم ورسره لري.

د طالبانو حکومت هم ویلي دي چې غواړي رسمآ د چین د «یو کمر بند او یوه لار» په پروژې کې داخل شي.

یادونه: دا خبر د وي او اې پښتو څانګې ویب پاڼې نه اخېستل شوی دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG