لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو د غزې په شمالي او جنوبي برخو باندې بیا بریدونه کړي


د غزې په شمالي برخه کې د جنورۍ په ۳۱ نېته د اسرایلو له هوايي بریدونو څخه وروسته اخېستل شوی انځور
د غزې په شمالي برخه کې د جنورۍ په ۳۱ نېته د اسرایلو له هوايي بریدونو څخه وروسته اخېستل شوی انځور

واشنګټن – په غزه کې د نوي لنډ مهاله اوربند د رامنځ ته کېدو لپاره د نړیوالو لخوا د روانو هڅو په بهیر کې اسرایلي ځواکونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د غزې په شمالي‌ او جنوبي برخو باندې هوايي بریدونه کړي.

اسرایلو د غزې په ښار باندې هم بریدونه کړي چېرې چې یې پوخ ویلي، په ځمکنیو عملیاتو کې یې د حماس ۱۵ جنګیالي وژلي.

د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې عیني شاهدانو د ګڼو هوايي بریدونو ترڅنګ د درنې جګړې راپور ورکړی.

له فلسطینیانو سره د ملګروملتونو د مرستې ادارې ویلي، چې په سیمه کې د روانې جګړې له امله په دې وروستیو ورځو کې له دوی سره د بشري مرستو لپاره ۱۸۴۰۰۰ خلکو نومونه لیکلي.

دوی ویلي، دغه فلسطینیان د روم بحیرې سره نېږدې ساحلي غاړو ته تښتېدلي دي.‌

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرایلو په روانو عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶۹۰۰ ته لوړ شوی.

بل تمه وه چې د حماس مشر اسمعیل حنیه قاهرې ته سفر وکړي چې د اوربند په وړاندیز باندې بحث وکړي.

د دغه نوي وړاندیز له مخې به هم اوربند وشي او به د حماس لخوا بندیان خوشې کړای شي.

حنیه د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي و چې حماس د اوربند په پلان باندې غور کوي او ټینګار یې کړی وو چې ډله یې د دایمي اوربند غوښتنه کوي او دا چې اسرایلي ځواکونه دې له غزې څخه ووځي.

حنیه وویل، "لومړیتوب دا دی چې په غزې باندې ظالمانه یرغل پای ته ورسېږي او یرغلګر ځواکونه په بشپړه توګه ووځي."

هغه همدارنګه وویل، چې حماس د غزې بیا رغونه غواړي هغه چې د اسرایلو په ځوابي بریدونو کې هواره شوې ده.

اسرایلو وروسته له هاغې په غزې باندې برید وکړ چې حماس د اکټوبر په اوومه نېته په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.‌

حماس همدارنګه په غزې باندې د اسرایلو د تېر یو کلن بندیز لېرې کېدل او په اسرایلو کې د بندي فلسطینیانو خوشې کېدل غوښتي.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو ویلي، چې له غزې څخه به تر هغو په بشپړه تو

و نه وځي تر څو چې اسرایل خپل ټول هدفونه ترلاسه نه کړي.‌

نتن یاهو ژمنه کړې چې حماس به له منځه وړي تر څو بیا په دې و نه توانېږي چې په اسرایلو باندې په راتلونکې کې بریدونه وکړي‌.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG