لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د ځوانانو سروې: ځوان کهول په سیاست کې څومره سرګرم دي څومره برخه پکې اخلي؟

سروې ښیي چې پاکستان شاوخوا 46 فیصده ځوانان د خپلې حلقې په سیاست او امیدوارانو کې کومه دلچسپي نه لري.

دا فکر لرونکي قریباً 53 جینکۍ او شاوخوا 39 فیصده هلکان دي. کوم چې ځان د علاقایي سیاست نه ځان ناخبره ښیي.

په سروې کې صرف 29 فیصده ځوانانو وینا وه چې دوی د کوم خاص ګوند سره تعلق لري او د سیاسي ګوندونو په غونډو، جلسو جلوسونو کې د برخې اخیستو اراده لري.

په سروې کې مخې ته راغلي چې 29 فیصده ځوان کهول په ټي وي سیاسي مرکې ګوري او بل اړخ ته په پوډکاسټ او وي لاګ کې د سیاسي بحثونو د کتونکو شمېره 26 فیصده ده.

په سروې کې دا هم مخې ته راغلې چې 26 فیصده ځوان کهول په ټولنیزو رسنیو په سیاسي بحث کې برخه یا خپله رایه ورکوي.

په عامه توګه دا ګڼل کيږي چې په اخبار کې لیکنې په رایه جوړولو کې اهم رول لوبوي خو په پاکستان کې یواځې 19 فیصده ځوانان دغه اخبارونه لولي.

ایا د الیکټیبلز یا انتخاب وړ کسانو له وجې ځوان کهول نظر اندازه وي؟

د مختلفو ټي وي چینلو الیکشن سیلز نګران پاتې افتخار احمد وایي په پاکستان کې د ځوان کهول غټه مسله بې روزګاري ده او سیاسي ګوندونه په دې ډېره کمه خبره کوي چې له وجې یې د دوی په منځ کې فاصلې زیاتې شوې دي.

وایس اف امریکا سره خبرو کې افتخار احمد وویل چې سیاسي ګوندونو سره د ځوانانو، مزدورانو او کسانانو لپاره کوم خاص پروګرام نشته او بله بدقسمتي دا هم ده چې د یونین کونسل په سر د دوي سره تنظیم نه وي چې داسې کار کوي چې څنګه په نورو جمهوري هیوادونو کې وي.

هغوی وویل په تیر انتخاباتو کې ځوان کهول په ډېر لوي تعداد خپل د ووټ حق استعمال کړی وو خو د اتم فرورۍ په اړه داسې څه ویل ممکن نه دي.

د ځوانانو په عملي سیاست کې د ګډون په اړه افتخار احمد وایي ځوان کهول په سیاست باندې تبصرې ډېرې کوي خو د سیاسي ګوندونو رکنیت نه حاصلوي او په لاندې سطح سیاست کې برخه نه اخلي.

د هغوی په وینا که چېرې ځوان کهول د سیاست نه لرې وي او صرف تبصرې پرې کوي نو د سیاسي ګوندونو او ځوان کهول په منځ کې به فاصلې زیاتیږي.

په ځوان کهول اثر لرونکی او سیاسي شنونکی سید مزمل شاه په اند پاپولزم سیاست د ټولو نه لویه مسله ده او د دې سره د سیاسي جماعتونو منشور نه بلکې بیانیه اهمیت لري، په کوم کې چې هغوی په دې خبره نه کوي چې دوی سره د خلکو د ستونزو د حل لار څه ده یا طریقه یې څه ده؟.

د سروې په نتیجو باندې مزمل شاه وایي په پاکستان سیاست کې ازاد امیدوار او الیکټیبلز یا د ټاکل کېددونکو اهمیت زیات وي، نو بیا په داسې حالاتو کې که ځوان کهول دا ګڼي چې سیاسي مشران د دوی د مسلو نه ناخبره دي نو څه نوې خبره نه ده.

هغوي وویل په دې وخت کې ځوان کهول او په سیاسي ګوندونو کې فاصله لا هم هغه شان پر ځای ده.

مزمل شاه زیاته کړه چې تر څو په سیاست کې خاص خاندانونه او اشخاص وي کوم چې په سیاست کې کېدونکې خرچې برداشت کولی شي نو بیا به هم داسې نتیجې مخې ته راځي.

See all News Updates of the Day

مسلم لیګ (ن) ویلي پیپلز پارټي به د مرکزي حکومت برخه وي خو پیپلز ګوند وايي حکومت کې نه شاملېږي

په پاکستان کې د نوي حکومت جوړولو لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ سلا مشورې دوام لري اؤ د مسلم لیګ(ن) ګوند یو وتلي مرکزي مشر رانا ثناء الله ویلي چې درې ګوندونه مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز پارټي اؤ ایم کیو ایم به په مرکز کې د ایتلافي حکومت برخه وي.

خو د تحریک انصاف ګوند چیرمین بیرسټر ګوهر خان بیا ویلي دي چې ولس په عامو ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند ته خپلې رایې ورکړې دي اؤ اوس باید ولسي رایې ته په درناوي کولو دې ګوند ته په مرکز، خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې د حکومتونو جوړولو حق ورکړل شي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو اوړمه ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې د هغه ګوند به د وزیراعظم په منصب شهباز شریف ته خپله رایې ورکوي خو د کابېنې برخه به نه جوړیږي.

د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېکرېټري فيصل کريم کنډي مطبوعاتو ته ويلي چې ګوند به يې فى الحال په وفاقي کابینه کې نه شاملېږي او شهباز شريف ته د کابېنې جوړولو اختیار ورکړی شوی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند د پنجاب صوبې صدر رانا ثناء الله تېره شپه د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال وویل پیپلز ګوند به هم د ایتلافي حکومت برخه وي.

هغه وویل د حکومت سازۍ په اړوند په ځېنو معاملو اتفاق شوی اؤ هغه مخې ته راغلي دي خو ولې ځینې شیان بیا لا تر اوسه مخې ته نه دي راغلي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ثناء الله ویلي که چرې تحریک انصاف ګوند خپل حکومت جوړول غواړي نو بې شکه جوړ دې یې کړي خو وایي هغوي سره د حکومت جوړولو لپاره د خپلو غړو شمېره پوره نه ده اؤ د بل چا سره کښیناستل اؤ خبرې کول نه غواړي.

د تحریک انصاف ګوند چېرمین بیرسټر ګوهر خان پخپل یو بیان کې ویلي چې په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې ولس پي ټي‌ آي ته خپلې رائ ورکړي دي اؤ اوس دا ګوند باید پرېښودل شي چې په مرکز، خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې مضبوطه حکومت سازي وکړي.

هغه ویلی تاریخ د دې خبرې ګواه دی چې کله هم په ملک کې دستور اؤ جمهوریت ته شا کړل شوې اؤ د ریاست د نظم چلولو هڅه شوې ده نو ملک په بحرانونو کې ښکېل شوی اؤ حادثو د پاکستان دروازه وهلې ده.

هغه ویلي د هر رقم خنډانو اؤ سازشونو باوجود ولس په خلاص مټ انتخاباتو کې تحریک انصاف ته د خپلې مشرولۍ کولو واک ورکړی دی خو اوس د ولس په رایو ډاکه وهل کیږي اؤ ملک کې د حقیقي جمهوریت اؤ د ایین د سرلوړۍ مخه نیول کیږي چې دا په هیڅ توګه د پاکستان په ګټه نه ده.

څيړونکى وايي د پاکستان نوی حکومت به که يو خوا د سياسي ستونزو سره مخامخ وي نو بلخوا به ورته یو مشکل اقتصادي صورتحال ور په غاړه وي.

څيړونکي وايي نوی اېتلافي حکومت به د پاکستان د کمې اقتصادي ترقۍ، ګرانۍ او د بې روزګارۍ په شان مسلو سره مخامخ وي. د دې ترڅنګ پاکستان په درنو ملکي او غېر ملکي قرضونو کې هم ښکیل دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک د شميرو له مخې دهېواد قرضونه 65189 ارب روپو ته رسيدلي دي.

څېړونکي په دې نظر دي چې د سیاسي ګوندونو اتحاد، ښه معاشي نظام او ښه حکومت د پاکستان اقتصادي مسلې په حل کولو کې مرسته کولی شي.

امریکې او نړیوالو تنظیمونو په پاکستان کې د ایکس رسنۍ په تړل کېدو اندېښنې ښودلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس غړو او د بیان د ازادۍ سازمانونو پر پاکستان ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ ته په درناوي د ایکس په ګډون ټولې ټولنیزې رسنۍ باید بحالې کړي.

د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس په پاکستان کې په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر) باندې د بندیز په اړه په ایکس رسنۍ خپورکړي خپل په یو بیان کې ویلي، په پاکستان کې ایکس رسنۍ ته لاس رسی پرله پسې په پنځمه ورځ هم محدود دی. چارواکي باید د ټولنیزو رسنیو ټولو فورمونو ته بې له خنډ و خاره د خلکو لاس رسی باوري کړي.

بیان کې ویل شوي چارواکي باید له انتخاباتو وروسته د ستونزو په اړه د میډیا رپورټنګ د اسانۍ لپاره په ازادانه ډول د معلوماتو خپرولو اجازه ورکړي.

همدا شان له ټیکساس څخه د کانګریس یو غړي ګریک سازر د امریکې د بهرنیو چارو له محکمې غوښتنه کړې ده چې په پاکستان باید فشار راوړي ترڅو د ټولنیزو رسنیو نه محدودیتونه ختم کړي.

هغه په ایکس رسنۍ لیکلي "پاکستانیان له ټاکنو وروسته د مداخلې بې نقابه کولو لپاره ټویټر کاروي خو اوس پاکستاني چارواکو د پرله پسې دریمې ورځې لپاره ټویټر ته لاسرسی بند کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت باید له (پاکستاني) چارواکو څخه غوښتنه وکړي چې ټویټر ته لاسرسی بحال کړي. زموږ متحدین باید د بیان د ازادۍ او ډیموکراسۍ په اساسي معیارونو پوره اوسي"

په انټرنیټي بندیزونو نظر لرونکي تنظیم نیټ بلاکس پخپل یو ټویټ کې لیکلي چې "د میټرکس څخه معلومیږي چې د ښکاره انتخابي درغلیو په اړه د دعوؤ مخې ته له راتلو وروسته د شنبې د ورځې یعنې څلورو ورځو راپدیخوا پاکستان کې په ټوټیر یا ایکس په پراخه کچه بندیز پځای دی، دا ګام د جمهوریت اؤ میډیا د ازادۍ مخې ته یو واضحه خنډ دی"

د امریکې د خارجه محکمې غبرګون:

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو مېلر د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوونیز بریفنګ په مهال د یو خبریال د پوښتنې ځواب کې وویل "مونږ له پاکستان څخه د رائ د اظهار د درناوي غوښتنه کوؤ، رائ څرګندولو اؤ د سوشل میډیا فورم ټویټر ته چې اوس ورته "ایکس" ویل کیږي ، باید لاس رسی پځای کړل شي"

هغه وویل "مونږ پاکستان کې د رائ څرګندولو په ازادۍ، په دې اړه په رپورټنګ اؤ اجتماع په رقم بندیزونو اندېښنه لرو چې په دې کې د حکومت له لوري په جزوي یا بشپړ ډول د انټرنیټ تړل کیدو اؤ یقیناً چې ټولنیزې رسنۍ هم شامل دي "

پاکستان کې د ایتلافي حکومت د جوړښت په اړه میتهیو ملر وویل "کله چې هم تاسو د یو هیواد دننه اتحادي سیاست وینئ نو دا د هغه هیواد خپله پرېکړه وي، اؤ دا داسې څه نه دي چې مونږ پرې غور وکړو"

پاکستان کې شوؤ انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په اړه ویاند وویل" مونږ په ځانګړي ډول غواړو چې د مداخلې د هرې دعوې باید بشپړه پلټنې وشي"

پاکستان کې د تېرو پنځوو ورځو راهسې ټولنیزې رسنۍ ایکس ته په لاس رسي کې په داسې حال کې ستونزې راولاړې شوي چې په دغه رسنۍ پاکستان کې د شوؤ انتخاباتو په اړه ګڼ شمیر صارفین انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي اؤ د تورونو د ثبوتونو په توګه بیلابیلې ویډیوګانې هم خپروي.

پاکستاني چارواکو ایکس ته لاس رسي کې ستونزې د تخنیکي مسله بللې ده خو د دغه مسلې نوعیت یې بیا نه دی روښانه کړی

په پښتونخوا او بلوچستان کې قانون منظور شوی خو په مورنیو ژبو تعلیم د ځنډ ښکار دی

نن یوویشتمه فروري په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو د اهمیت د ورځې په حیث نمانځل کېږي، خو په پاکستان کې په میلینونو ماشومان لا هم په خپلو ژبو له زدکړو محرومه دي او په پښتونخوا او بلوچستان کې له اتلسم ترمیم وروسته د مورنیو ژبو قوانین هم منظور شوي خو تعلیم یې ځنډېدلی دی.

که څه هم د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په موقع یو شمیر پوهان فکر کوي چې پښتو ژبې ته په پاکستان کې په سرکاري سطحه هاغه ځای نه دی ورکړی شوی چې دا وده ومومي خو وایي ددې باوجود هم پښتو په وړاندې روانه ده.

پښتونخوا:

د پېښور پښتو اکېډمۍ مشره پروفیسر ډاکټر فرخنده حیات وایي، "زمونږ پښتانه اکثره په دې باندې خفګان کوي چې پښتو ته څوک زیات نظر نه کوي او پښتنو اګنور کړې [له پامه غورزولې] ده، خو نن سبا حالاتو ته که تاسو وګورئ پښتو د نورو ژبو سره څنګ په څنګ روانه ده".

ډاکټر فرخنده حیات زیاتوي پاکستان کې د نورو ژبو ویونکو شمیره د پښتنو نه زیاته ده، خو دغه ژبې انټرنیټ ته نه دي اوړېدلې. پښتو ته دا اعزاز حاصل دی چې ټیکنالوجۍ کې یې ځای پیدا کړی، یو شمېر رېډیوګانې او ټي وي چینلونه پښتو کې خپرونې کوي.

بل پلو ته پوهان وایي ماشوم چې په خپله مورنۍ ژبه کې څومره په آسانه زده کړې کولی شي، هغه بله ژبه کې نه شي کېدی. دوی وایي پښتونخوا کې له اتلسم ترمیم وروسته د قانون منظورېدو باوجود سکولونو کې د پښتو استاذان نه شته.

د پښتونخوا د ټیکسټ بک بورډ پخوانی غړی لیکوال او شاعر پروفیسر ډاکټر زبېر حسرت وایي د پښتو اکیډمۍ د طرف نه چې کوم سیمینارونه په باړه ګلۍ کې شوي او کومه املا یې رایج کړې هغه زمونږ د ټیکسټ بک بورډ املا هم ده، خو وایي څه لږ ډیر غوندې فرق لري:

"دغه ستونځې هم شته، دغه ستونزې به هم حل کوواو مخ په وړاندې به داسې ځو چې که راتلونکي وخت کې د هر چا حکومت راغلو. پکار هغوی له دا دي او زما خواست دی ورته چې په سکولونو کې د پښتو استاذان مقرر کړي. دا پوسټ مقرر کړي نو پښتو ښودل، ویل، لیکل، دا هر څه به ماشوم ته اسان شي".

ډاکټر زبیر حسرت وایي دوولس کاله وړاندې د پښتونخوا پینځو ژبو سکولونو کې د ښودلو منظوري ورکړی شوې وه. د کتابونو چاپولو عمل هم شروع شوی وو خو بیا دغه عمل ناڅاپي د ځنډ ښکار شو.

څېړونکي وایي په سرکاري او شخصي دواړو کچو به د نورو ژبو علمي پنګې پښتو او د پښتو څېړنې نورو ژبو ته ژباړل ګټه ور کار وي. د پېښور پښتو اکېډمۍ ډایریکټره پروفیسر ډاکټر فرخنده حیات د ژباړې د اهمیت په اړه وایي:

"زما خو خپل دا خیال دی چې د پښتو د ودې د پاره ډېر زیات مونږه ته فوکس په ترجمې باندې پکار دی، ځکه چې د پښتو خپلو ادیبانو، لیکوالانو، پوهانو ډیر څه لیک کړی دی او د ډیرو ژبو نه مخکې دي، خو چونکې هغه صرف په پښتو کې پاتې دي، نو نوره دنیا ترې نه ده خبره".

بلوچستان:

په بلوچستان کې هم نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل شوې او له حکومته غوښتنه شوې چې د مورنیو ژبو د ژغورنې لپاره دي ګامونه واخستل شي ځکه چې وایي ځینې ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

په بلوچستان کې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په حقله بېلابېلې غونډې وشوې، خو څلورو ملتپاله سياسي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل)، نېشنل ګوند او هزاره ډيموکرېټک ګوند دغه ورځ په خپل احتجاجي پرلت کې د کوټې د کمشنر د دفتر مخې ته لمانځلې ده.

ويناکوونکو ویلي مورنۍ ژبې په بلوچستان کې له پامه غورځول شوې دي، دوی وويل په 2013 کال کې د پښتونخوا او نېشنل ګوند ګډ حکومت مورنۍ ژبې په نصاب کې شاملې کړې او قانون یې هم منظور کړی دی خو وایي عمل نه ورباندې کېږي.

د تعلیم پخوانى صـوبایي وزیر عبدالرحميم زيارتوال وایي د اسمبلۍ څخه د مورنیو ژبو په حقله د دوی حکومت قراداد منظور کړ، ټولې ژبې یې رایج کړې، کلاسونه شروع شو او کتابونه هم چاپ شول:

"خو له بد مرغه زموږ د حکومت له ختم کېدو وروسته دې ته هغه ارزښت ورنه کړل شو، قانون موجود دى، خو هغه عملي کول پاته دى، اوس په هغه کې خنډونه اچول شوي دي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ حکومت د مورنیو ژبو د قانون تر منظورۍ وروسته یواځې یو کال کتابونه چاپ کړل او هغه هم په سکولونو کې د استادانو د مورنیو ژبو د روزنې د نشتوالي‌ له کبله ور ونه ښوول شول او بیا د حکومت پاته کلونه نه نور کتابونه چاپ شول او نه مورنۍ ژبې ور وښوول شوې.

د بلوچستان نګران صوبایي حکومت وايي په بلوچستان کې د تعليم په څانګه کې مالي او تکنیکي ستونزي موجودې دي، له دې کبله پر دې باندې عمل نه دى شوی.

په بلوچستان کې د مورنیو ژبو د ورځپاڼو او مجلو خوروونکو تنظیم وايي، دوى له ډېرو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي، د تنظیم په وینا حکومت يواځې د اردو او انګریزي ژبو رځپاڼو ته اشتهارات ورکوي او دوى ددې جوګه نه دي چې په خپل مالي توان یې وچلوي.

د بلوڅي ژبې د مجلې ايډیټر يار جان بادينی وایي "تر ټولو لویه ستونزه، اول خو زموږ د بلوڅي، براهوى، پښتو او هزارګي ژبو ورځپاڼې او مجلې د نه څه برابرې دي او چې څومره دي هغو ته خپله ټاکل شوې ونډه نه ورکول کېږي، د ورځپاڼو او ټولنيزو رسنیو لپاره شته خو چې کومې سیمه ییزې ژبې دي د هغو لپاره هیڅ نشته".

وي او اې ډیوه په دې باب د اطلاعاتو نګران صوبایي وزير جان اڅکزي ته د ټیلیفون او واټسپ له لارې په وار وار پيغام ور واستاوه خو هغه ځواب ونه وایه. حکومت په تېرو وختو کې ويلي چې دوى په کالنۍ بودېجه کې د ټولو ژبو د ادبي اکېډميانو لپاره مالي ونډه ځانګړې کړې ده.

څېړونکي وايي د پاکستان له جوړېدو را په دې خو تر اوسه پورې د لږکيو له ژبو سره توپيري چلند موجود دى او د براهوي په شمول نورې ژبې هم د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

لیکوال، ژباړونکی او د «سنګت» مجلې چلوونکی ډاکټر شاه محمد مری وایي، "دا ژبې بايد تجارتي، سفارتي، سرکاري زبانونه وي، په نصاب کې ضروري دي، چې ساينسي تعليم په مورنۍ ژبه کې وي".

ليکوالان وايي په نړیواله کچه څېړنې ښيي چې په نړۍ کې خلک په شاوخوا 6,500 بېلابېلو ژبو خبرې کوي چې اوس ځينې ډېر کم شمېر ویونکي لري.

د یونیسکو د رپوټ له مخې په نړۍ کې تر ټولو ډېر خلک په 'چینایي ' ژبه ږغېږي چې شمېر یې تر 1.3 اربه خلکو اوړي. همدارنګه اسپانوي، انګریزي، هندي، عربي، پورتګالي، بنګالي، روسي او جاپاني بیا په ترتیب سره تر ټولو ډېر ویونکي لري.

په یویشتمه فرورۍ نولس سوه دوه پنځوسم کې مشرقي پاکستان کې زده کونکو د اردو په ځای خپلې مورنۍ ژبې بنګالي کې د تعلیم غوښتنه کوله، خو پولیسو پرې ډزې وکړې چې له امله یې څلور زده کوونکي وژل شوي او یو شمیر ژوبل شوي وو.

ددغې پیښې په مناسبت ملګرو ملتونو په 1999م کال کې دا ورځ د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځوله. یونیسکو وایي دا وخت نړۍ کې 40 فیصده خلک په خپله مورنۍ ژبه د تعلیم نه محرومه دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي د پایدارې ترقۍ لپاره په مورنیو ژبو کې تعلیم ډیر ضروري دی.

رپورټ: تر ‏‎23,00‎‏ زیات پاکستانيان د بهرنيو ملکونو په زندانونو کې بندي دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سېنېټ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ ته ویلي، دا وخت ‏‎23,456‎‏ پاکستانيان په بهرنيو ملکونو کې په زندانونوکې ‏بندي دي، چې زياتره یې په عرب هيوادونو کې دي.‏

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، په سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشر سېنېټر وليد اقبال په مشرۍ غونډه شوې او نوموړي په دغه اړه د يوې کوټلې ‏پاليسۍ جوړولو لارښوونه کړې چې د حکومت نه یې منظوري واخلي.‏

وليد اقبال ويلي، داسې کومه پاليسي نشته کومه چې د حکومت اييني زمه واري ده چې خپلو وګړو ته په هر ځای کې قانوني تحفظ ورکړي.‏

نوموړي د سېنېټ کمېټۍ ته ويلي، چې د لاهور هايکورټ په کال ‏‎2017‎م کې د عاصمه شفيع په قضيه کې د دغه پاليسۍ جوړولو لارښوونه کړې وه.‏

د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، په ‏‎23,456‎‏ بندي پاکستانيانو کې زياتره، په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، عراق، بحرېن، عمان، قطر، هند او ‏چين کې په زندانونو کې دي، په دوی کې ‏‎15,587‎‏ ته سزاګانې اورول شوي او د ‏‎7,869‎‏ بنديانو قضيې روانې دي.‏

په رپورټ کې دا نه دي ويل شوي چې دغه پاکستانيان په بهرنيو هيوادونو کې په کومو تورونو بندي دي، خو عرب هيوادونو او په ځانګړي ډول سعودي ‏عرب ته خلک مزدورو له ځي او د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نيول کيږي.‏

په دوی کې په زياترو د غېر قانونه کارونو تورونه هم لګي، چې پکې قاچاق او نور جرمونه شامل وي.‏

د رپورټونو ترمخه، قايمه کمېټۍ ته ويل شوي، تر ټولو زيات ‏‎12,156‎‏ بنديان په سعودي عرب کې، او ‏‎5,292‎‏ په متحده عرب اماراتو کې په زندانونو کې ‏دي، ويل شوي په برتانيه، امریکا، ترکي، عراق، يونان او افغانستان کې هم پاکستانيان په جېلونو کې دي.‏

د رپورټ ترمخه، سېنېټر مشاهد حسېن سيد د بهرنيو چارو د وزارت نه د هغو د ‏‎2,100‎‏ پاکستانيانو په اړه هم پوښتنه کړې د کومو چې د تحریک انصاف ‏په حکومت کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان د سفر په مهال د خوشي کولو اعلان کړی وو.‏

د ‏‎2019‎م کال د فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د سفر په وخت شهزاده سلمان د پاکستاني قيديانو د خوشي کولو اعلان کړى وو.‏

د پاکستان د هغه وخت حکومت د شهزاده سلمان د دغه لوظ په بنیاد د قيديانو د خوشي کېدو دعوه کړې وه او د باندنيو چارو وزارت له خوا لاهور ‏هايکورټ ته ورکړى شوي يو رپورټ کې هم دا خبره تایید شوې وه.‏

خو د قيديانو د حقونو لپاره د کارکوونکي جسټس پراجيکټ آف پاکستان کارمند محمد شعېب په حکومتي دعوو بې باوري ښودلې او ويلي يې وو، "د ‏شهزاده سلمان د حکم وروسته یواځې ‏‎89‎‏ قيديان خوشي کړى شوي وو".‏

د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي، پاکستان د ‏‎11‎‏ هيوادونو سره د بنديانو د تبادلې تړون لري.‏

د رپورټ ترمخه، د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته پاکستان کې د ښځو د حيثیت د قامي کمېشن لخوا ويل شوي، چې دا وخت د پاکستان په جېلونو کې ‏‎13,065‎‏ ‏ښځې بندي دي په دوی کې د ‏‎12,258‎‏ قضیې روانې دي، ‏‎767‎‏ سزاوارې شوي او ‏‎40‎‏ ته پکې د مرګ سزا اورول شوې ده، ویل شوي په ښځو بنديوانو کې ‏‎60‎‏ ‏فيصده د پنجاب صوبې په زندانونو کې دي.‏

پاکستان: سپريم کورټ د انتخاباتو ضد خواست کوونکی پخوانی پوځي افسر پينځه لکه روپۍ جرمانه کړ

د پاکستان سپريم کورټ د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو غېر قانونه ګرځولو خواست خارج کړی او خواست کوونکي پخواني پوځي افسر بريګيډير علي ‏خان ته یې د پينځه لکه روپو جرمانه اورولې ده.‏

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن په ياد خواست اورېدنه کړې او نوموړي چيف جسټس پوښتنه کړې، دا علي ‏خان څوک دی؟ په ځواب کې اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ويلي، دا د پوځ پخوانی بريګيډير دی او په ‏‎2012‎م کې یې کورټ مارشل شوی د پوځي قانون ‏لاندې ورته سزا ورکړل شوې وه.‏

د ګل-دوشنبې په ورځ سپريم کورټ د انتخاباتو کالعدم ګرځولو دپاره عدالت ته په شوي خواست اورېدنه کړې، او د خواست کوونکي پخواني بريګيډير ‏عدالت ته ‏وړاندې کولو حکم یې کړی وو.‏

د رپورټونو ترمخه عدالت په نننۍ اورېدنه کې، د خواست کوونکي د غېر حاضرۍ له امله عدالت خواست خارج کړی او علي خان ته یې د پينځه لکه روپو ‏جرمانه اورولې ده.‏

عدالت ویلي، د خواست کوونکي ايمېل ورته ترلاسه شوی او ويلي يې دي چې هغه په بهر ملک کې دی.‏

د عدالتي حکم ترمخه، داسې ښکاري خواست کوونکي په مطبوعاتو د خواست خبر خپور کړی او ملک یې پرېښودی دی. عدالت دا هم ويلي چې کورټ ‏مارشل شوی تن دې د پوځ عهده ونه کاروي.‏

په ‏‎2012‎م کې د پاکستان پوځ ياد افسر علي خان پرضد د توندروه ډلې حزب التحریر سره د اړیکو پرسر کورټ مارشل شوی وو.‏

علي خان د پنجاب د پېنډۍ ښار نه په پوځ کې د بغاوت خورولو او د کودتا يا په اقتدار د قبضې د هڅې په تورونو کې نيول شوی وو. ‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG