واشنګټن – د ایران دولتي خبري ایجنسۍ اېرنا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې دغه هېواد په جنوبي برخه کې د اټومي برېښنا د څلورو نورو کارخانو د جوړولو کار پیل کړی چې په ټولیزه توګه به ۵۰۰۰ میګاواټه ظرفیت لري.
ایران غواړي چې تر ۲۰۴۱ کاله پورې ۲۰۰۰۰ میګاواټه اټومي انرژي ولري.
دغه هېواد یو فعال اټومي پاور پلانټ لري چې ۱۰۰۰ میګاواټه ظرفیت لري او په ۲۰۱۱ کال کې د روس په مرسته جوړ شوی و.
ایران همدارنګه په لویدیځې پولې عراق ته څېرمه په خوجېستان کې هم چې له تېلو څخه یو بدایه ایالت دی یوه ۳۰۰ میګاواټه پلانټ جوړوي.
د ملګروملتونو د اټومي څار ادارې تېر کال ویلي وو چې ایران د وسلو تر کچې د یورانیمو د غني کولو بهیر کړندی کړی.
د دغې ادارې مشر رفایل ګراسي په یو راپور کې ویلي وو چې ایران "به دې وروستیو اونیو کې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو تولید زیات کړی، او د ۲۰۲۳ کال له نیمايي راپدیخوا کموالی یې بېرته سرچپه کړی."
ایران تر دې وړاندې د یورانیمو د غني کولو کچه کمه کړې وه چې یواځې تر ۶۰ فیصدو به یې غني کوي چې دا د وسلو تر کچې یعني ۹۰ فیصده غني کولو څخه کمه اندازه وه.
لویدیځ د اوږدې مودې راهیسې شک څرګندوي چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي.
خو ایران دا ردوي چې ګواکې اټومي وسلې غواړي.
اېرنا خبري اداره د ایران د اټومي ایجنسۍ د مشر محمد اسلامي له خولې راخیستي چې نهه کال وخت به ونیسي چې نوې کارخونې یا پلانټونه بشپړ شي.
د دغې پروژې مشر ناصر شریفلو اېرنا ته ویلي، په دغو پلانټونو به ۲۰ بیلینه ډالره ولګېږي او ۴۰۰۰ کسانو ته به پکې کار پیدا شي.
Forum