لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لوڼي پینځم تلین: کورنۍ یې وایي تر اوسه ورسره انصاف ونه شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه "وژل شوي" فعال ارمان لوڼي د پینځم تلين په مناسبت د بلوچستان په مرکز کوټه او کلاسیف الله کې غونډې شوې دي، کورنۍ یې وایي له دوی سره تر اوسه هیڅ انصاف ونه شو او د ارمان "قاتلینو" ته د سزا پر ځای د هغه د مقدمې د ختمولو هڅه وشوه.

په دغو غونډو کې وينا کوونکو وويل د ارمان لوڼي د ژوند لوى مرام ځـوانانو ته ښه سباوون غوښتل، پر خپلو وسایلو باندې اختيار ګټل او خپله ژبه په ټول پښتني وطن کې د تعلیم ژبه ګرځول وو.

د ارمان لوڼي خور او فعاله وړانګه لوڼۍ وي او اې ډیوه ته وویل، "عدالتونه هم هغسې ازاد نه دي چې موږ ته انصاف راکړي یا په دې قتل کې لاس لرونکي کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري".

وړانګه لوڼۍ وایي د ارمان مقدمه د لورالایي په سېشن کورټ کې روانه وه خو وایي بیا د هغه په ممکنه وژنه کې تورنو پولیسو د کوټې په هایکورټ درخواست ورکړ چې دا مقدمه دې ختم شي.

وایي په هغه درخواست کې دا تور بې بنیاده ګڼل شوی وو چې ګواکې پولیس د هغه په وژنه کې لاس لري. وړانګه وایي بیا د ارمان لوڼي وکیلانو په عدالت کې د دې درخواست خلاف بل درخواست ورکړ او بیا هایکورټ هغه مقدمه بیرته د لورالایي سېشن کورټ ته منتقل کړه.

محب ښېراز د کلا سیف الله اوسېدونکی لیکوال، سیاسي فعال او د ارمان لوڼي نیژدې ملګری دی، ده پر ارمان لوڼي د «ارمان امر شو» په نوم یو کتاب لیکلی چې تازه له چاپه را وتلی دی. ښاغلي ښېراز وي او اې ډیوه ته د ارمان په اړه وویل:

"ارمان زموږ د مبارزې یو دا رنګه ستوری وو چې نه هېرېدونکی وو، زموږ په ټول وطن کې په باشعوره خلکو کې ارماان یو له هغو ځوانانو څخه وو، چې په علم او ادب پسوللی وو، په تاریخ او خپله جغرافیه خبر وو او داسې علمي استعداد یې درلود چې په ولسي ژبه به یې ولس ته خپل پیغام ورکاوه".

د ارمان لوڼي د پینځم تلین په مناسبت په کلاسیف الله کې هم دوې جلا غونډې شوې دي او په کوټه کې هم پښتون ژغورنې غورځنګ او د پښتنو مېرمنو تنظیم «واک تحریک» د هغه په یاد جلا جلا غونډې کړې دي.

دغو غونډو ته د صوبې له بېلابېلو ځایونو خلک ورغلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال سیاستوال ملک مجيد کاکړ د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي چې ارمان د پښتنو لپاره د اظهار د ازادۍ د حق لپاره مبارزه کوله:

"ارمان د جنوبي پښتونخوا ځلاند ستورى وو، چې ډېر له غریبې کورنۍ سره یې تړاو درلود، خو ځوانانو ته یې دا ورښودل چې قلم راواخلي او د قلم له لارې انقلاب راولي، پښتنو ځوانو ته یې د خپلواکۍ درس ورکړى وو".

وينا کوونکو وويل د ارمان لوني د ژوند بنيادي مقصد د ټولنې د هرې طبقې لپاره يوه یو مثال وو. د کلاسيف الله اوسېدونکی روزى خان ایثار وایي، "په ځانګړې توګه ځوانان د ده له ژونده دا زده کولى شي چې د خپل قام حالت وګوري او له نورو قامونو سره د ځان او قام د برابرۍ لپاره مبارزه وکړي".

وينا کوونکو دا هم ویلي چې په پاکستان کې ډېر خلک د جمهوريت دعوه کوي، وایي نو دا دې ثابته کړي چې د ارمان لوڼي او پي ټي اېم د نورو غړو په مقدمو کې ناانصافي نه کيږي. وایي د ارمان کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

د 2019م کال پر دويمه فبرورۍ د بلوچستان په لورالايي ښار کې د پښتون ژغورنې تر پرلت وروسته له پوليسو سره تر شخړې وروسته ابراهيم ارمان لوڼی په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی وو او ساه یې ورکړې وه.

د پي ټي ايم مشرتابه او د ارمان لوڼي کورنۍ د هغه د مرګ تور د لورالايي د پوليسو پر ډي ايس پي عطاء الرحمن او نورو پوليسو عسکرو لګولی وو، خو حکومت د هغه د مرګ سبب د زړه دوره بللې وه او د لورایي ځایي عدالت دغو پولیسو ته د 2022م کال په مارچ کې ضمانت ورکړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG