لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په سرښار کوئټه کې په انتخابي او اولسي غونډو د امنیتي وجوهاتو له کبله پابندي ولګېدله


د بلوچستان حکومت په کوئټه کې د ځانمرګي بريد د مخنوي په موخه پر انتخابي او اولسي غونډو بنديز لګولی دی.

څېړونکي وايي په نا امنۍ کۍ زياتوالی او حکومتي بنديزونه به په انتخابي عمل منفي اثر وغورځوي او د ووټونو اچولو شمېر ممکن کم شي.

د کوئټې د مرستیال کمشنر سعد بن اسد لخوا په جاري کړ‎ل شوي نوټیفیکیشن کې ليکل شوي چي د کوئټې درې (۳) قامي او نهه (۹) ضلعي حلقو امیدواران دې پر څلورم، پینځم او شپږ‎م د فروري له احتیاطه کار واخلي، او د ټول ټاکنو په کمپائن یا مھم کې دې هم احتیاط وکړي.

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي پر خپل ایکس (پخواني ټوېټر) پاڼه ليکلي: " د بلوچستان حکومت په کوئټه کې د یوې ښځینه ځانمرګې بریدګرې د ممکنه شتون په اړه د ګواښ خبرداري په ځواب کې پر اولسي او ټاکنیزو غونډو بندیز لګولی دی. له ټولو سیاسي ګوندونو او کاندیدانو غوښتل شوي چې د خطر د کمولو لپاره خپلې غونډې په کور دننه ترسره کړي. ‏حکومت د خلکو خوندیتوب ته ډیر اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې د ټاکنیزو کمپاینونو اړتیا هم پیژني".

د حکومت لخوا دا اعلان په داسې حال کې شوی چي په تیرو څو ورځو کې په بلوچستان کې پر انتخابي کانديدانو، انتخابي دفترونو او امنیتي عسکرو باندې يو شمېر لاسي بمي بريدونه شوي.

په تیره يوه اونۍ کې د بلوچستان د سر ښار کوئټې په شمول په لسوضلعو کې تر پنځه ویشت زیات بمي بريدونه او چاودنې شوي، چې په کې پنځه (۵) تنه وژل شوي او تر شل (۲۰) زیات ژوبل شوي.

د صوبايي اسمبلۍ یو امېدوار، عبدالشکور مري، وي او اې ډېوه ته وویل: "زياتره کانديدانو خپل دفترونه بند کړي، زموږ هغه خو لا خېر خلاص دي. هلته چې کوم خلک نېږدې اوسي هغه له خپلو خلکو سره ويني نور خو نو نن سبا د سوشل ميډيا له لارې د وټساپ له لارې خپل کمپاين کوو."

تر حکومتي بنديز وړاندې، د الیکشن کمیشن بلوچستان هم د بد امنۍ په پېښو کې د زیاتوالي له کبله امیدوارونو ته انتخابي مہم د محدود کولو امر کړ‎ی وو.

هم دغسې په کوئټه ښار کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه د موټرسايکل پر ډبله سواري ھم پابندي لڰول شوې دہ.

یو ووټر، عبدالمتین کاکړ وي او اې ډيوه ته وویل: "له حکومته دا خواست دی چې د دې حالاتو غم وخوري. په غرنیو سيمو کې خو لا خېر ګوزاره کېږې، خو زموږ ټول انتخابي عمل په ښارونو کې دی، او په ښار کې حالات تسلي بخش ندي. اميدوار هم پريشانه دی، ووټر هم ويرېدلی دی."

څېړونکی او خبریال سليم شاهد وایي چې روانو حالاتو ته په لیدلو داسې جاج اخېستلی کیږي چې د فرورۍ په اتمه، د انتخاباتو په ورځ به زیات خلک رایې اچولو ته رانشي. هغه په خاص ډول د تربت، پنجګور، کوئټه او نورو ناامنو سیمو یادونه وکړه.

د پاکستان اليکشن کميشن ويلي په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د د نا امنۍ حالات او د هغې په انتخاباتو د اغېزو په اړه غور شوی دی او ويلي دي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډ جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد سخته کارروايي کوي او يو چا سره به نرمي نه کيږي او پر ټاکلې نېټه اتمه فرورۍ به د ټول ټاکنې کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG