د امریکا د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په سهار د اېن بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې دا امکان رد نکړ چې امریکا دې د ایران دننه هم حملې ترسره کړي.
ښاغلي سولېوان چې د ایران د ګوډاګیو ډلو له خوا په اردن کې د درېیو امریکایي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې پر انتقامي بریدونو خبرې کولې، د مرکې پر مهال درې ځله خبریال ورنه دا پوښتنه وکړه چې آیا د بایډن حکومت په ایران کې دننه د حملو کولو امکان رد کړی او که نه، جواب ورکړ چې نه غواړي د ټي وي په یوه مرکه کې په ممکنه لارو چارو خبرې وکړي.
د هغه وینا وه چې که څه هم د امریکا صدر نه غواړي چې په ټول منځني ختيځ کې دې جګړه خوره شي، مګر عزم یې کړی چې د امریکاییانو په ضد شوو حملو ته مضبوطه جواب ورکړي.
د قامي سلامتیا سلاکار د هغو "پرعزمه او سنجیده" جوابي حملو په اړه، چې په اردن کې امریکایي عسکرو باندې د مرګونو بریدونو په جواب کې د صدر بایډن په امر ترسره کیږي، وویل چې دغه حملې د امریکا په وخت د جمعې په شپه پیلې شوې خو دا لا ختمې ندي او نورې حملې به هم ترسره شي.
جېک سولېوان واضحه کړه چې: "مونږ نیت لرو لا ډېرې حملې او اقدامات ترسره کړو څو دا واضحه پیغام جاري وساتو چې چېرته زمونږ په ځواکونو حمله وشي او یا شهریان مو ووژلی شي، نو امریکا به یې جواب ورکړي."
هغه زیاته کړه چې د ایران د حمایت لاندې ډلو باندې د امریکا د حملو ځاني زیانونه تر اوسه معلوم ندي او په دې اړه لا څېړنې روانې دي.
سولېوان وویل چې وخت په وخت د جاج اخېستنو نتایج صدر امریکا ته رسول کیږي او "مونږ په دې باور یو چې دغو حملو، په مونږ باندې د برید کولو په برخه کې د یادو ملېشه ډلو د صلاحیتونو په کمزوره کولو کې ښه اثر غورځولی دی."
د وایټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار زیاته کړه، تر اوسه هېڅ داسې نښه نښانه نده لیدلی شوې چې ګني ایران دې د خپلو ګوډاګیو ډلو په وړاندې سیاست کې بدلون راوستي وي.
امریکا په ځایي وخت د خالي/شنبې په ماښام په شام او عراق کې د هغو ملېشو په مرکزونو او اډو باندې یو لړ فضایي حملې ترسره کړې چې د ایران د حمایت لاندې دي. صدر بایډن وویل، په اردن کې د درېیو امریکایي عسکرو د وژل کېدو او د څه باندې څلوېښتو نورو د ژوبلېدو په جواب کې، دا د جوابي حملو اولنۍ جوپه ده.
Forum