د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، په اتمه فرورۍ ټاکل شوو عامو انتخاباتو دپاره د بېلټ پېپرو يا رای د پاڼو چاپولو عمل د چېلنجونو باوجود سر ته رسول شوی او د رايو د پاڼو رسولو عمل پېل شوی دی.
د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، د عامو انتخاباتو دپاره په ملک کې د ټولو 859 انتخابي حلقو دپاره 26 کروړه بېلټ پېپرې چاپ شوي دي.
ویل شوی، د عدالتي فېصلو له امله ځينې د رايو د ځينو پاڼو په دویم ځل چاپ کېدو عمل هم په وخت سر ته رسول شوی دی.
الېکشن کمېشن پرون د اتوار په ورځ ويلي، د رايو د پاڼورسولو عمل پېل شوی او سبا (نن د ګل/دوشنبې په ورځ) به بشپړ کړی شي.
د الېکشن کمېشن ویاند ویلي، د رايو د پاڼو چاپ کولو په لړ کې په مختلفو پړاوونو کې چېلنجونه مخې ته راغلي چې پکې عدالتي مقدمې او د امېدوارانو زياته شمېره شامله وه خو الېکشن کمېشن د چېلنجونو باوجود خپله زمه واري سر ته رسولې ده.
د الېکشن کمېشن ترمخه، د 2018م د عامو انتخاباتو دپاره 22 کروړه د رايو پاڼې چاپ شوې او 800 ټنه کاغذ پکې کارول شوی خو د 2024م د انتخاباتو دپاره 26 کروړه بېلټ پېپرې چاپ کړل شوي او 2170 ټنه کاغذ پرې کارول شوی دی.
پاکستان کې د عامو انتخاباتو د اعلان وروسته په ملک کې د امنيت او يخ موسم له امله د انتخاباتو ځنډول کېدو دپاره د ملک په برني اېوان سېنېټ کې قراردادونه وړاندې شوي خو الېکشن کمېشن بيا ويلي وو انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.
په وروستيو کې په ملک کې د انتخابي کمپاين په مهال د ناامنۍ پېښې هم شوي، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې انتخابي امېدواران په نخښه شوي او انتخابي دفترو حملې شوي دي.
د پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په لومړۍ فرورۍ ويلي وو، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.
الېکشن کمېشن ويلي وو، د انتخاباتو دپاره شوې امنيتي غونډه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.
Forum