لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: په پولیس تاڼه برید کې لږ تر لږه لس پوليس اهلکار وژل شوي


D.I.Khan File Photo
D.I.Khan File Photo

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعه کې په يوه پولیس تاڼه وسله وال بريد کې لږ تر لږه لس پولیس اهلکار وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې. دا بريد په داسې وخت کې شوی چې درې ورځې وروسته پاکستان کې عام انتخابات اعلان شوي دي.
درابڼ تحصيل کې تېر کال د دسمبر په 12مه نېټه په يوه پوځي چيک پوسته بريد کې 23 پوځيان وژل شوی وو.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو مشر (ډي پي او) دفتر وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، چې دغه بريد درابڼ تحصيل کې په چودان تاڼه باندې سهار د نمانځه نه مخکې شوی دی.
د دفتر چارواکو په وينا، نامعلومه وسله والو اول په سنايپر د تاڼې په څوکۍ ولاړ پوليس ويشتی او بيا په تاڼه ورننوتي دي. چارواکو تاييد کړې، په پېښه کې لس پوليس اهلکار وژل شوي، او شپږ ژوبل شوي دي.
د پوليس دفتر په وينا د ضلعې پوليس مشر او نوره نفري علاقې ته رسېدلې ده، علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عمليات پېل کړل شوي دي.


درابڼ د ډېره اسماعيل خان د مرکز نه خواوشا 80 جنوب لويديځ پله پرته سيمه ده. پوله یې د بلوچستان صوبې د شېراني ضلعې سره لګېدلې، ټانک او جنوبي وزيرستان ته پرې لاره تېره شوې ده.
درابڼ د ډېره اسماعیل خان هغه سيمه ده چرته چې د تېر کال د دسمبر په 12مه نېټه په يوه پوځي چيک پوسته بريد شوی وو.


پوځ په بريد کې منلې وه، "د چاودنې له امله د پوستې ودانۍ غورځېدلې، 23 پوځيان پکې وژل شوي او شپږ سره بريد کوونکي ترهګر وژل شوي" وو.
په پوځي چيک پوسته د برید زمه واري د تحريک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.
د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پاکستان په پوځ دغه بريد په امنیتي ځواکونو يو د غټو بريدونو څخه شمارل کېدو.


پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او د انتخاباتو رانزدې کېدو سره دغه پېښې نورې سېوا کيږي.
خو د پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په لومړۍ فرورۍ ويلي وو، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.


په 31مه جنورۍ د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي وو، چې ریاست به د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو او د هغوي د سهولت کارانو مخه پخپل ټول طاقت سره نیسي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه 102 فيصده سېوا شوي دي، ويل شوي وسله وال فعاليتونه د تېر کال 2023م د وروستۍ مياشتې سره پرتله شوي دي.


په رپورټ کې ویل شوي، په جنورۍ 2024م کې په ملک کې 93 وسله وال بريدونه شوي، 90 کسان پکې وژل شوي، 135 ژوبل شوي او 15 تښتول شوي دي.
د پيکس د رپورټ ترمخه، تېره میاشت په وژل شوو کې 41 ملکي وګړي، 37 امنیتي اهلکار او 12 وسله وال شامل وو، دغه ډول 81 ملکي وګړي او 54 امنیتي اهلکار ژوبل شوي هم دي.


په رپورټ کې ويل شوي، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، دغلته په 33 بریدونو کې 31 کسان وژل شوي او 50 ژوبل شوي دي.
او خېبرپښتونخوا کې په 30 بريدونو کې 17 تنه وژل شوي او 21 ژوبل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په قبايلي ضلعو کې تر ټولو زياتې وژنې شوي دي، په 24 بریدونو کې 36 کسان وژل شوي او 57 نور ژوبل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG