لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن له نګران حکومته غوښتي د پي ای اې د خرڅولو پلان دې وځنډوي


د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د ملک له نګران حکومته غوښتي چې د پاکستان د نړیوالې هوایي کمپنۍ پي ای اې د شخصي کولو په اړه د تړون له بشپړېدلو دې په دې اړه تر بیا کتنې پورې "ډډه" وکړي.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د انتخاباتو کمیشن د ملک د سرکاري هوایي کمپنۍ د خرڅولو په اړه نګران کابینې ته د فرورۍ په لومړۍ نېټه یو خط په داسې وخت لېږلی چې د فرورۍ پر اتمه په هېواد کې عمومي پارلماني ټاکنې کېږي.

په خط کې د انتخاباتو کمیشن حکومت ته امر کړی چې د پي ای اې د تړون په اړه د کابینې د منظورۍ لپاره تیار شوي ټول اسناد ور وسپاري:

"تر څو چې کمیشن کومه فیصله نه وي کړې نګران حکومت باید د کوم تړون د لاسلیک کولو په ګډون په دې برخه کې له هر ډول اقداماتو ډډه وکړي".

د رویټرز په وینا د پاکستان نګران حکومت د انتخاباتو د کمیشن د غوښتنې په اړه د دوی پوښتنې ته په سمدستي توګه جواب نه دی ویلی، خو وایي حکومت له خسارې سره د مخ پي ای اې د خرڅولو پلان ته نیژدې شوی دی.

د پاکستان د پرایویټایزېشن یا نجکارۍ د چارو وزیر فواد حسن فواد تېره اوونۍ ویلي وو، د پي ای اې د پلورلو پلان به د نوي حکومت تر ټاکل کېدو مخکې د منظورۍ لپاره نګران کابینې ته وړاندې کېږي.

ددغه پلان له مخې تر پلورل کېدو وړاندې پې ای اې په دوو برخو وېشل کیږي، چې یوه "پاکه" برخه او دویمه برخه به یې پر دې کمپنۍ باندې د 825 اربه روپیو پورونو په بدل کې په ضمانت کې ورکړل شي.

د پي ای اې پاکه برخه به د پلورلو دپاره وړاندې کیږي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د یکشنبې- اتور په ورځ «جیو نیوز» ته په مرکه کې وویل چې په دوو برخو باندې د پي ای اې د وېشلو کار بشپړ شوی، او د نګران حکومت له منظورۍ وروسته به یې د پلورلو چاره نوي حکومت ته وسپارل شي.

له سخت اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د تېر کال په جون کې د پیسو له نړیوالې ادارې د درې ارب ډالرو پور د ترلاسه کولو په بدل کې ژمنه کړې وه چې په خپلو تاواني سرکاري کمپنیو کې به بنیادي بدلونونه راولي.

د مخکیني وزیراعظم شهباز شریف د حکومت له خوا په دغو ژمنو کې په شخصي کمپنۍ باندې د پي ای اې د پلورلو اقدام هم شامل دی.

د پي ای اې چارواکي وايي، د تېر کال تر جون پورې یې د تاوان کچه 713 اربه روپیو ته ورسېده او دا کمپنۍ په مجموعي توګه 785 اربه روپۍ پوروړې ده چې 2.8 اربه ډالره کېږي.

د اقتصادي چارو څېړونکي وايي، که په مارچ میاشت کې د پیسو له نړیوالې ادارې سره پروګرام ختم شي نو نوي حکومت ته به له ای ایم ایف څخه د نور پور تر لاسه کولو په برخه کې د پي ای اې په ګډون د نجکارۍ معامله مهمه وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG