د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ پاکستان کې د کېدونکو پارلیماني ټاکنو لپاره خپل تازه رپورټ کې ویلي چې دا ټاکنې د ماضي د سیاسي طاقت د لوبې اؤ بدسلوکیو په سیوري کې کیږي ،حزب اختلاف یوې ډډې ته کړل شوی،د ناقدینو اؤ رسنیو خولې تړل شوي اؤ مدني ټولنې لپاره ساحه نوره هم راتنګه کړل شوې ده.
د هیومن رایټس واچ تازه رپورټ وایي چې په دې ټاکنو کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف د ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) بیا اقتدار ته د رسیدلو توقعو ده اؤ د حزب اختلاف د ډلو په ځانګړي ډول د عمران د ګوند پاکستان تحریک انصاف ترڅنګ د یو شمیر نورو ګوندونو پرضد دعملیاتو نتیجه کې په سوؤنو کسان نیول شوي وؤ.
رپورټ وایي په نیول شوؤ کې په څه کسانو د تشدد تورونه وؤ،د مبینه دباؤ یا لالچ په اساس د پي ټي آي څه مشرانو ګوند پرېښودو،په څه سیاستمدارانو اؤ صحافیانو د بغاوت په اړه دپاکستان د مبهم قانون په اساس فرد جرم ولګول شو اؤ د نړیوال قانون څخه په خلاف ورزۍ د لسګونو کسانو پرضد مقدمې پوځی عدالتونو ته ولېږل شوې.
د هیومن رایټس واچ په رپورټ کې ویل شوي چې مونږ دا فلم مخکې هم کتلی دی،د څو لسیزو راهسې روان سازباز اؤ اکو دوکو دې هیواد کې جهوري اسحتقاق اؤ حقونو لپاره جوړو ادارو ته دومره زیان رسولی دی چې پاکستان انتخابات چرته خد وخال ازادانه یا منصفانه کیږي.
رپورټ وایي ملک کې له دریوؤ لسیزو نه د زیاتې مودې راهسې نیغ په نیغه یا پشي شا پوځی واکمنۍ پاکستان کې د جمهوریت تجربه په بشپړ ډول تباه کړې ده.
پاکستان کې اوس د سیاست قواعد دادي چې واک ته د رسېدو لپاره پوځ سره ایتلاف وکړه،که پوځ سره دې خړه شوه نو له اقتداره ویستل کیږې،د اقتدار په مهال د مخالفو ګوندونو خلاف کریک ډاون وکړه، میډيا غلې کړه اؤ ناقدین وویروه.
رپورټ وایي د 2018م په ټاکنو کې دپاکستان پیپلز پارټۍ ترڅنګ د نوازشریف ګوند هم له صحنې وویستل شوه اؤ د کرکټ د پخواني نړیوال ستوري عمران خان واکمنۍ ته د رسولو لپاره لاره هواره کړل شوه دا ځکه چې نواز شریف د پوځ نه ځان په ډډه کړی ؤ، په دې نواز شریف باندې د غبن تورونه ولګول شول اؤ بلا اخره د هیواد څخه جلاوطنۍ ته اړ شو.
هیومن رایټس واچ وایی د 2018م په انتخاباتو کې د درغلیو اؤ نورو سازشونو تورونو د دغو ټاکنو روڼوالی اغېزمن کړی ؤ،د اپوزیشن ګوندونو په ضد د نو ابادیاتي دور قوانین استعمال کړل شوي وؤ، صحافیان د ګواښونو اؤ رسنۍ د سینسرشپ سره مخ کړی شوې وې.
د رپورټ ترمخه خو بیا کیسه پر بله روانه شوه،په اپریل 2022م کې د عمران خان حکومت د اییني بحران اؤ د بې باورۍ د ووټ په نتیجه کې وغورځېدو اؤ له هغې وروسته په نهم مې نښتې اؤ اړی ګړی عروج ته ورسیدل د عمران خان پلویانو په سرکاري اؤ پوځي تنصیباتو حملې وکړې.
په 30مه جنورۍ عمران خان ته د 1923 د افیشل سیکرټ ایکټ څخه په سرغړونې کولو د 10 کالو د بند سزا واورول شوه.
تر دې سزا وړاندې یو عدالت د هغه د ګوند دننه په انتخاباتو نه کېدو ګوند له خپلې انتخابي نښې بیټ نه محرومه کړو چې له امله یې د هغو لکونو کسانو ووټونه په داؤ ولګیدل چې لیک لوست نه پوهیږي اؤ دعمران خان ګوند د پارټۍ په نښه بیټ پیژني.
رپورټ وایي چې نوازشریف د امنیتي ځواکونو اؤ نورو قوت لرونکو سره جوړجاړی کړی اؤ عمران خان د ګوند خلاف د اتحاد جوړولو لپاره یې خپله جلا وطني ختمه کړې اؤ وطن ته راستون شوی دی.
هیومن رایټس واچ وایي عمران خان اؤ نوازشریف دواړو د کال 2006م هغه سیاسي تړون له پامه غورځولی چې د چارټر اف ډیمو کریسي نوم ورکړل شوی اؤ ا تړون د پاکستاني سیاستوالو له لوري د جمهوري عمل پاټلۍ نه د کوزولو لپاره د سیکیورټي اسټیبلشمنټ سره د جوړجاړي نه کولو یوه عهد نامه یا سوګند دی.
رپورټ وایي چې پاکستان کې په سیاسي شخړو کې د عدلیې له لوري مداخلې د معمول انصاف اغېمن کړی دی اؤ عدلیه د سیاسي انجنیرنګ لپاره کارول کیږي اؤ هم سیاسي تقریرونو د الیکشن کمیشن وجود اؤ ازادي زیانمنه کړې ه.
رپورټ وایي د احمدیه ټولنې په اړه قوانین هغوي په انتخاباتوکې له برخې اخستو ایساروي.
هیومن رایټس واچ ویلي چې پاکستاني مشران باید دا ومني چې انتخابات یوازې اقتدار کې د راتلو لپاره نه کیږي بلکې دا د انساني حقونو اؤ جمهوري لپاره د حقیقي عزم ترڅنګ د ټولنې د ویش اؤ د کرکې په سیاست د قابو موندلو یو فرصت هم وي.
Forum