لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د انتخاباتو له پېلېدو سره د موبایل ټیلیفونونو خدمات بند شوي


واشنګټن – د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد په موقتي توګه د زیارت یا پنجشنبې به ورځ د موبایل ټیلیفونونو خدمات بند کړي دي چې په دغه هېواد کې د عامو ټاکنو له پیلېدو سره امنیت ټینګ شي.

د حکومت لخوا دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په دغه هېواد کې د وسلوالو مخالفینو لخوا بریدونه زیات شوي او پخواني‌ وزیر اعظم عمران خان له خپلو پلویانو څخه غوښتي چې له رایه ورکولو وروسته دې تر هغو د ووټونو له ځایه د باندې ودرېږي تر څو چې پایلې اعلان شي.

د کورنیو چارو وزارت په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې په یو پیغام کې ویلي، چې "په هېواد کې د ترهګرۍ د وروستیو پېښو په پایله کې چې خلکو پکې ژوند له لاسه ورکړی نو امنیتي تدابیر لازمي دي چې امنیت ټینګ شي او له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړا یشي نو ځکه په هېواد کې په لنډ مهاله توګه د ټیلیفونونو خدمات یا سروېس ځنډول شوی دی."

په بلوچستان کې د انتخاباتو له دفترونو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د دوو شویو چاودونو په ترڅ کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.

داعش په ټیلیګرام باندې یو پیغام کې ددغو چاودنو پړه پر غاړه اخېستې ده.

په ورته وخت کې د ټي ټي پي او د بلوچو بیلتون غوښتونکو ډلو په ګډون ګڼې نورې ډلې هم د پاکستان د دولت مخالف دي او په دې وروستیو میاشتو کې یې بریدونه هم ترسره کړي دي.‌

د ټاکنو په ورځ د رایه ورکونې د مرکزونو د امنیت لپاره په ټول پاکستان کې په لسګونو زره پولیس او ملیشه ځواکونه ګمارل شوي دي.‌

پاکستان دا هم ویلي، چې دوی به د امنیت لپاره د ټاکنو په ورځ له ایران او افغانستان سره هم خپل سرحدونه تړي.

د ټاکنو غیر رسمي لومړنۍ پایلې به د ماښام پنځه بجې د رایه ورکونې له پای ته رسېدو څخه څو ساعته وروسته په ډاګه شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG