لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان انتخابات: اېچ آر سي پي او سياسي ګوندونو د موبايل فون او انټرنېټ بحالولو غوښتنه کړې


پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) او سياسي ګوندونو په ملک کې د موبايل ټيليفون او انټرنېټ په سمدستي توګه بيرته بحالولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې نن عام انتخابات روان دي او د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه د کورنیو چارو وزارت په ملک کې د ترهګرۍ د تازه پېښو له سببه موبايل سروس په عاضي توګه معطل کړی دی.

ويل شوي، د امن په ځای ساتلو او ممکنه خطرو د مخنيوي دپاره حفاظتي اقدامات ضروري دي ځکه په ملک کې د موبايل سروس په عارضي توګه معطل کولو پرېکړه شوې ده.

نن د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوي، په پوليسو او امنيتي ځواکونو چاودنې او وسله وال بريدونه شوي، لږ تر لږه څلور پوليس پکې وژل شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې په ليويز ځواک د چاودنې خبر ورکړل شوی چې يو اهلکار یې پکې وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

پرون د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله او پښين سيمو کې د دوو انتخابي امېدوارانو د دفترو مخې ته چاودنو کې لږ تر لږه 30 کسان وژل شوي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په سمدستي توګه د موبايل ټيليفون او انټرنېټ بحالولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د سيند هايکورټ د لارښوونې باجود انټرنېټ بند کړل شوی دی.

اېچ ار سي پي ویلي، د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ دعوه کړې چې د حکومت لخوا ورته د انټرنېټ بندولو هيڅ لارښوونه نه ده شوې، او د انټرنېټ بنديز د انتخاباتو په روڼتيا اندېښنې راپورته کوي.

پاکستان پيپلز ګوند د انټرنېټ او موبايل فون سروس د بنديز ضد لاهور کې د الېکشن کمېشن دفتر ته خواست کړی دی.

په خواست کې د پيپلز ګوند مرستيالې مشرې شېرې رحمان ويلي، نن د موبايل او انټرنېټ بندول د اندېښنې وړ، د جمهوري او انتخابي عمل نفي کوي.

اغلې د الېکشن کمېشن نه په سمدستي توګه د انټرنېټ سروس او موبايل نيټ ورک بحالولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان جيو نيوز وېب پاڼې د خبر ترمخه چيف الېکشن کمېشنر سکندر سلطان راجه ويلي، د الېکشن کمېشن خپل نظام دی د انټرنېټ د بنديز سره یې هیڅ تعلق نشته، الېکشن کمېشن د انټرنېټ د بنديز زمه وار نه دی د حکومت سره په تماس کې دي.

هغه ويلي که چرته د امنیت مسله ده نو الېکشن کمېشن ولې لارښوونه وکړي چې انټرنېټ دې بحال کړی شي، هغه ويلي د نتيجو ښه نظام موجود دی او نتيجې به په اته بجې مخې ته راځي.

قانون پوهه او د ډيجيټل رايټس فاونډېشن مشرې نګهت داد اې اېف پي خبري ادارې ته ويلي، د موبايل فون بندول د ملي امنيت د مسلې حل نه دی، که چرته انټرنېټ بندول کيږي دا به نور ګډوډی جوړوي.

جماعت اسلامي ګوند هم د انټرنېټ د بنديز ضد او سمدستي بحالولو دپاره الېکشن کمېشن ته خط ليکلی دی.

جماعت اسلامي ګوند ويلي، د انټرنېټ او موبايل سروس بندول د درغليو امکانات سېوا کوي.

د سيند صوبې نګران وزير داخله حارث نواز مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، دوی ته ماښام د اتوو نه تر لسو بجو پورې د خطرو ګواښ دی، موبايل او انټرنېټ سروس د مرکزي حکومت لخوا بند کړل شوی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند او مسلم ليګ ن ګوند هم د موبايل فون او انټرنېټ روانولو غوښتنه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG