د پاکستان الیکشن کمیشن د قامي اسمبلۍ د 136 څوکیو د عبوري یا غیر حتمي نتیجو اعلان کړی چې په دې کې په 54 څوکیو ازاد امیدواران کامیاب شوي چې زیاتره د تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لري.
پاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند 42 پیپلز ګوند31، متحده قامي موومنټ درې، جمعیت علما پاکستان اؤ مسلم لیګ (ق) یوه یوه څوکۍ ګټلې ده.
خو په میډیا چې بیا کومې غیر سرکاري اؤ ناتاییده نتیجې مخې ته راغلي هغې کې د پي ټي آی د ملاتړ کوونکو په ازاد ډول د بریالیو کاندیدانو شمیره 64 ښودل شوې ده اؤ ویل شوي 46 څوکۍ پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ 34 پاکستان پیپلز پارټۍ ګټلي دي.
همدا شان ایم کیو ایم ، جمعیت علماء اسلام اؤ استحکام پاکستان ګوند هم د قامي اسمبلۍ دوه دوه څوکۍ ګټلې دي.
دا شمیرې حتمي نه دي اؤ مخې ته لا د قامي او صوبایي اسمبیلو نورې نتیجې هم راروانې دي خو الیکشن کمیشن ویلي چې یوازې هغه نتیجې دې باوري اؤ سمې وګڼل شي چې الیکشن کمیشن یې خپروي.
د قامي اسمبلۍ په 265 څوکیو انتخابات ترسره شوي، په يوه څوکۍ انتخابات ځنډول شوي.
تر دې مهاله چې مخې ته کومې نتیجې راغلې دي هغې کې د قامي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې څوکۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړو ازادو امیدوارانو ګټلې دي اؤ ددغه ګوند بیلابیلو مشرانو دعوې کړې دي چې ګوند یې مرکز اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د حکومتونو جوړولو جوګه دي.
خو د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر اسحاق ډار بیا دعوه کړې ده چې راتلونکو څو دوؤ شواروزو کې به په ازاد ډول بریالي شوي کاندیدان د دوي ګوند سره پیوستون اعلان کړي اؤ حکومت به مسلم لیګ نواز ګوند جوړوي.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې مخې ته د راغلو نتیجو ترمخه د تحریک انصاف ګوند ملاتړ لرونکو ازادو کاندیدانو د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ زیاتره څوکۍ ګټلي دي اؤ خد و خال پکې چرته د بل ګوند یا ازاد امیدوار کامیاب شوی .
په دې ټاکنو کې د خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاته ضربه عوامي نیشنل ګوند ته رسېدلې ده ځکه تر دې ساعته مخې ته د راغلو سرکاري اؤ غیر سرکاري نتیجو له مخې د قامي یا صوبایي اسمبلۍ یوه څوکۍ هم عوامي نیشنل ګوند نه ده ګټلې.
د الېکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه، خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غېر سرکاري غېر حتمي نتيجو کې 14 نتيجې مخې ته راغلي او 14 سره ازادو امېدوارانو ګټلي دي.
Forum