لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: د انتخابي نتیجې پرسر د پولیسو اؤ پي‌ ټي آی د پلویانو نښته کې دوه کسان وژل شوي، څلور ژوبل


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو اؤ پولیسو ترمنځ د الیکشن د نتیجې پرسر د احتجاج په مهال نښته شوې ده چې پکې د تحریک انصاف ګوند دوه پلویان وژل شوي اؤ څلور پولیس هم ژوبل شوي دي.

د سیمې نه د ډیوه خبریال احسان محمد خان د پولیسو چارواکو له خولې ویلي چې دا نښته د جمعې په ورځ وورسته له هغې وشوه چې د تحریک انصاف ګوند په سوؤنو پلویان د مسلم لیګ (ن) ګوند د پلوي امیرمقام د ګټې د اعلان پرضد د احتجاج لپاره د یادې ضلعې مرکز الپورۍ ته ورټول شول.

سرچینې وایي د تحریک انصاف پلویانو دریځ لرلو چې د زیارت په ورځ ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ په څوکۍ د شپې ناوخته پورې د تحریک انصاف ملاتړی ازاد امیدوار سید فرین مخکې روان ؤ خو د جمعې په سهار چې بیا نتیجه راغله نو د مسلم لیګ امیر مقام پکې بریالی ګرځول شوی ؤ .

د سرچینو په وینا په دې نتیجه د احتجاج لپاره د پي ټي آی په سوؤنو پلویان د جمعې په سهار د شانګلې مرکز الپورۍ ته ور ټول شوي وؤ اؤ احتجاج یې کولو .

د پولیسو سرچینو ډیوه ته ویلي چې پاریدلو مظاهره چیانو غوښتل د پولیسو په تاڼه اؤ د خلکو په املاکو حملې وکړي اؤ اړی ګړی یې خپرولو .

پولیس وایي کله چې دوي د پي ټي آی د کارکونکو د مخې نیولو هڅه وکړه نو هغوي په پولیسو ناتاره ډزې وکړې چې څلور پولیس پکې ژوبل شوي دي.

خو د سیمې نه بیا ازادو سرچینو ډیوه ته ویلي چې پولیسو د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره په مظاهره چیانو نیغ په نیغه ډزې کړي اؤ په دې ډزو کې د پي ټي‌ آی دوه کارکونکي وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

ډیوه د پېښې د جذیاتو معلومولو په غرض د شانګلې ضلعې د پولیسو د مشر صاحبزاده سجاد سره هم د ټيلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغه یو ساتونکي وویل "صیب په نمونځ ولاړ دی ، وروسته به درسره رابطه وکړي "ولې د پولیسو دغه ضلعي مشر وروسته په پېښه غلی پاتې شو.

د الیکشن کمیشن لخوا د خپرې شوې نتیجې له مخې د شانګلې د قامي اسمبلۍ په نشست این ای 11 د مسلم لیګ نواز ګوند کاندید امیر مقام 59863 رایې ترلاسه کړي اؤ بریالی شوی دی اؤ دهغه مقابل د تحریک انصاف ګوند ملاتړي ازاد کاندید سید فرین بیا 54311 رای اخستې دي.

امیر مقام د سوات این ای 2 په نشست هم انتخاباتو برخه درلوده خو دغه څوکۍ یې بایللې ده.

د سوات این ای 2 سوات 1 په نشست د تحریک انصاف ملاتړي ازاد کاندید امجد علي خان 88938 رای ترلاسه کړي اؤ د امیر مقام رای بیا 37764 ښودل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG