لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق او شام کې د ایران پلوه وسلوالو ډلو د بریدونو تر څنګ د داعش د بیرته راپورته کېدلو خطرې


امریکا د تېر اکتوبر د میاشتې راهیسې په شام، عراق او اردن کې په امریکايي پوځي ‌مرکزونو د بریدونو ذمه وار هغه ایران پلوه ملېشه ډلې ګرځولي دي چې په خونړیو بریدونه کې یې درې امریکايي عسکر مړه او 168 نور ژوبل کړي دي.

د واشنګڼن نظر په خاصا توګه د کتایب حزب الله غوندې ډلې باندې دی او د پېنټاګان ځیني چارواکي په اردن کې دغه ایران پلوه ډله تر ټولو اهمه ګڼي. امریکايي چارواکو ویلي د نهې- سه شنبې په ورځ یې په هوايي برید کې د کتایب حزب الله کمانډر وېسام محمد السعدي په هدف کړی دی.

امریکا په لومړني بیان کې ویلي چې السعیدي په سیمه کې په امریکايي ځواکونو د بریدونومنصوبو او په دې ګډون لپآره نیغ په نیغه ذمه واره ووو د زیارت په ورځ بیا امریکايي چارواکو ویلي چې السعدي په شام کې د کتایب حزب الله تر ټولو اهمه مشر وو او په هېواد کې یې د ټولو کاروایانو څارنه کوله.

په السعیدي دا برید تیره جمعه په عراق او شام کې په ایران پلوه وسلوالو په اوو بېلابېلو ځایونو کې د شوو هوايي بریدونو نه وروسته شوی دی.

د امریکا د دفاع چارواکي اوس په دې باور دي چې دغه بریدونو کې د اتیاو نه د زیات اهداف ویشتل شوي دي چې پکې 40 وسلوال وژل شوي یا ژوبل کړی شوي دي. دغه بریدونو په عراقي چارواکو کې غصه راپارولې ده.

د عراق د پوځ ویاند یحیا رسولي د زیارت- پنجشنبې په ورځ شوي برید ته د السعیدي ښکاره قتل ویلی او دا ښيي چې د اولسي ژوندونو او نړیوال قانون هیڅ خیال نه دی ساتل شوی.

ویاند په سوشل میډیا ویلي ”چې بریدونو د عراق حکومت دې ته اړ باسلې چې د اتحاد سره مشن ختم کړي کوم چې په عراق کې بې ثباتی یو غټ علت ګړځي او په عراق کې د شخړو خطرې جوړوي“.

د عراق وزیر اعظم محمد شیعه الا سوډاني هم په دغه رنګه یو بیان کې اشاره کړې ده چې اوس وخت دی چې داعش ډلې په ضد د امریکايي ځواکونو او د امریکا په مشرئ د اتحاد نه وځي.

د عراق وزیراعظم دا خبره ښکاره کړې چې هیواد یې د ترهګرۍ په ضد د جګړې صلاحیتونه پراخه کړي او فیصله کولی شي چې د اتحاد سره مشن ختم کړي، د هغه له خلې چې داعش ډله نوره عراق ته ګواش نه دی . هغه ویل ډله چې د ايي ایس او داعش په نو پیژندل کېږي.

امریکا په عراق کې 2500 عسکر لري چې د داعش د باقیاتو په ضد د عراقي ځواکونو سره مرستې کوي ا ورته لارې چارې ښايي، هم په دغه رنګه مشن باندې په شام کې بیا تر 900 پورې عسکر مامور کړی شوي دي.

دا وخت د امریکا او د عراقي چارواک ترمنځه په عراق کې د داعش د مخنیوي لپاره د موجودو امریکايي عسکرو د شمېرو راکمولو په سر خبرې اترې هم روانې دي خو امریکايي چارواکو د زیارت پنجشنبې په ورځ مشوره ورکړېده ‌چې دا یې وخت نه دی.

د پېنټاګان د مطبوعاتوسکتر میجر جنرل پیټریک ریډر ویلي چې په عراق او شام کې یې دوي ( داغش) را لاندې کړې او د نړیوالو سره په ګده بیا هم په دې کار کوي چې دغه ډله بیره سر راپورته نکړي

رایډر زیاته کړه کله چې د بې ثباتی نه د ګټو پورته کولو موقع جوړېږي نو د داعش مثال لکه د هغې بیماری دې چې نښې یې نه ښکاري او په داسې حالاتو به دا مرسته ونکړي چې د ایران د ګډاکي موجود وي او په مشن بریدونه کوي.

د امریکا د ترهګری مخنیوي او استخباراتو چارواکو اندازه ده چې دا وخت په عراق او شام کې د دوه زرو پورې د داعش وسلوال موجود دي او ځینو اهمه اتحادیانو په عیني حال کې خبردارې ورکړی چې دغه ډله بیرته راپورته کېږي او په خپلو صفونو کې د اضافې په لیدلو نور بریدونه کولی شي.

د امریکا پلوه سیرین ډیموکریټک فورس یا ایس ډي ایف کمانډر جنرل مزلوم عابدي د زیارت په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته د ودیو لنک د لارې خبردارې کړی چې مونږه د داعش په راپورته کېدو وینو، دوي د امریکا په ځواکونو د ایران پلوه وسلوالو د بریدونو نه استفاده کوي‌او د ایس ډي ایف مرکزونه هم د ډورن د لارې په هدف کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG