واشنګټن – ولسمشر جو بایډن د اردن د پاچا عبدالله کوربه دی او تمه ده چې دواړه مشران به په غزه کې د اسرایلو د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو پر روانو هڅو او په رفعه کې د اسرایلو د پوځي عملیاتو پرسر اندېښنو باندې خبرې وکړي.
دا په اردن کې تېره میاشت د امریکا په یو پوځي مرکز باندې د ډرون له برید څخه وروسته چې درې امریکایي پوځیان پکې وژل شوي وو، د دواړو متحدینو ترمنځ لومړی ځل خبرې دي.
بایډن په دغه برید کې ایران پلوي ملیشتې تورنې کړې وې او دا د یادې ډلې لخوا د اسرایلو او حماس ترمنځ د جګړې راوروسته په امریکايي ځواکونو باندې لومړی برید و.
د پاچا عبدالله سره دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې بایډن او همکاران یې د حماس پرضد په روانه جګړه کې د یوې بلې وقفې پر تړون کار کوي چې سیمې ته پکې نورې بشري مرستې لاړې شي او برمته شوي اسرایلیان پکې خوشې کړای شي.
په سپینه ماڼۍ باندې د عرب امریکایانو لخوا دا نیوکې په زیاتېدو دي چې دغه اداره په دوامداره توګه په داسې حال کې د اسرایلو ملاتړ کوي چې په غزه کې د ملکیانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
داسې ښکاري چې په جګړه کې د بلې وقفې لپاره تړون په نېږدې کېدو دی.
د امریکا د ادارې یو جګ پوړي چارواکي د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې د اونیو ډپلوماسي او ټیلیفوني خبرو نه وروسته د تړون چوکاټ تیار شوی چې د جګړې د بندېدو په بدل کې به په غزه کې د حماس لخوا اسرایلي بندیان ازادېږي.
امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې که څه هم فاصله لا شته خو دا یې نه دي ویلي چې دا په کومه برخه کې ده.
دغه چارواکي وویل په خان یونس کې د حماس پرضد د اسرایلو روان پوځي فشار په دې کې مرسته کړې چې دغه ډله د تړون منلو ته نېږدې کړي.
دغه ډول د یکشنبې په ورځ د بایډن او د اسرایلو د وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو ترمنځ د خبرو زیاتره برخه هم په همدې تړون وه.
دغه چارواکي دا هم ویلي، چې دواړو مشرانو په رفعه کې د اسرایلو د عملیاتو د پراخېدو پرسر هم خبرې کړي، په داسې حال کې چې تر ۱.۳ میلیونو زیاتو فلسطینیانو هلته پناه اخېستې.
هغه ویلي، چې د دغو ممکنه عملیاتو په اړه د یوه ولسمشر لخوا دا تر ټولو سخته لهجه وه چې وکارول شوه.
د اسرایلو چاینل ۱۳ ټي وي خبر ورکړی چې دغو ټیلیفوني خبرو ۴۵ دقیقې دوام درلود.
چارواکی وايي، اسرایلو "دا وضحه کړه چې دوی به تر هغو په رفعه کې داسې عملیات نه کوي" تر څو چې یې ملکیان ژغورلې نه وي.
Forum