لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار نور د 2200 درجو نه زیات غورځېدلی


د پاکستان د ونډو بازار نن په ګل/دوشنبه ( د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ) د ماسپښينه پورې 2275 درجې (پواينټونه) غورځېدلی وو.

پاکستان کې د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو کېدو وروسته پرله پسې په دويمه کاروباري ورځ د ونډو بازار غورځېدلی دی.

په نهمه فرورۍ د ونډو بازار 2000 درجې نه زيات غورځېدلی وو.

نن د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د ونډو بازار د سر د 100 کمپنو پېل د 62,943 پواينټونو سره شوی وو، او ماسپښين په درې بجې یې ټيټوالی مخ په ښکته روان وو، د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه هغه وخت 2269 پواينټونه راکم شوی وو.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان کې انتخابات وشو خو نه تراوسه پورې رسمي حتمي نتيجې مخې ته راغلې او نه د حکومت جوړېدو کومه پرېکړه وشوه، ځکه پانګه وال په ډاډه د پانګونو نه ډډه کوي او د ونډو بازار راغورځيږي.

اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد وايي، انتخابات وشو خو غېر يقيني صورتحال موجود دی حکومت تراوسه نه دی جوړ شوی، او څو پورې چې حکومت نه وي جوړ شوی په مارکيټ کې به هم دغه ډول غېر يقيني صورتحال وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "څو پورې چې غېر یقیني صورتحال وي د ونډو بازار او ټولې اقتصادي هلې ځلې به اغېزمنې وي".

غلام صمد د پاکستان د ونډو بازار او اقتصاد د اوسني روان او راتلونکي په اړه وايي، "سمدست خو پکار ده چې الېکشن کمېشن رسمي نتيجې اعلان کړي، يو غېر يقيني صورتحال به ختم شي، دويم دا چې سمدستی نوی حکومت جوړ شي. تر څو چې حالات داسې وي په ټولو اقتصادي هلو ځلو به یې بدې اغېزې وي".

نوموړي زياته کړه، "که حکومت جوړ شو او بيا هم سیاسي ثبات رانغلو نو د هغې به مستقل د ونډو په بازار اغېزې وي خلک به پانګونې نه کوي، د بهر نه به پانګونې نه راځي او د هغې به د ملک په ټول اقتصاد اثرات وي".

د اقتصاد پوهانو په خبره، پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د درېو اربو ډالرو د پور تړون کړی دی، د هغې يوه جايزه اخستل شوې او دويمه جايزه اخستل کيږي او بيا نړیوالې مالياتي ادارې ويلي، چې د پاکستان راتلونکي حکومت ته به ګوري نو که چرته سياسي ثبات نه راځي مستحکم حکومت نه جوړيږي، نو د نړیوالې مالياتي ادارې د پور د پروګرام وروستی قسط به هم اغېزمنيږي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړی شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه تر ټولو زياتې څوکۍ (تحریک انصاف پلوه) ازادو امېدوارانو ګټلي دي.

په دویم نمبر پسې زياتې څوکۍ مسلم ليګ ن او بيا پيپلز ګوند ترلاسه کړي دي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند دعوه کوي په مرکز کې به حکومت جوړوي او د پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو دپاره هم خبرې روانې دي.

ورسره په ملک کې شوو انتخاباتو باندې نيوکې هم روانې دي بېلابيل سياسي ګوندونو احتجاجونه کوي چې درغلۍ شوي او نتيجې ګډې وډې کړی شوي دي.

خو د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي ویلي، نګران حکومت په انتخاباتو کې د الېکشن کمېشن هر ډول ممکنه مرسته کړې، د پرامنه او رڼو انتخاباتو زمه واري یې پوره کړې او د انتخاباتو نتيجې د دې خبرې ګواهي ورکوي چې انتخابات سوتره شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG