واشنګټن – د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (آی ایس پي ار) دعوه کړې چې په خیبر ضلعه کې د استخباراتي معلوماتو پر مټ د یو جګ پوړي داعشي پرضد عملیات کړي او هغه یې وژلی دی.
د پوځ لخوا د فیبرورۍ په یولسمه نېټه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې له سختې جګړې وروسته د داعش ډلې مشر سورت ګل وژل شوی دی.
بیان وايي، د وژل شوي قومندان څخه یې وسلې، ګولۍ او چاودېدونکي توکي هم نیولي او دغه کس په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وه او د امنیتي ادارو لخوا غوښتل کېده.
خبر زیاتوي، په سیمه کې د نورو ممکنه ترهګرو د موندلو لپاره نور چاڼیز عملیات هم ترسره شوي.
د پاکستان د پوځ په بیان کې دا دعوه هم شوې چې د سیمې خلکو ددغو عملیاتو قدرداني کړې او د ترهګرۍ په ختمولو کې یې د مرستې ډاډ ورکړی.
Forum