لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د انتخابي نتيجو پر ضد احتجاجونه زيات شوي


د بلوچستان او سيند صوبې ترمنځ پرته لاره او په صوبه کې دننه د ښارونو تر منځ لویې او وړې لارې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د احتجاج په توګه تړل شوې دي.

په پاکستان کې پر اتمه فرورۍ عمومي ټول ټاکنې يا جنرل اليکشنز تر سره شوي>

د بلوچستان د اليکشن کميشن د چارواکو په وينا بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ لپاره 51 او قامي اسمبلۍ لپاره پر 16 حلقو باندې انتخابات شوي.

د صوبې پښتون او بلوڅ قامپاله ګوندونو تر څنګ مذهبي او نور سياسي ګوندونه او ازاد کانديدان د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې د حکومتي درغلي تور پورې کوي او د دې نتيجو منلو ته تيار ندي.

پښتون قامپاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوڅ قامپاله نېشنل ګوند، بي اين پي مينګل او هزاره ډيموکرېټک ګوند په شريکه سره د انتخابي نتيجو پر ضد احتجاجي تحريک شروع کړی او نن څلورمه ورځ ده چې د کوټې د کميشنر دفتر مخ ته يې احتجاجي پرلت وهلی دی.

ياد تحريک سبا د نهې یا سې شنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې د کار بنديز اعلان کړی.

د يادو ګوندونو د مشرتابه په وينا د احتجاجونو تر څنګ د انتخابي نتيجو پر ضد به عدالتونه ته ځي او د بلوچستان اسمبلۍ د سوګند اخيستلو په ورځ به د اسمبلۍ دروازه بنده ساتي او د اسمبلۍ مخ ته به ولسي اسمبلۍ او خپل کانديدان کاميابه اعلانوي.

د يادو ګوندونو تر څنګ پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، د پاکستان تحريک انصاف، پيپلز ګوند، جمعيت علما اسلام او ځينې ازادو کانديدانو له لوري هم احتجاجونه دوام لري.
د صوبې په بېلا بيلو سیمو کې لارې تړل شوې دي.

د ځايي خبريال جعفر خان کاکړ په وينا، د کوټې کراچۍ تر منځ لويه لاره، د کوټې چمن لاره، د کوټې پښين لاره، د کوټې سبي، سکهر او نورو ښارونو لارې تر لسو زيات ځایونو کې تړلې دي چې له سببه يې مسافر په ځانګړي ډول ناروغانو، ښځو ،ماشومانو او سپين ږېرو ته زيات تکليف جوړ شوی"

د جعفرخان په خبره پاته شوي کانديدان او سياسي ګوندونو په انتخابي نتيجو کې د درغليو تور د پاکستان پر اسټېبلشمنټ او د اليکشن کميشن لخوا ګمارل شويو انتظامي افسرانو لګوي،
"دوی وايي اسټېبليشمنټ او ار او او ډي ار او رېګينګ( درغلی) کړی، ځکه دوی اوس پر احتجاج دي."
د اليکشن کميشن او پاکستان اسټېبلشمنټ يا پوځ له لوري د سياسي ګوندونو د تورونو په اړه کوم دريځ مخې ته ندی راغلی، خو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي تيره ورځ په کوټه کې په خبري کانفرنس کې ويلي،

" که څوک د درغليو تورونه پورې کوي او هغه کوم ثبوت لري نو د قانون او ايین له لارې دې اليکشن کميشن، هايي کورټ او سپريم کورټ ته لاړ شي، ګني هسې تورونه لګول د ملک د دوښمنو قوتونو کار دی."

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ لپاره په لومړيو غېر سرکاري او غېر حتمي نتيجو کې اعلان شويو کانديدانو کې د پاکستان پيپلز پارليماني ګوند 11 ، جميعت علما اسلام (ف) 11، مسلم ليګ ن 10، بلوچستان عوامي ګوند څلور، د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ګوند نېشنل پارټۍ درې، عوامي نېشنل ګوند دوه، بي اين پي عوامي، بي اين پي مېنګل، جماعت اسلامي، او حق دو تحريک يوه يوه څوکۍ تر لاسه کړې.

رپورټونه دې چې شپږ کانديدان په ازاد حېثيت کې کاميابه شوي.

د قامي اسمبلۍ لپاره پاکستان مسلم ليګ ن څلور، جميعت ف درې، پي پي پي دوه، بي اين پي مېنګل يو، بلوچستان عوامي پارټې يو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند يو يو، د پاکستان تحريک انصاف ملاتړی کانديد، او يو ازاد کانديد کاميابه شوي.

د قامي اسمبلۍ کانديد پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چېرمين خوشحال خان کاکړ په لومړيو پايلو کې بريالی اعلان شوی خو په تازه رپورټونوکې د هغه په مقابل کې د جميعت علما اسلام د کانديد د کاميابه کېدو خبرونه راروان دي.

ځينې سرکاري چارواکو د دې خبر پخلی کړی خو ډيوه تر اوسه د دې سرکاري نوټيفيکېشن ندی تر لاسه کړی.

د ياد ګوند لخوا څخه پر ټولنيزو رسنيو د احتجاج په توګه د پښتني سيمو بېلا بېلې لارې د تړلو تازه ويډيو خپرېږي.

د ګوند چارواکو په سیمه کې د ډیوې خبریال ته ویلي، چې "ږوب،‌ قلعه سیف الله، مسلم باغ، کچلاک، میختر، یارو، رکنی، دکی، لورلايې مکمل بند دي، زمونږ سیټ به مونږ ته راکوي."

په پښتنو او بلوڅو نامتو مشرانو کې محمود خان اڅکزی، سردار اختر مېنګل د قامي اسمبلۍ لپاره کاميابه شوي، د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ پر قامي اسمبلۍ پاته شوی خو د صوبايي اسمبلۍ لپاره کاميابه شوی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG