لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د ووټونو د بیا شمېرنې د امر له رد کېدو سره امیدواران اندېښمن شوي دي


د پاکستان الېکشن کمېشن د بلوچستان اسمبلۍ په اتو حقلو کې د ووټونو د بیا شمېرنې امر چې خپله یې تېره ورځ ورکړی وو رد کړی او له دې سره امیدروان زیات اندېښمن شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ له ۳۷ حلقې مستونګ څخه د پاکستان تحريك انصاف امیدواره زولېخا عزيز مندوخيل وايي،‌

"الېکشن کمېشن د خپل وېب سایټ هم نه دى پابند،کله يو شې ورکړي کله بل، بيا بيرته ختم کړي چې اميد نه لرو. د بيا شمېرنې امر ورکړ بېرته یې واخېست، زه دا پيغام ورکوم که چېرې تاسو د عوامو ووټو مېنډېټ غلا کړې بيا به د عوامو رد عمل ډېر سخت وي."

کمېشن تېره ورځ ویلي وو، د بلوچستان حلقه پی بی 40 کوټه، پی بی 41کوټه، پی بی 43 کوټه، د بلوچستان حلقه پی بی 48 پشین، پی بی 49 پښيڼ ، حب پی بی 50 قلعه عبدالله, پی بی 51 چمن په شمول و ټولو ته په یو لیکلي امر کې دغو حلقٶ د رټرننګ افسرانو ته ويل شوي چې په يادو حلقو کې د کانديدانو له خوا د بيا شمېرنې غوښتنه شوې او د قانون له مخې باید ترسره شي.

کانديدان دعوه کوي چې له دوى سره ډېرې درغلۍ شوې دي، چې په تاريخ کې یې بيلګه نشته.

د ژوب د صوباؽي اسمبلۍ حلقه 2 ازاد کانديد مېټاخان کاکړ وايي،

"زموږ نه پولنګ کې رابند کړل په ښار کې په هغه کې ډير کم ووټ وکارول شو، څلور کاپې د ووټونه موږ نېولى دى، د دې پلټنې دى وشي، پر نه پولېنګ دى بېرته انتخابات تر سره شي ."

بې اين پي مېنګل وايي، چې تېر ه ورځ ورسره دوه چوکې وې اوس بېرته یوه شوه.

د صوبايي اسمبلۍ د کوټې کانديد ملک نصير شاهواني وايي،

"بلوچستان کې لومړى ځل دی، چې په وار باندي کامياب کانديدان بدلوى."

د انتخاباتو د څار ادارې وايي چې د رایو د نتیجو د ځڼد له کبله په خلکو کې تشويش را پيدا شوی دی.

د فافن غړي ډاکټر نصرالله وايي،

"قانون دا وو چې دوى به په شپږو ساعتونو کې غېر حتمي نتيجه راکوله مګر له دو ورځو بعد هم د ځینو نتیجې رانغلې، د نتیجو بدلېدو مختلف وجوهات کېداشي، چې څومره ځنډ رامخ ته کېږې شک او شبوهات زياتېږي."

بلوچستان کې هم له دې کبله د صوبې پر شلو ځایونو باندي قامي لویې لارې د احتجاج په توګه تړل شوي چې له سوبه یې خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ دى.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG