لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو د پلټنو غوښتنه کړې 


امریکې د پاکستان په انتخاباتو کې په مبيينه توګه د درغليو د تورونو په بشپړه توګه د پلټنو غوښتنه کړې ده. د پاکستان نګران وزيراعظم ویلي، که پلټني کوي نو د امریکې، برتانيې او يورپي يونين په غوښتنه یې نه کوي بلکې په خپله طريقه کار به یې کوي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات وشول. بېلابيل سياسي ګوندونو نه يواځې د قومي اسمبلۍ په کچه بلکې د صوبو په کچه هم په دغو انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د درغليو د تورونو په سر او ځينې نتيجو بدلولو په سر احتجاجونه دوام لري.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر د ګل/ دوشنبې په ورځ اوونيزه خبري غونډه کې د پاکستان د انتخاباتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

هغه ويلي، "د پاکستان په انتخابي عمل کې د ځينې ګډوډيانو، چې مونږ یې مشاهده کړې په دغه اړه مو پاکستان خبر کړی دی چې د خلکو د رايو درناوی دې وشي."

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر
د امریکا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر

ميتهيو میلر ويلي، "مونږ دا يقيني کول غواړو چې د لاسوهنې او ټګۍ کوم تورونه مخې ته راغلي د پاکستان د قانون لاندې دې د هغې پلټنې وشي او مونږ به په راتلونکو ورځو کې دا په نظر کې ساتو".

هغه زیاته کړې، امریکا جمهوري عمل ته درناوی لري "او تر کومې پورې چې د (پاکستان د) نوي حکومت خبره ده، د پاکستان ولس چې څوک منتخب کوي مونږ به د هغه حکومت سره کار کوو".

نوموړي پوښتنو ته د ځوابونو ويلو سره د پاکستان ولس ته په انتخاباتو کولو اومبارکي هم ویلې ده.

له دې وړاندې هم امریکې، يورپي يونين او برتانیې د پاکستان په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو د ګډون په نشتوالي او موبايل ټيليفون او انټرنېټ په بنديز ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د انتخاباتو په وخت د ناامنۍ پېښې شوي، موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی وو. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، انټرنېټ د ترهګرۍ د خطرې له امله بند کړی شوی وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرون د ګل/دوشنبې په ورځ يوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو په کې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.

هغه زياته کړې، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.

هغه ويلي، که د انتخاباتو په اړه پلټنې هم کوي، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.

د پاکستان الېکشن کمېشن هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.

په اېکس خپره کړې خبر پاڼه کې الېکشن کمېشن ویلي، د انتخاباتو په کولو او انتخابي عمل کې ورته ګڼ چېلنجونه ورمخې ته وو، خو بيا یې هم انتخابات په ټاکلې نېټه کړي دي.

الېکشن کمېشن د انتخابي عمل په اړه تفصيل وړاندې کړی او ويلي يې دي، "الېکشن کمېشن د درغلو تورونه يکسره ردوي د يوې نيمې پېښې نه انکار نه کوي او د هغې دپاره خپل فورمونه شته الېکشن کمېشن هلته شکايتونه اوري او سمدستي فېصلې پرې اوروي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG