لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مرکزي حکومت جوړولو دپاره د سياسي ګوندونو غونډې روانې دي


پاکستان کې د مرکزي حکومت جوړولو دپاره د سياسي ګوندونو غونډې دوام لري، د قومي اسمبلۍ زياتې څوکۍ ترلاسه کوونکو ګوندونو ويلي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ مهمې پرېکړې اعلانوي.

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرستيال سيکرټري جنرل عطار تارړ ويلي، "د پيپلز ګوند او اېم کيو اېم سره زمونږ د مشورو سلسله روانه ده، د وزيراعظم دپاره د امېدوار اعلان به په اتفاق رای او مشورې سره کولی شي".

پرون د پاکستان پيپلز ګوند د مجلس عامله غونډه شوې، او د ګوند مشرانو یې ويلي، په غونډه کې "په انتخاباتو کې د شوي ګډوډي جاج اخستل شوی د انتخاباتو په حواله په څلورو واړو صوبو کې تحفظات دي، کميټي جوړولی شي د ټولو سياسي ګوندونو سره به رابطې کوي، د سي اي سي غونډه به نن (د سه شنبې) په ورځ روانه وي او د هغې وروسته به حمتي اعلاميه جاري کولی شي".

او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان ويلي، "مونږ به د کوم سياسي ګوند سره يو ځای کيږي د دې فېصله به نن د عمران خان سره په ملاقات کې کيږي، د دې نه علاوه د وزيراعلا، سپيکر، ډپټي سپيکر او وزيراعظم د امېدوارانو اعلان به هم په ورځ، دوه کې وشي".

له دې وړاندې د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند او پاکستان پيپلز ګوند مشرانو ليدلي او په ګډ بيان کې یې ويلي وو، د دواړو ګوندونو د مشرانو په سياسي مرسته باندې اصولي اتفاق شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهرعلي خان ويلي وو، په دوه ورځو کې به د مخصوصو څوکو د ترلاسه کولو او د پارليماني ګوند جوړولو دپاره په يو سياسي ګوند کې د شاملېدو فېصله وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند امېدوارانو په انتخاباتو کې په ازاد حيثيت برخه اخستې ځکه د ګوند څخه انتخابي نخښه اخستل شوې وه.

د پاکستان الېکشن کمېشن د اتمې فرورۍ د قومي اسمبلۍ په ۲۶۵ څوکو شوو انتخاباتو کې د ۲۶۴ څوکو غېر حتمي نتيجې اعلان کړي دي.

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو نتيجو ترمخه، ۱۰۱ څوکۍ ازادو امېدوارانو، ۷۵ مسلم ليګ ن ګوند، ۵۴ پاکستان پيپلز ګوند، ۱۷ متحده قومي مومنټ، څلور جمعيت علما اسلام، درې پاکستان مسلم ليګ، استحکام پاکستان او بلوچستان نيشنل ګوند دوه دوه څوکۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، نيشنل پارټۍ بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ضياالحق او مجلس وحدت المسلمين يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.

پاکستان کې ترسره شوو انتخاباتو باندې په څلورو واړو صوبو کې د بېلابيلو سياسي ګوندونو لخوا نيوکې روانې دي چې درغلي شوې او نتيجې ګډې وډې کړل شوي دي، د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجونه هم دوام لري.

خو د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي د انتخاباتو په کولو او انتخابي عمل کې ورته ګڼ چېلنجونه ورمخې ته وو، خو بيا یې هم انتخابات په ټاکلې نېټه کړي دي.

الېکشن کمېشن د انتخابي عمل په اړه تفصيلي خبر پاڼه کې ويلي، "الېکشن کمېشن د درغلو تورونه يکسره ردوي د يوې نيمې پېښې نه انکار نه کوي او د هغې دپاره خپل فورمونه شته الېکشن کمېشن هلته شکايتونه اوري او سمدستي فېصلې پرې اوروي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG