لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څوک به پاکستان کې مرکزي او صوبايي حکومتونه جوړوي؟


په قامي اسمبلۍ کې مسلم لیګ (ن) 75، پيپلز ګوند 54، اېم کیو اېم 17 او د دوی نورو همخیالو ګوندونو هم څوکۍ ګټلي. دا شمېرې ښيي چې که دوی وغواړي نو اسلام اباد کې مخلوط حکومت جوړولی شي.
په قامي اسمبلۍ کې مسلم لیګ (ن) 75، پيپلز ګوند 54، اېم کیو اېم 17 او د دوی نورو همخیالو ګوندونو هم څوکۍ ګټلي. دا شمېرې ښيي چې که دوی وغواړي نو اسلام اباد کې مخلوط حکومت جوړولی شي.

د عمومي انتخاباتو نتیجو (پایلو) د پاکستان د راتلونکي پارليمان (قامي اسمبلۍ) سیاسي نقشه د مخکې نه لا زیاته تته کړې او د درېو غټو سیاسي ګوندونو تحریک انصاف، مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ، تر منځ د واک لپاره روانې سیالۍ سیاسي مېدان تر اوسه ګرم ساتلی دی.

د قانوني چېلنجونو سره مخ تحریک انصاف چې کله د نهې/سه شنبې په ورځ وويل چې مرکز او پنجاب کې به د اسلام پالې مجلس وحدت المسلمین او خېبر پښتونخوا کې بل اسلام پالي ګوند جماعت اسلامي سره ملګری کيږي نو داسې ښکارېدل چې کېدای شي د تحریک انصاف ملاتړي کامیاب غړي به په دوو صوبو او مرکز کې حکومت جوړ کړي خو د شپې ناوخته د مسلم لیګ (ن) او پيپلز پارټۍ تر منځ جوړجاړي راتلونکې سیاسي او پارليماني نقشه د سترګو په رپ کې بدله کړه.

د پيپلز ګوند اصف علي زرداري او د مسلم لیګ (ن) شهباز شريف په لاهور کې د اېم کیو اېم د مشرانو سره په ګډه خبریالانو ته وويل چې حکومت به دوی جوړوي. ښاغلي زرداري د خبرو په سر کې وويل،

"مونږ فېصله کړې چې په ګډه به حکومت جوړوو. او که د خدای رضا وه نو پاکستان به د مشکل نه وباسي".

په قامي اسمبلۍ کې مسلم لیګ (ن) 75، پيپلز ګوند 54، اېم کیو اېم 17 او د دوی نورو همخیالو ګوندونو هم څوکۍ ګټلي. دا شمېرې ښيي چې که دوی وغواړي نو اسلام اباد کې مخلوط حکومت جوړولی شي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د ملاتړو کامیابو ازادو غړو شمېر 93 دی. دا ډله تر بل هر ګوند ډېر غړي لري خو که يوازې مسلم ليګ (ن) او پیپلز ملګري شي نو د تحریک انصاف ازاد غړي بیا دې سیالۍ کې پاتې ښکاري. او داسې برېخي چې د حکومت جوړولو لپاره د وړو ګوندونو سره ملګرتیا به ورته د مرکزي حکومت تر لاسه کولو کې مرسته ونکړای شي.

کېدای شي دغه یو علت وي چې د اصف علي زرداري د اعلان وروسته، تحریک انصاف په اېکس (پخواني ټويټر) يو پوسټ کې په مخالف ګوندونو د مېنډېټ (د خلکو د ورکړل شوو رایو) د غلا کولو تور پورې کړو.

د اصف علي زرداري او د شهباز شریف د خبرو سره سم د مسلم لیګ (ن) ویاندې مریم اورنګزېب هم په اېکس اعلان وکړو چې ګوند یې د شهباز شریف د وزیر اعظم او مریم نواز شریف د پنجاب وزیر اعلا جوړولو فېصله کړې ده.

قومي اسمبلي

د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو شوو انتخاباتو کې د 264 څوکو غېر حتمي نتيجې اعلان کړي دي.

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو نتيجو ترمخه، 10 څوکۍ ازادو امېدوارانو (چې زياتره تحریک انصاف پلوه دي)، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، او پاتې بيا نورو ګوندونو ګټلي دي.

د تحریک انصاف امېدوارانو په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې او د پي ټي آی وياند روف حسن پرون په اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې دعوه کړې، د قومي اسمبلۍ 180 څوکۍ یې ګټلي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د وزیراعظم په ټاکنه کې به د مسلم ليګ ن امېدوار ته ووټ ورکوي او زياته کړې یې ده، د مسلم ليګ ن ګوند سره اکثريت نشته خو پي ټي آی ویلي چې د پيپلز ګوند سره خبرې نه کوي.

د پي ټي آی مشر بېرسټر ګوهر علي خان پرون ویلي، عمران خان ورته لارښوونه کړې چې د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم نه علاوه د نورو ګوندونو سره د حکومت جوړولو دپاره رابطې وکړي.

خېبرپښتونخوا

پاکستان تحريک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا د وزيراعلا دپاره د علي امين ګنډاپور نوم اعلان کړی دی.

پاکستان تحريک انصاف ګوند ویلي، په خېبرپښتونخوا کې به د جماعت اسلامي سره په اتحاد کې حکومت جوړوي.

د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه، د خېبرپښتونخوا په 115 څوکو کې په 113 انتخابات ترسره شوي، يوه نتيجه وروسته کړل شوې او په دوو حلقو انتخابات ځنډول شوي وو.

ازادو (تحريک انصاف پلوه) 90 څوکۍ ترلاسه کړي، جمعيت علمااسلام اووه، مسلم ليګ ن پينځه، او پاکستان پيپلز ګوند څلور څوکۍ ګټلي دي. د جماعت اسلامي د درېو څوکو ګټلو ويل شوي خو د سرچينو ترمخه جماعت اسلامي دغه څوکۍ د ووټونو په دويم ځل شمېرنه کې د لاسه ورکړي دي. خېبرپښتونخوا کې تحریک انصاف پارلیمنټيرين دوه او عوامي نيشنل ګوند يوه څوکۍ ګټلې ده.

پنجاب

پاکستان مسلم ليګ ن په پنجاب صوبه کې د وزيراعلا دپاره د مريم نواز شريف نوم اعلان کړی دی.

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه د پنجاب صوبې په 297 څوکو کې په 296 څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې 138 څوکۍ ازادو،137 پاکستان مسلم ليګ ن، لس پاکستان پيپلز پارټۍ، او اته مسلم ليګ (ق) ګټلي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کوي په پنجاب کې به حکومت جوړوي، خو بل لور ته بيا مسلم ليګ ن ګوند وايي، په پنجاب کې ورسره ازاد امېدوار شامليږي او تراوسه پورې د اووه ازادو امېدوارانو شاملېدو دعوه کړې ده.

سيند

د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه د سيند صوبې په 130 څوکو کې 84 پاکستان پيپلز پارټۍ، 28 متحده قومي مومنټ، 13 ازاد، دوه جماعت اسلامي او دوه ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس ګټلي دي.

پيپلز ګوند وايي په سيند صوبه کې به حکومت جوړوي خو د وزیراعلا دپاره یې تراوسه کوم نوم نه دی اعلان کړی.

بلوچستان

د بلوچستان اسمبلۍ د ټولو 51 څوکو نتيجې اعلان شوي، د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علمااسلام 11, 11 څوکۍ ګټلي، لس څوکۍ پاکستان مسلم ليګ ن، شپږ ازاد، څلور بلوچستان عوامي پارټۍ، درې نيشن پارټۍ، دوه عوامي نيشنل ګوند، بلوچستان نيشنل پارټۍ، بلوچستان نيشنل پارټۍ (عوامي)، حق دو تحريک بلوچستان او جماعت اسلامي يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.

بلوچستان صوبه کې اکثره اتحادي حکومتونه جوړيږي تراوسه پورې لا يو ګوند هم په بلوچستان صوبه کې د حکومت جوړولو څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG