لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې او مصر رهبران له اسرایلو سره د غزې په رفح کې د عملیاتو پر درولو کار کوي


د دواو مشرانو دغه انځور د ۲۰۲۴ د فیبرورۍ په ۱۴ نېټه د قاهرې په اتحادیه ماڼۍ کې اخېستل شوی.
د دواو مشرانو دغه انځور د ۲۰۲۴ د فیبرورۍ په ۱۴ نېټه د قاهرې په اتحادیه ماڼۍ کې اخېستل شوی.

واشنګټن – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان او د هغه مصری سیال عبدالفتاح السیسي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په قاهره کې خپلې هڅې سره یوځای کړي او د حماس پرضد یې د غزې ښار په جنوبي برخو کې د اسرایلو د زیاتېدونکو عملیاتو بندېدل غوښتي.‌

د اردوان دغه سفر په داسې حال کې شوی چې د انقرې او قاهرې ترمنځ اړیکې له کلونو ناخوالو او ستونزو وروسته بېرته ښې شوي.

ترکیه د اوږدې مودې راهیسې د اخوان المسلمین ډلې ملاتړ کوي چې په مصر کې یوه غیر قانوني ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

دا له یوې لسیزې زیات وخت کېږي چې د ترکیې رهبر د مصر له پلازمېنې څخه لیدنه کوي.

تر دې مخکې اردوان د نهې یا سې شنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته تللی و او هلته یې له ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان سره وکتل.‌

د مصري رسنیو د راپور له مخې، اردوان له السیسي سره د قاهرې په اتحادیه ماڼۍ کې ولیدل.

السیسي وروسته بیا په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د هغوی خبرې په دوه اړخیزو اړیکو او سیمیزو ننګونو باندې څرخېدې، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې د درېدو په اړه.

السیسي وویل،

"مونږ په غزه کې د یو بیړني اوربند پر اړتیا موافقه وکړه او دا اړتیا چې په لویدیځه غاړه کې ارامي ترلاسه شي." د اسرایلو او فلسطینیانو د سولې خبرې بیا پیل شي چې وروستۍ موخه یې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل وي.

د مصر او ترکیې اړیکې وروسته له هاغې خرابې شوې کله چې د مصر پوځ په ۲۰۱۳ کال کې ولسمشر مورسي چې د اخوان المسلمین لخوا یې ملاتړ کېده له واکه لېرې کړای شو او بیا دغلته تر یوه کاله پورې سختې مظاهرې وشوې.

د تېرو څو کلونو راهیسې انقرې د السیسي په حکومت باندې نیوکې بندې کړي او داسې ښکاري چې کوښښ کوي له مصر او نورو عربو هېوادونو سره اړیکې بېرته جوړې کړي.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې اردوان او السیسي څخه په قطر کې د نړیوال کپ په سیالیو کې د روغبر پر وخت انځور اخېستل شوی و.

د غزې جګړه یوه مهم پړاو ته رسېدلې او اسرایلو خپل عملیات د غزې هغې برخې ته غځولي دي چې له مصر سره د پولې په اوږدو کې پرته ده، چېرې چې ۱.۴ میلیونه کسان چې د غزې نیمايي شمېر خلک کېږي په کېږدیو او سرپناو کې راټول شوي دي.

اردوان چې له السیسي سره یې په خبري غونډه کې خبرې کولې د اسرایلو له وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو څخه وغوښتل چې په رفح کې له ځمکنیو عملیاتو ډډه وکړي او اسرایلي حکومت یې په دې تورن کړ چې په غزه کې "قتل عام" ترسره کوي.

هغه وویل، "له خلکو څخه د غزې د خالي کولو هڅې د منلو وړ نه دي."

مصر اندېښنه لري چې په رفح کې عملیات به په لکونو بې ځایه شوي فلسطینیان له پولې پورې غاړې د مصر سینای ټاپو ته ټیلوهي.

مصر ګواښ کړی چې دوی به له اسرایلو سره د لسیزې راهیسې د سولې تړون وځنډوي.

مصر له قطر او امریکا سره په ګډه په دې کار او کوښښ کوي چې یو اوربند رامنځ ته شي او د حماس لخوا پاتې نیول شوې ۱۳۰ بندیان خوشې کړای شي.

په دې اړه په قاهره کې د نهې یا سې شنبې په ورځ هم مذاکرات وشول خو د مثبتو پایلو کومه نخښه یې ښکاره نه شوه.‌

جګړه د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې د حماس له برید سره پیل شوه په کوم کې چې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ژوبل شول.‌

په دغې جګړه کې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۸۰۰۰ څخه اوښتی دی او د غزې څلورمه برخه خلک له ولږې سره مخ دي.

اردوان د نهې یا سې شنبې په ورځ په دوبۍ کې په یوې نړیوالې سرمشریزه کې وویل، "مخکې له دې چې سیمه له لا سختو ګواښونو سره مخ شي، مونږ باید په غزه کې ټول وژنه ودروو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG