لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان 2024م انتخابات فافن رپورټ: د ووټرانو زياتېدو باوجود کمې رای ورکړل شوي


پاکستان کې په انتخاباتو نظر لرونکې ادارې فافن د اتمې فرورۍ 2024م د انتخاباتو په اړه جايزه رپورټ خپور کړی، چې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې ټرن اوټ يا د اچول شوو مجموعي رايو شرحه 47.6 فيصده وه، کومه چې په 2018م کې 52.1 فيصده وه.

فافن ويلي، په ملک کې د دولسمو عامو انتخاباتو، چې په اتمه فرورۍ 2024م ترسره شوي،60.6 ملينه ووټرانو پکې د رای ورکولو حق کارولی دی.

د رپورټ ترمخه، د 2018م په مقابله کې د 2024م په انتخاباتو کې خواوشا 5.8 ملينه زياتو خلکو رای ورکړي، په 2018م کې 54.8 فيصده رای ورکړل شوې وې.

په رپورټ کې زیاته کړل شوې، باوجود د دې چې د ووټرانو شمېره زياته شوې خو د کال 2018م په انتخاباتو کې ورکړل شوو رايو چې 52.1 فيصده وې، په مقابله کې د 2024م په انتخاباتو کې 47.6 فيصده رای ورکړل شوي دي.

فافن ويلي، د 2018م په انتخاباتو کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 106 ملينه او په 2024م کې دا شمېره 128.6 ملينو ته رسېدلې، د دواړو انتخاباتو په مينځنۍ موده کې 22.6 ملینه ووټران سېوا شوي دي.

د فافن په رپورټ کې ویل شوي، د قومي اسمبلۍ په حلقو کې تر ټولو زیاتې رای د سيند صوبې په تهرپارکر کې د اېن اې 214 په حلقه ورکړل شوي 70.9 فيصده ريکارډ شوي دي.

او د قومي اسمبلۍ په حلقو کې تر ټولو کمې رای د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان په حلقه اېن اې 42 ورکړل شوي چې 16.2 فيصده وې.

ويل شوي خېبرپښتونخوا کې د 2024م په انتخاباتو کې د ورکړل شوو رايو شرحه 39.5 فيصده وه او په 2018م کې دا شرحه 44 فيصده وه، د رپورټ ترمخه د سړو د رايو شرحه په 2018م کې 51.8 فيصده او په 2024م کې 46.6 فيصده ریکارډ شوې، دغه ډول د ښځو د رايو شرحه د 2018م په انتخاباتو کې 32.9 او په اوسنيو انتخاباتو کې 30.9 فيصده مخې ته راغلې ده.

د رپورټ ترمخه يواځې په اسلام اباد کې د ورکړل شوو رایو شرحه سېوا شوې ده، په 2018م کې د سړو د رايو شرحه 62.2 فيصده او په اوسنيو انتخاباتو کې 63.7 فيصده وه، دغه ډول په 2018م د ښځو د رايو شرحه 53.7 فيصده او په 2024م کې 58.2 فيصده وه.

د فافن په رپورټ کې په بلوچستان، پنجاب او سيند صوبه کې هم د کمو رایو شرحه ښکاره کړل شوې ده.

په رپورټ کې په ملک کې د مجموعي ورکړل شوو رايو په حواله ویل شوي، په ټول ملک کې په کال 2018م کې د سړو د رايو شرحه 55.6 فيصده او اوس 51.6 فيصده وه، او په 2018م کې د ښځو د رايو شرحه 46.5 فيصده او په 2024م کې 42.6 فيصده وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG