د ایکانومسټ انټلیجنس یونټ لخوا جاري کړل شوي راپور کې ویل شوي د نړۍ صرف 8 فیصده خلک د مکمل جمهوري حکومت لاندې دي.
په نړۍ کې د جګړو له کبله په کال 2023 کې د جمهوري اقدارو کچه د امرانه حکومتونو لخوا د سختو رویو او په سیاسي ګوندونو د باور کمېدو په سبب غورزېدلې ده.
یادې ادارې د نړۍ په 165 خپلواکه هیوادونو کې د جمهوري اقدارو مطالعه کړې. دوی د حکومتونو وېش په څلور اقسامو کړی چې پکې مکمل جمهوریت، ناقص جمهوریت، هایبرډ حکومت او امرانه حکومت شامل دي.
تر ټولو اول په مکمل جمهوريتونو کې درې هیوادونه ناروې، نیوزیلېنډ او ایسلېنډ دي او په لاندینیو دریو کې شمالي کوریا، میانمار او افغانستان دي.
په اېشیايي هیوادونو کې پاکستان په لوی بدلون سره 11 نمبر لاندې تللی او د هایبرډ نه د امریت برخې ته غورزېدلی.
دغسې د سیمې په 28 کې د نیمی نه زیاتو هیوادونو کچه په ښکته تللې او صرف په اته هیوادونو کې ښه والی راغلی.
پاکستان یو د شپږ هغو هیوادونو څخه یو دی چرته چې هغوي پوره د یو کلاس نه بل ته تللی.
په نورو پینځه هیوادونو کې یونان دی چې مکمل جمهوریت ته اوښتی، پاپوا نیوګېني او پیراګوی د هایبرډ نه ناقص جمهوریت ته اوښتی او انګولا د آمرانه حکومت نه هایبرډ حکومت ته تللی دی.
په جمهوري اقدارو کې د کمي سبب ته په اشارو کې انتخابات او اجتماعيت او د حکومت د چلولو پروسو په اړه ذکر شوی.
د ایکانومسټ انټیلیجنس په ګوټه کړې چې په دغه کې د پوځ په سیاسي چارو کې د مداخلت يې یو سبب دی، مطلب دغلته انتخابونه د شفافه او بې طرفه کېدلو نه ډېر لرې تر سره کیږي.
Forum