لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل وزیراعظم د حماس سره د مذاکراتو دپاره فرصتونه ختم کړل


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د غزې د ډزبندۍ په باب د خبرو دوام هېڅ فایده نلري، او د حماس ډلې مطالبې یې "اوهام" یا فریبي خیالات وبلل.

نېتنیاهو وویل چې یوه سفارتکاري معامله صرف د نېغ په نېغه مذاکراتو د لارې ممکنه ده، هغه هم بغیر له هېڅ پیشکي شرطونو څخه.

د اسرایل وزیراعظم چې د خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هغه مرکچیان د ډزبندۍ خبرو دپاره قاهرې ته لېږلي و، ځکه د امریکا صدر جو بایډن داسې غوښتنه کړې وه، مګر نېتنیاهو څرګنده کړه چې دا خبرې د تعطل ښکار شوي دي.

حماس ډلې د خالي/شنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې د ډلې مشر اسماعیل هنیه په غزه کې د یوې ډزبندۍ د پرځای کولو په ناکامه کېدو کې، اسرایل ملامته ګرځولی دی.

د اسماعیل هنیه وینا ده چې حماس به د شخړو د مکمله ختمېدو، د غزې نه د اسرایلي عسکرو د وتلو، او "د غیرعادلانه محاصرې د ختمېدو" نه بغیر په بل هېڅ شي راضي نشي. د حماس بله مطالبه دا ده چې د اسرایل په جېل کې د ډېر وخته بندیوان فلسطینیان دې هم آزاده کړی شي.

د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د دې مذاکراتو په پرمختګ باندې احتیاط څرګند کړ.

آل ثاني د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: "په دې وروستیو څو ورځو کې چې څه مخې ته راغلي، ډېر امیدبخښونکي ندي، مګر لکه څنګه چې ما همیش تکرار کړې، مونږ به تل خوشبینه پاته کېږو او تل به ټینګار جاري ساتو."

شیخ محمد آل ثاني، چې د وزیراعظمۍ د عهدې ترڅنګ د قطر خارجه وزیر عهده هم لري، وویل چې دوه اهم موضوعات په غزه کې بشري حالات، او د هغو فلسطینیانو شمېر دی چې د حماس په ولقه کې د یرغمل شوو کسانو سره به په تبادله کې آزاده کیږي.

د غزې په اړه مذاکراتو کې چې د قطر، مصر، اسرایل او امریکا چارواکي په کې شامله دي، تر اوسه د ډزبندۍ په اړه هېڅ کوم پرمختګ ندی لیدل شوی.

خان یونس روغتون کې ګرفتارۍ

د اسرایل پوځ د خالي/شنبې په ورځ وویل چې عسکرو یې د سلو (۱۰۰) نه زیات کسان چې "د ترهګري عمل" شک ورباندې کېده، د خان یونس په ناصر روغتون کې د چاپۍ وهلو پر مهال ګرفتاره کړي دي. دا په غزه کې اوس مهال تر ټولو لوی فعاله روغتون ګڼل کیږي.

اسرایلي ځواکونو وویل چې دوی په هغه روغتون کې وسلې او همدا راز "دوایانې چې د اسرایلي یرغمل کسانو نومونه ورباندې لیکل شوي" موندلي او روغتون ته څېرمه یې وسله وال کسان هم وژلی دي.

د اسرایل پوځ وایي، عسکر یې پس د هغه ناصر هسپتال ته ننوتل چې "معتبره استخباراتي معلومات" یې حاصل کړل چې ګني د اکټوبر په ۷مه د ترهګري حملو په وخت یرغمل شوي اسرایليیان هلته ساتل کېدل او د ځینو جسدونه یې ممکن اوس هم په هغه روغتون کې موجود وي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو – آی ډي اېف – دا تورونه رد کړي دي چې ګني عسکرو یې د ناصر هسپتال د بجلۍ جنرېټرونه په نښه کړي دي. آی ډي اېف ټینګار کړی چې دوی ډېر کوشش کړی د روغتون بجلۍ بحاله پاته شي، او دې دپاره یې ځانه سره یو بل جنرېټر هم وروړی دی.

د صحت د نړېوالې ادارې یو ترجمان، طارق یسارویچ د جمعې په ورځ د اسرایلي ځواکونو حملې وغندلې او ویې ویل: "مریضان، د صحت کارکنان او اولسي خلک چې په روغتونونو کې پناه اخلي، د تحفظ مستحق دي، نه دا چې د علاج په دې مرکزونو کې ښخ کړی شي."

د بې سرحده ډاکټرانو تنظیم هم وویل چې صحي کارکنان یې مجبوره کړی شوي چې وتښتي او مریضان یوازې پرېږدي، او یو کارکن لادرکه شوی او بل یو اسرایلي ځواکونو ګرفتاره کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG