لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل ګواښ کړی چې که یرغمل کسان یې آزاد نشي، په روژې میاشت کې به په رفح حمله وکړي


اسرایلي ځواکونو د ګل/دوشنبې په ورځ د غزه پټۍ په جنوبي علاقو باندې هوایي او ځمکني بریدونه وکړل، او په همدې حال کې د حماس د ولقې لاندې صحت ادارې ویلي چې د اکټوبر میاشتې راهیسي د وژل شوو فلسطینیانو شمېر له نهه ویشت زرو (۲۹۰۰۰) اوړېدلی دی.

د اسرایل پوځ وویل چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې په خان یونس باندې چې د غزې په جنوب کې لوی ښار دی، حملې کړي دي. بل طرف ته خان یونس ته نږدې په رفح ښار باندې د اسرایل د مجوزه حملې په باب نړېوالو فکرمندي ښودلې ده. په رفح کې اوس مهال شاوخوا یو نیم میلین فلسطینیان دېره دي چې اکثره د غزې د شمالي علاقو نه د جنګ د یرې هلته تللي دي.

د خان یونس ښار د ناصر هسپتال دننه او شاوخوا جګړه تېزه شوې ده. د صحت عالمي اداره وایي چې دا روغتون نور د کاره لوېدلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګ کوونکې ادارې (اونچا) ویلي چې د ناصر هسپتال نه د پاته ناروغانو د اېستلو په باب مذاکرات روان دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د صحت عالمي ادارې – ډبلیو اېچ او - او د فلسطین حلال احمر ادارې د ناصر هسپتال نه څوارلس (۱۴) مریضان د غزې نورو موقتي روغتونونو ته ولېږدول.

د ډبلیو اېچ او مشر ټېډراس ادهانوم ګېبریسوس د ګل/دوشنبې په ورځ په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې یو پوسټ کې ولیکل چې د ۱۸۰ نه زیات مریضان او ۱۵ ډاکټران او نرسان لا اوس هم په ناصر روغتون کې دننه ګېرپاته دي او هغه روغتون کې تېل او نور بنیادي ضروریات هم په ختمېدو دي.

د ملګرو ملتونو ادارو ویلي دي چې د غزې پټۍ په ماشومانو ، مېندوارو ښځو او شېدو ورکوونکو ښځو کې خوارځواکي (غذائیت) په سېوا کېدو دی. د غزه په شمالي علاقو کې حالات ډېر بدتره دي او د هفتو راهېسي هلته څه امداد ندی رسېدلی. د بشري امداد ادارې وایي چې که د امداد رسول کړی شي او لاره یې پرانېستل شي، نو غزه کې دغه ناوړه بشري حالت بالکل د مخنیوي دی.

د رپوټونو ترمخه، د اسرایل شمال پلو د لبنان په جنوبي علاقو کې هم اسرایلي ځواکونو بمبارۍ کړې دي. هلته کې د تېرو څو میاشتو راهېسي د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله ډلې ترمنځ د ګوله باریو تبادله روانه ده.

رفح ته خبرداری

د اسرایل رېټایرډ جنرل بیني ګنتز چې د وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د جنګ کابینې کې شامل دی، د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که حماس ډله د روژې میاشتې د رارسېدو نه وړاندې په غزه کې ساتل شوي یرغمل کسان آزاد نکړي، "جنګ به د رفح سیمې ته وغځول شي." د روژې میاشت شاوخوا د مارچ په لسمه نېټه رارسېدونکې ده.

ګنتز وویل چې په رفح کې د اسرایلي قواوو هر ډول عملیات به د مصر او امریکا سره په هماهنګۍ وشي چې د خلکو د انخلا سهولیات فراهم کړی شي او "د امکان تر حده پورې د اولسي خلکو مرګ ژوبله کمه وساتلی شي."

د ملگرو ملتونو چارواکو په تکرار سره ویلي دي چې د عامو فلسطینیانو دپاره د غزې هېڅ علاقه محفوظه نده پاته. مصر، چې د غزې رفح ښار سره یوه وړه مشترکه پوله لري، خپلې خاورې ته د فلسطینیانو د انخلا خلاف غږ پورته کړی او وایي چې دا به د خلکو جبري بېځایه کول وي. اسرایل دا خبره نه مني چې ګني د خلکو د جبري بېځایه کولو نیت لري.

د سټلایټ په تازه تصویریونو کې داسې ښکاري چې مصر د غزې سرحد ته نږدې پخپله خاوره کې د یو جګ امنیتي بفر زون په جوړولو لګیا دی چې هسې نه د غزې ښار نه ډله ییز فلسطینیان ورمات شي.

نېتنیاهو د اتوار/یکشنبې په ورځ بیا هم ټینګار وکړ چې اسرایل غواړي د حماس د ختمولو په خاطر چې څه کار یې شروع کړی و، هغه مکمله کړي.

اسرایل په غزه کې پوځي کاروایي پس د هغه پیل کړه چې د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې جنګیالیو د اسرایل په جنوبي علاقو ناڅاپي بریدونه وکړل، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او قریب ۲۴۰ نور یې ځان سره یرغمل یووړل. د یرغمل شوو تنانو له ډلې نه یو سل او دېرش (۱۳۰) تنان یې تر اوسه په غزه کې دي، چې دغو کې داسې باور کیږي چې دېرش تنه یې مړه شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG