لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فچ: د انتخاباتو نتیجې اؤ سیاسي بې باوري آی اېم اېف سره د پاکستان د تړون هڅې پېچلې کولی شي


د درجه بندۍ نړیوالې ادارې "فچ" خبرداری ورکړی چې پاکستان کې د انتخاباتو نتیجې اؤ د هغې له امله رامنځته شوی د سیاسي بې باورۍ وضعیت نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دغه هیواد د پور د تړون هڅې پېچلې کولی شي.

پخپل یو تازه رپورټ کې فچ ویلي دي چې آی ایم ایف سره د پاکستان د لنډ مهاله پور یا اسټینډ بائي ارینجمنټ موده د مارچ په میاشت کې پائ ته رسي اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې سره یو نوی تړون د پاکستان د اقتصادي صندوق د کونجۍ په مانا دی.

رپورټ وایي که چرې پاکستان په راتلونکو څو میاشتو کې د آی ایم ایف نه پور ترلاسه هم کړي نو راتلونکو مذاکراتو کې ناکامي به د پاکستان په مالي سرچینو د فشار اؤ د ډیفالټ یا سقوط امکان کې د اضافې لامل شي.

د درجه بندۍ نړیوالې ادارې منلې ده چې په اوسنیو میاشتو کې د پاکستان بهرنی پوزیشن یو څه ښه شوی دی.

د فچ تر مخه د پاکستان د دولتي بینک د بهرنیو اسعارو ذخیرې د فرورۍ تر میاشتې سیوا شوي اؤ ۸ اربو ډالرو ته رسېدلي دي چې پروسږکال تر دریمې فرورۍ دا ۲ اعشاریه ۹ اربه ډالرو په ټیټه کچه وې.

رپورټ وایي د متوقع بهرنیو مرستو ترلاسه کولو د ضروریاتو په مقابله کې دا ذخیرې کمې دي اؤ په راتلونکو څو کلونو کې به پاکستان ته په لاس کې د لرونکو ذخیرو نه زیاتې پیسې ستنول یا اداییګۍ کول وي.

فچ وایي د ګڼ اړخیزو اؤ دوه اړخیزو شراکت دارنو نه مالي کومک ترلاسه کول به د پاکستان د راتلونکي حکومت د ایجنډې په سر کې وي.

تر دې وړاندې نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) هم د مالي کال ۲۰۲۴م لپاره د پاکستان د معاشي پرمختیا رفتار کې د کمي پېش بیني کړې ده اؤ د اقتصادي ترقۍ د کچې اندازه یې دوه فیصدي ته راکوزه کړې ده.

ماهرين وايي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ ټیټه کچه به په هېواد کې د غربت کچه نوره هم سېوا کړي.

د اقتصادي چارو ماهرين د نړیوال بېنک د شمېرو په اساس وايي چې په پاکستان کې د غربت کچه ۴۰ فيصده ده خو دوی زياتوي په هېواد کې موجوده اقتصادي ودې او ګرانۍ ته په کتو ویلی شي چې سږني کال کې دا کچه کېدی شي د ۴۰ فيصد څخه هم واوړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG