لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د هغوی ستونزې لا زیاتولای شي


د سياسي چارو افغان څېړونکي د ملګرو ملتونو له خوا په دوحه کې شوې غونډه د افغانستان په ګټه بولي خو وايي غونډې ته د طالب استازو نه ورتلل د طالبانو ستونزې نورې هم سېوا کولی شي.

څېړونکي په دې نظر دي چې نړيواله ټولنه افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ په مرکز بدلېدل نه غواړي ځکه د ځانګړي استازي په ټاکلو سره د افغانانو په همکارۍ په دې هېواد کې د تلپاتي امن دپاره حل لاره لټوي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له خوا په قطر کې را بلل شوې دوه ورځنۍ غونډه پرون د فرورۍ په 19مه نېټه د افغان طالبان په غیرموجودګۍ کې سر ته ورسېده.

د سياسي چارو افغان څېړونکي دا غونډه د افغانانو په ګټه بولي خو وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په غونډه کې ګډون نه کول يې ستونزې نورې هم سېوا کولې شي.

د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ وایي په 2021 کال کې چې کله په بون کې ناسته وشوه په هغې کې هم طالبانو حضور نه درلود ځکه خو بیا افغانستان شل کاله په جګړو کې ور داخل شو:

"اوس هم چې طالبان دغه شان ملي قضايو کې داخل نه وي او ګډون و نه کړي زه فکر کوم دا د طالبانو د نظام د ړنګېدو او دغې سسټم د ورانېدو په قيمت به تمامېږي".

د دوحې په وروستۍ غونډه کې د 25 هېوادونو د استازو ترڅنګ افغان طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو طالب چارواکو په غونډه کې د ګډون دپاره شرائط ټاکلي وو چې د ملګرو ملتونو د مشر په وینا سازمان ته د منلو وړ نه وو۔

د رپوټونو ترمخه د طالبانو شرطونه دا وو چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو په اړه بحث نه کېږي او طالبان دې د افغانستان د یواځیني استازي په توګه ومنل شي.

د سياسي چارو ځینې افغان څېړونکي وايي افغانانو چې د دې غونډې نه کومه هيله وه هغه د طالبانو د انکار او د افغانانو په خوښه د بشري حقونو فعالانو نه رابللو سره ماته شوه.

د سياسي چارو افغان شنونکی عزيز الدين معارج وایي طالبان نړۍ ته معلوم شول چې دوی خپله نه غواړي له نړۍ سره اړيکې، د کور په داخل هم افغانان پوه شول چې طالبان ستونزې جوړوي بايد تللي وای:

"چې هر شرط وو هر څه وو يو فرصت وو يو سټېج وو هلته يې ويلي وای، بلخوا ملګرو ملتونو سازمان هم داسې د افغانستان په نوم واقعي استازي د افغانانو رانه وستل، د افغانستان استازي او د حقوق بشر او ښځو د حقوقو مدافع هغه کسان دي چې خپله افغانان یې وټاکي نو ځکه افغانان په اوله ورځ ناهيلي شول".

د غونډې په وروستۍ ورځ د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېریش وويل چې د یو ځانګړي استازي د ګومارلو په اړه سلا مشورې شروع کوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې ترتیب کړي۔

د سياسي چارو څېړونکي د افغانستان په موجوده حالت کې د دې استازي ټاکل د افغانانو په ګته بولي. د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ وایي د افغانستان پحقله دغه نماینده چې د نړيوالې ادارې خاص استازی ټاکل کېږي زما په دې يقين دی چې هغه به د افغانستان دغو ټولو ناحوالو ته متوجې وي او افغانانو سره به اړيکي نيسي:

"چې ترڅو د دغو مشلاتو او بحرانونو د حل کولو يا له دغو بحرانونو د وتلو لاره د افغانانو د ادرسه او د افغانانو په همکارۍ دوی بريالي شي چې په افغانستان کې دایمي امن راشي، که چېرې په افغانستان کې دایمي امن رانه شي نو افغانستان بلې خطرناکې جګړې طرف ته روان دی".

افغانستان باید د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل نه شی، داسې همه شمول حکومت جوړ شي چې ټول قومونه، اقلیتونه او مذهبونه پکې ځان وویني، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو زده کړو حقونو ته درناوی وشي، د ملګرو ملتونو د عمومي شمر انتوني ګوتېرش په وینا، دا د نړیوالې ټولنې بنیادي غوښتنې دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG