لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف به وزیراعظم او اصف زرداري به صدر ، مسلم ليګ نواز او پيپلز ګوند ايتلافي حکومت په جوړولو موافقه کړی


Photo Credit: PPPMediaCell
Photo Credit: PPPMediaCell

پاکستان مسلم لیګ (ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ د ګډ حکومت په جوړښت اتفاق ته رسېدلي.

د دغه موافقې ترمخه به د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف به د وزیر اعظم د څوکۍ امیدوار وي او د پيپلز ګوند اصف علي زرداري به د صدر د څوکۍ امیدوار وي.

په اسلام اباد کې د بلاول بوټو زرداري او شهاز شریف تر منځ له خپلو پلاوو سره تر تفصیلي لیدو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې بلاول بوټو وویل چې دغه اتحاد کې هېواد له بحرانه د ویستلو، د اقتصاد د سمبالولو او په هېواد کې د تقسیم د ختمولو لپاره شاملیږي.

خبري غونډې ته دوينا په مهال بلاول بوټو زرداري وويل د حکومت جوړولو لپاره زمونږ شميره مکمله ده، شهباز شريف به يو ځل بيا وزيراعظم جوړ شي.


په دغه موقع د وزيراعظم لپاره د نواز ليګ لخوا نومول شوي امیدوار او پخواني وزیراعظم شهباز شريف وويل که ازادو غړو حکومت جوړولی شو، او د هغوي شميرې پوره وې نو دوی (مسلم لیګ) به په اپوزيشن یا مخالفه ډلو څوکیو کېنستل خوښ کړی وی ، خو د هېواد د پرمختیا او د سوکالۍ لپاره دوی یو ایتلافي حکومت جوړوي.

په دې موقع پخواني صدر اصف علي زرداري وويل دراتلونکو نسلونو لپاره په گډه کار کولو ته تيار دى.

د مسلم ليګ نواز او د پیپلز ګوند لخوا د ګډ حکومت جوړولو د اعلان وروسته ، پاکستان تحریک انصاف په اېکس (پخواني ټويټر) يو پوسټ کې په مخالف ګوندونو د مېنډېټ (د خلکو د ورکړل شوو رایو) د غلا کولو تور پورې کړو.



پيپلز پارټي د مسلم ليګ (ن) د وزیراعظم اميدوار ته ووټ ورکولو رضامنده ده او د ګوند مشرانو لخوا هم څرګندونه شوې ده. خو پيپلز ګوند غوښتل چې په حکومتي ایتلاف کې شاملیدو سره د پاکستان د صدر څوکۍ ترلاسه کړي. او اوس دواړو ګوندونو د پيپلز ګوند مشر او پخوانی صدر اصف علي زرداري یو ځل بیا د هېواد صدر په جوړولو اتفاق کړی دی.

د وي او اې اردو څانګې سرچينو ترمخه په یو داسې تجویز هم کار روان دی چې پیپلز ګوند ته په مرکزي کابینې کې هغه وزارتونه ورکړل شي چې په سختو فېصلو کې نېغ په نېغه دخيل نه وي او پیپلز ګوند په وفاقي کابينه کې په شامیلدو اتفاق وکړي.

د دغه سرچينو ترمخه هغه وزارتونه چې د پي ټي ايم په حکومت کې د جمعيت علماء اسلام سره وو هغه به هم پيپلز پارټۍ ته ورکړل شي. اوس به دا ولیدل شي چې د نن ورځې د اعلان وروسته به څه قسمه وړاندیز مخې ته راځي.


په قامي اسمبلۍ کې مسلم لیګ (ن) 75، پيپلز ګوند 54، اېم کیو اېم 17 او د دوی نورو همخیالو ګوندونو هم څوکۍ ګټلي. دا شمېرې ښيي چې که دوی وغواړي نو اسلام اباد کې مخلوط حکومت جوړولی شي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د ملاتړو کامیابو ازادو غړو شمېر 93 دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، په مرکز، پنجاب او خېبرپښتونخوا کې به حکومتونه جوړوي او د پيپلز ګوند، مسلم ليګ ن او اېم کيو اېم ډلې نه ‏علاوه د نورو ګوندونو سره رابطې کوي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې بېلابيل سياسي ګوندونه نيوکې کوي او د درغلۍ تورونه لګوي، سياسي ګوندونو د درغليو د ‏تورونو په سر احتجاجونه او مظاهرې هم کوي.‏

پاکستان کې په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي، بلکې امریکې، برتانيې او يورپي يونين ‏هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او اې اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG