لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو نښته کې د یو "ترهګر" د وژلو دعوه شوې


پوځ وایي د دغو عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې اؤ پکې یو هغه ترهګر وژل شوی چې په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ هدفي وژنو کې ککړ ؤ. (فایل فوټو)
پوځ وایي د دغو عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې اؤ پکې یو هغه ترهګر وژل شوی چې په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ هدفي وژنو کې ککړ ؤ. (فایل فوټو)

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې چې پکې یو ترهګر وژل شوی دی.

د پوځ ویاندې ادارې ( آی ایس پي ار) ویلي امنیتي ځواکونو د نهې - سه شنبې په ورځ د استخباراتي معلوماتو په اساس ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي دي.

پوځ وایي د دغو عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې اؤ پکې یو هغه ترهګر وژل شوی چې په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ هدفي وژنو کې ککړ ؤ.

خو د پوځ بیان کې بیا د وژل شوي وسله وال په اړه نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړل شوي.

پوځ ویلي چې د ترهګرو لټونې لپاره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي اؤ د سیمې خلکو د ترهګرۍ د لعنت ختمولو لپاره د پوځ عملیات ستایلي اؤ د مرستې باور یې ورکړی دی.

په ۱۰مه فرورۍ ډېره اسماعیل خان ضلعه کې په پولیسو د وسله لخوا شوي برید کې يو پولیس افسر مرستیال اېس ایچ او دین محمد شیراني وژل شوی ؤ او په ځوابي برید او د ډزو تبادله کې د درېو وسله والو د وژلو دعوه هم شوې وه.

په نزدې وختونو کې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې یو شمیر پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د فرورۍ په پینځمه هم د ډیره اسماعیل خان درابڼ تحصیل په چودوان سیمه کې د پولیسو په تاڼه وسله والو یو ډله ییز برید کړی ؤ چې پکې لس پولیس اهلکار وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

‎د دغه برید ‌‌ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو په ورځ کلاچي سیمه کې په پولیسو دوه بیلا بیل بریدونه شوي وؤ چې په یوه چاودنه کې پینځه پولیس اهلکار وژل شوي او دوه ژوبل شوي او په بل برید کې څلور پولیس اهلکار ژوبل شوي وو.

‎د دغو بریدونو وروسته د ډېره اسماعیل خان پولیسو مشر محمد ناصر ستي ويلي وو د عسکرو په تاوان حالات په قابو کې دي او چاته به د ګډوډي اجازه ور نه کړي.

خبریال ناصر داوړ وايي له دغو بریدونو څرګنده کیږي نه یوازې ډېره اسماعیل خان بلکې د صوبې جنوبي ضلعو کې وسله وال منظم نیټ ورک لري.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پېکسس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه 102 فيصده سېوا شوي دي.

‎په رپورټ کې ویل شوي، په جنورۍ 2024م کې په ملک کې 93 وسله وال بريدونه شوي، 90 کسان پکې وژل شوي، 135 ژوبل شوي او 15 تښتول شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه، تېره میاشت په وژل شوو کې 41 ملکي وګړي، 37 امنیتي اهلکار او 12 وسله وال شامل وو، دغه ډول 81 ملکي وګړي او 54 امنیتي اهلکار ژوبل شوي هم دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG