لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف ته د خط ليکلو په سر په پاکستان تحريک انصاف ګوند نيوکې شوي


پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، عمران خان به نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته خط ليکي او به پرې واضحه کوي د پاکستان سره د څه ډول ‏خبرو دپاره دې دا شرط کيږدي چې په انتخاباتو کې کومه درغلي شوې، د هغې دې ازادې پلټنې وشي. مسلم ليګ ن د تحريک انصاف ګوند دغه خط ته د ‏پاکستان په اقتصاد حمله ويلې ده.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر بېرسټر علي ظفر دغه خبره پرون په راولپنډۍ کې مطبوعاتو سره په خبرو کې کړې چې د عمران خان سره یې په ‏جېل کې ليدلي دي.‏

هغه ویلي، "عمران خان ورته ويلي چې هغه آی اېم اېف ته خط ليکي، آی اېم اېف، يورپي يونين او نورې ادارې هغوی خپل يو چارټر لري او هغه چارټر وايي ‏چې په ملک کې به هغه وخت کار کوي او قرض به ورکوي، شرط یې دی چې په ملک کې ښه حکومتداري وي او ښه حکومتداري هغه وي چې په کوم ملک ‏کې جمهوریت وي".‏

د علي ظفر په وينا، "ټولې دنيا وليدل چې (پاکستان کې) د خلکو ووټ غلا شوی د تحریک انصاف ګټل شوي امېدواران د شپې بايلل شوي، او که ‏انتخابات راڼه نه دي شوي نو هلته (آی اېم اېف) دغه ملک ته پور نه شي ورکولی او که ورکوي يې هغه به په عوام نور بوج جوړيږي".‏

هغه زياته کړه، "ځکه عمران خان به آی اېم اېف ته په خط کې وايي چې پاکستان کې د انتخاباتو د درغليو دپاره يوه آزاده ډله کښيني او پلټنې دې وکړي د ‏هغې وروسته دې آی اېم اېف خبرې وکړي د حکومت سره، ځکه د هغې بغېر د آی اېم اېف کوم قدم به د پاکستان دپاره نامناسبه وي".‏


پاکستان مسلم ليګ ن د تحریک انصاف ګوند د دغه بيان غندنه کړې او ويلي يې دي، "دا هغه ټوله ده چې د پاکستان اقتصاد یې تباه کړی دی، پاکستان ‏یې د ديواليه کېدو ډګر ته راوستی او په تېر وخت کې یې هم آی اېم اېف ته دغه ډول خطونه ليکلي دي".‏


د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر عطاالله تارړ د تحریک انصاف د بيان په غبرګون کې جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، "آی اېم اېف ته خط ليکل يو خو ‏بهرني مداخلت ته بلنه ورکول دي"، نوموړي د عمران خان په تېر دور حکومت نيوکې کړي چې په تېرو وختونو کې یې هم دغه ډول خطونه ليکلي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند آی اېم اېف ته د خط ليکلو خبره په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د درجه بندۍ نړیوالې ادارې "فچ" خبرداری ‏ورکړی چې پاکستان کې د انتخاباتو نتیجې او د هغې له امله رامنځته شوی د سیاسي بې باورۍ وضعیت نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دغه ‏هیواد د پور د تړون هڅې پېچلې کولی شي.‏

فچ ویلي دي چې آی ایم ایف سره د پاکستان د لنډ مهاله پور یا اسټینډ بای ارینجمنټ موده د مارچ په میاشت کې پای ته رسي او نړیوالې مالیاتي ادارې ‏سره یو نوی تړون د پاکستان د اقتصادي صندوق د کونجۍ په مانا دی. ‏

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي نوی حکومت به د پور ترلاسه کولو دپاره آی اېم اېف ته ځي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې سياسي ګوندونه د درغليو تورونه لګوي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې بېلابيل سياسي ګوندونه نيوکې کوي او د درغلۍ تورونه لګوي، سياسي ګوندونو د درغليو د ‏تورونو په سر احتجاجونه او مظاهرې هم کوي.‏

پاکستان کې په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي، بلکې امریکې، برتانيې او يورپي يونين ‏هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG