لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ: وسله والو قبایلي مشر ملک شاه محمد په هدفي برید کې وژلی


د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو قبایلي مشر ملک شاه محمد نامعلومو وسله والو په یو هدفي برید کې وژلی دی.

د شنبې- خالي په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په ملک شاه محمد نن د ورځې په سهار د اورکزو مرکز فیروز خېل کې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

یو ځايي تن اسد اورکزي ډيوه ته وویل دا پېښه د فیروز خېل مرکزي چوک کې شوې چرته چې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

سرچینې وایي له پېښې وروسته برید کوونکي په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي خو په سمدستي توګه یې د چا پرضد مقدمه نه ده درج کړې اؤ نه یې هم د دې پېښې په تړاؤ څوک نیولي دي.

اسد وايي دا د حیرانتیا او پریشانۍ خبره ده چې داسې اباد او د سخت امنیت سیمې نه برید کونکي څنګه وتلي دي.

سرچینې وایي په ابتدایي معلوماتو کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې دا یوه هدفي وژنه ده خو تر دې مهاله یې چا زمه واري نه ده منلې.

اورکزئ دخېبر پښتونخوا هغه یوازینۍ قبایلي ضلعه ده چې د افغانستان سره پوله نه لري .

په دې ورستیو کې دا سیمه د تحریک طالبان پاکستان د هغه مخکني وژل شوي مشر حکیم الله مسید او دهغه د ملګرو خوندي مرکز و خو وروسته بیا ددغه سیمې زیاتره وسله وال په داعش کې شامل شول.

په قبایلي ضلعو کې د ځايي مشرانو وژنه په دوام داره توګه روانه ده تر دې وړاندې په قامي مشرانو زیات بریدونه وزیرستان، کرم، باجوړ، خېبر او مومندو کې شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG