د پاکستان د پنجاب صوبې نه وروسته په سیند صوبه کې هم د سپیکر د ټاکنې لپاره د رایو ورکولو عمل سرته رسېدلی اؤ د پیپلز ګوند کاندیدان سید اویس شاه د صوبایي اسمبلۍ سپیکر اؤ نوید انتهوني مرستیال اسپیکر ټاکل شوي دي.
د سپیکر د ټاکنې لپاره د اتوار په ورځ د اسمبلۍ غونډه د سپیکر اغا سراج دراني په مشرۍ شوې چې په کې د اسمبلۍ ۱۴۷ غړو د پټو رایو له لارې د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر ټاکنه وکړه.
د پیپلز ګوند له لوري د سپیکر د څوکۍ کاندید ۱۱۱ رایې واخستې اؤ د هغه مقابلې ته ولاړ د ایم کیو ایم کاندیدې صوفیه سعید بیا ۳۶ رائ اخستې دي.
د پاکستان تحریک انصاف۹ اؤ د جماعت اسلامي یو غړي انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ په ضد د احتجاج په توګه د رائ ورکولو په عمل کې برخه وانه خسته.
د اسمبلۍ په ننۍ غونډه کې د تحریک انصاف ملاتړو ۹ ازادو غړو هم د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند اخستی دی چې دې سره د سیند اسمبلۍ د سوګند اخستونکو ټولو غړو شمېره ۱۵۷ ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې ده د سیند صوبایي اسمبلي سبا (دوشنبه- ګل) د وزیراعلا ټاکنه کوي .
د وزیراعلی د عهدې لپاره به د ټاکنې کاغذونه نن د اتوار په ورځ په سیند اسمبلۍ کې جمع کولی شي.
پیپلز ګوند اعلان کړی چې د هغوی له لوري به مراد علي شاه د وزیر اعلا د څوکۍ امیدوار وي اؤ ایم کیو ایم بیا دغه څوکۍ ته علي خورشیدي خپل امیدوار ټاکلی دی.
په اتمه فرورۍ پاکستان کې عامې ټاکنې شوې دې خو ګڼ شمیر سیاسي ګوندونه دې ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګوي اؤ د دغه مبینه درغلیو خلاف یې ګرد هیواد کې د احتجاجونو سلسله پېل کړې ده.
سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د انتخاباتو حقیقي نتیجې بدلې کړل شوي اؤ انتخاباتو کې پاتې راغلي امیدواران د پیسو په بدل کې بریالي ګرځولي شوي خو الیکشن کمیشن بیا دا تورونه ردوي اؤ وايي که چا سره انتخاباتو کې د درغلیو ثبوت وي نو باید الیکشن کمیشن ته یې وړاندې کړي.
الیکشن کمیشن د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې ده خو تحریک انصاف ګوند بیا الیکشن کمیشن په جانبدارۍ تورنوي اؤ وایي ددغه ادارې په پلټنو باور نه لري.
د پاکستان په سیند ایالت کې ګرینډ ډیمو کریټک الاینس،پاکستان تحریک انصاف اؤ نورو اپوزیشن ګوندونو انتخاباتو کې د شوؤ مبېنه درغلیو په ضد په ۲۷ فرورۍ د تورې ورځې د کولو اعلان کړی دی.
د خالي په ورځ چې په سیند اسمبلۍ کې د اسمبلۍ نوؤ غړو د غړیتوب لوړه کوله نو هم بیلابیلو سیاسي ګوندونو د کراچۍ بیلابیلو سیمو اؤ د اسمبلۍ مخې ته سخت احتجاجونه کړي وؤ اؤ یو شمیر غړو د احتجاج په توګه د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند هم نه ؤ کړی.
په کراچۍ کې د سیاسي ګوندونو د احتجاجونو په مهال د پولیسو اؤ سیاسي فعالینو تر منځ د نښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ.
د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان اسمبلیو غونډې هم په ۲۸مه فرورۍ رابلل شوې دي چې په کې به د اسمبلۍ نوي منتخب غړي د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند کوي.
Forum