لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: نښته کې یو پولیس عسکر اؤ یو وسله وال وژل شوی


په پېښور کې د 12ؤ ساعتو دننه دا دویمه پېښه ده چې د دوؤ پولیس عسکرو د وژل کېدو تر څنګ پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی هم دی. (فایل فوټو)
په پېښور کې د 12ؤ ساعتو دننه دا دویمه پېښه ده چې د دوؤ پولیس عسکرو د وژل کېدو تر څنګ پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی هم دی. (فایل فوټو)

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د پولیسو اؤ وسله والو تر منځ‌ نښته کې یو پولیس عسکر اؤ یو وسله وال وژل شوی دی.

په پېښور کې د 12ؤ ساعتو دننه دا دویمه پېښه ده چې د دوؤ پولیس عسکرو د وژل کېدو تر څنګ پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی هم دی.

د پېښور پولیس د بیان له مخې د نهې یا سه شنبې په ورځ د بډه بېرې تاڼې په حدودو کې په ټیله بند روډ پولیسو د یو وسله وال مفرور د نیولو لپاره عملیات کول چې په دغه مهال د وحید په نوم مفرور په پولیسو ناتاره ډزې کړي چې پکې د توصیف په نوم یو پولیس عسکر سخت ژوبل شو اؤ کله چې هغه د علاج لپاره هسپتال ته وړل کېدو نو په لاره کې یې ساه ورکړه.

پولیس وایي د پېښې د اطلاع سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل اؤ په سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د لټونې عملیات پیل کړل.

د پولیسو د بیان تر مخه په دې عملیاتو د پولیسو اؤ یاد وسله وال تن تر منځ یو ځل بیا ډزې وشوې چې پکې د وحید په نوم دغه وسله وال هم وژل شوی دی

تر دې پېښې یوازې 12ساعت وړاندې د پېښور د پهندو تاڼې په اعجاز اباد سیمه کې هم وسله والو په پولیسو ډزې کړې وې چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی ؤ.

همدا شان اوړمه شپه د مردان په کاټلنګ سیمه کې د ترهګرو سره نښته کې د مردان پولیس یو لوړ پوړی افسر ایس پي اعجاز خان وژل شوی اؤ د کاټلنګ د ډي ایس پي په ګډون درې نور پولیس وژل شوي وؤ.

پولیسو په دغو عملیاتو کې د ټي ټي پي د یو مهم کمانډر محسن قادر په ګډون د دوؤ وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه .

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د وسله والو بریدونه یو وارې بیا چټک شوي چې پکې ګڼ شمیر پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګڼداپور د نهې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د شرخوښو بزدلانه کارروایې د پولیس فورس حوصلې نه شي ماتولی اؤ د ترهګرۍ پرضد جګړې ته به تر هغې دوام ورکولی شي تر څو چې وروستی ترهګر هم له مینځه نه وي وړل شوی.

هغه ویلي چې د پولیس فورس د ځوانو قربانۍ د پښتونخوا د پولیسو لویه پنګه ده اؤ په دې قربانیو د هغوي د پولیس فورس همت نور هم سیوا شوی دی

په دې نزدې وختونو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم ترهګرې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل یو وروستي رپورټ کې ويلي چې دپاکستان دننه تېر کال ۲۰۲۳م کې په ترهګریز تشدد کې ۵۳ فيصدي اضافه رېکارډ کړی شوې ده چې په تېرو لسو کلونو کې يې مثال نه موندل کېږي.

ادې ادارې په خپل کلني رپورټ کې ویلي چي کال ۲۰۲۳م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په ۷۸۹ پېېښو کې تر ټولو زياتې پيښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG