لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو د اسمبلیو غړي نن سوګند پورته کوي


د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د نوې اسمبلۍ غونډه نن په ۲۸مه فرورۍ رابللې ده چې پکې به د اسمبلۍ غړي له سوګند اخستو وروسته د پټو رایو له لارې وړومبی د اسپیکر اؤ ډپټي اسپیکر انتخاب کوي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د نوې اسمبلۍ غونډه نن په ۲۸مه فرورۍ رابللې ده چې پکې به د اسمبلۍ غړي له سوګند اخستو وروسته د پټو رایو له لارې وړومبی د اسپیکر اؤ ډپټي اسپیکر انتخاب کوي.

پاکستان کې د اتمې فرورۍ له انتخاباتو وروسته د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان د صوبایي اسمبلیو غونډې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ رابلل شوي چې پکې به د اسمبلیو نوي ټاکل شوي غړي د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه کوي اؤ هم به د سپیکر اؤ ډپټي سپیکر انتخاب کوي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د نوې اسمبلۍ غونډه نن په ۲۸مه فرورۍ رابللې ده چې پکې به د اسمبلۍ غړي له سوګند اخستو وروسته د پټو رایو له لارې وړومبی د اسپیکر اؤ ډپټي اسپیکر انتخاب کوي.

ټاکل شوې ده د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په اوو ځانګړو څوکیو د ټاکل شوؤ غړو په ګډون به نن ۱۱۸ غړي د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه وکړي اؤ بیا به ماذیګر پینځه بجې د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر د انتخاب لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولی شي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې تر ټولو زیاتې څوکۍ د تحریک انصاف ګوند پلوي ازادو امیدوارانو ګټلي دي چې شمېره یې ۸۳ ده خو دغه ازاد غړي بیا په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي دي ترڅو د ګوند په توګه د الیکشن کمیشن نه د اسمبلۍ ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي.

تحریک انصاف ګوند له خپل لوري علي امین ګنډاپور د وزیراعلا د څوکۍ لپاره نومولی دی اؤ هیله کیږي چې هغه به د صوبې وزیراعلا غوره شي.

خېبر پښتونخوا اسمبلي ټولې ۱۱۵ څوکۍ لري چې د هغې څخه په اتمه فرورۍ په ۱۱۳ څوکیو ټولټاکنې شوې وې اؤ زیاتې څوکۍ پکې د تحریک انصاف ګوند پلویانو ازادو امیدوارانو ګټلې دي.

دا وخت په پښتونخوا اسمبلۍ کې د جمعیت علماء اسلام سره ۷، مسلم لیګ(ن)سره ۵،پاکستان پیپلز پارټۍ سره ۴،تحریک انصاف پارلیمټیرین سره دوه اؤ عوامي نیشنل ګوند سره یوه څوکۍ په لاس کې ده.

سني اتحاد کونسل اعلان کړی دی چې عقیب الله به یې د اسپیکر د عهدې لپاره امیدوار وي.

بلوچستان اسملي :

د بلوچستان اسمبلۍ نوي منتخب شوي ۶۵ غړي هم نن د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه کوي اؤ تر هغې وروسته به د اسپیکر اؤ ډپټي اسپیکر انتخاب د پټو رایو له لارې کوي.

د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر اؤ ډپټي سپیکر له ټاکل کېدو وروسته به د وزیراعلا د منصب لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولی شي اؤ ددغو کاغذونو کره کتنه به هم په ننۍ ورځ کې کولی شي او بیا به اسمبلي د وزیراعلا انتخاب کوي.

له خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان نه وړاندې د پنجاب اؤ سیند صوبو د اسمبلیو غونډې شوي اؤ دغو دواړو صوبایي اسمبلیو د سپیکر، ډپټي سپیکر اؤ اعلا وزیرانو د انتخاب عمل سرته رسولی دی.

په پنجاب کې د مسلم لیګ(ن) ګوند مریم نواز اؤ په سیند کې مراد علي شاه د وزیراعلا په توګه خپلې ذمه وارۍ سمبال کړي دي.

ټاکل شوې ده د صوبو تر څنګ په مرکز کې هم سبا په ۲۹مه فرورۍ د قامي اسمبلۍ غونډه کیږي چې پکې به د اسمبلۍ غړي سوګند اخلي.

په مرحله وار ډول د قامي اسمبلۍ له بشپړېدو وروسته به د مارچ په وړومبۍ نېټه د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر د ټاکنې لپاره د نامزدګۍ کاغدونه جمع کولی شي اؤ په دویم مارچ به بیا د پټو رایو له لارې د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اؤ مرستیال اسپیکر انتخاب کیږي.

د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر له ټاکل کېدو وروسته به په دویم پړاو کې د وزیراعظم ټاکنه کیږي چې د هغې لپاره به د نامزدګۍ کاغذونه په دریم مارچ جمع کولی شي اؤ په څلورم مارچ به د اسمبلۍ غړي نوی وزیراعظم منتخب کوي.

پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ له وړاندې څخه اعلان کړی چې ددغه ایتلاف له لوري به شهباز شریف د وزیراعظم د عهدې امیدوار وي.

د وزیراعظم ټاکل کیدو لپاره د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ملاتړ ضروري وي اؤ دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلزپارټۍ د غړو شمېره تر ۲۰۰ؤ سیوا ده.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې دې کې په ۲۶۶ څوکیو نیغ په نیغه ټاکنې کیږي اؤ نورې څوکۍ ښځو اؤ اقلیتونو ته ځانګړې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG