لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منتخب غړو سوګند پورته کړو


د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منتخب شوو او مخصوصو خواوشا ‏‎116‎‏ غړو سوګند پورته کړو، سبا به د سپيکر او مرستیال سپیکر او د جمعې په ورځ به د ‏وزيراعلا ټاکنه کيږي.‏

نن د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د سپيکر مشتاق غني په مشرۍ غونډه د ټاکل شوي وخت نه دوه ساعته وروسته پېل شوه. ‏

د اسمبلۍ په غونډه کې د مسلم ليګ ن د ښځينه غړې ثوبيه شاهد ګړۍ (ساعت) ښکاره کړی او د تحریک انصاف حمايت يافته منتخب شوو ازادو غړو پرې ‏بيا شور کړی او په اسمبلۍ کې نعرې وهل شوي دي.‏

د خېبرپښتونخوا په ټولو‎145‎‏ څوکو کې تراوسه پورې الېکشن کمېشن د ‏‎116‎‏ غړو د اسمبلۍ د ممبرانو جوړېدو اعلاميه جاري کړې ده.‏

په خېبرپښتونخوا کې تر ټولو زياتې‎ ‎‏87 څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف حمايت يافته ازادو غړو ترلاسه کړي چې وروسته بيا په سني اتحاد کونسل کې ‏شامل شوي دي، پاتې ‏‎29‎‏ د نورو سياسي ګوندونو مسلم ليګ ن، جمعيت علمااسلام، پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند امېدوارانو ګټلي دي.‏

د رپورټونو ترمخه د ښځو په مخصوصو ‏‎21‎‏ څوکو، د لږکيو په ‏‎4‎‏ او درې جنرل څوکو تراوسه پورې اعلاميې نه دي جاري شوي، او د صوبايي په دوه حلقو ‏‎22‎‏ او 91 باندې انتخابات ځنډول شوي وو.‏

سبا د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسمبلۍ د سپيکر او مرستيال سپيکر او د جمعې په ورځ بيا د وزيراعلا د ټاکلو ويل شوي دي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند د وزيراعلا د څوکۍ دپاره علي امين ګنډا پور نومولی دی.‏

د جمعیت علمااسلام ف ګوند مشر اکرم خان دراني ویلي، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د سپيکر، مرستيال سپيکر او وزيراعلا د منتخب کولو په عمل کې ‏برخه نه اخلي.‏

په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په څوکو کې ‏‎87‎‏ غړي د تحریک انصاف حمايت يافته ازادو امېدوارانو ګټلي چې ‏وروسته په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي، اووه څوکۍ جمعیت علمااسلام ف ګوند، څلور پاکستان پيپلز پارټۍ، پينځه مسلم ليګ ن، يوه څوکۍ ‏عوامي نيشنل ګوند او يو پاکستان تحريک انصاف پارليمنټيرين ګټلې ده.‏

سني اتحاد کونسل ته تراوسه مخصوص څوکۍ نه دي ترلاسه شوي، جمعيت علمااسلام او مسلم ليګ ن د ښځو دوه دوه څوکۍ او پيپلز ګوند يوه څوکۍ ‏ترلاسه کړې ده.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG