لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: که په غزه کې ډزبندي ونه شوه "پراخه لوږه" یقیني ده


د ملګرو ملتونو یو شمېر د بشردوستۍ د څانګو چارواکو د سه شنبې- نهې په ورځ خبرداری ورکړی چې که په غزه پټۍ کې جګړه زر ونه درېده، نو وایي د شخړو له کبله د لوږې خپرېدو خطر دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ څانګې مشر رمېش راجا سینګم وایي، که د ډزبندۍ لپاره هیڅ ونه شول، دوی ویره لری چې په غزه کې پراخه لوږه تقریباً ارومرو راتلونکې ده:

"نور ډېر خلک به د دې جګړه ښکار شي، چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېر له مخې له اکتوبر راهیسې یې تر اوسه د نیزدې 30,000 کسانو ژوند اخیستی او تر 70,000 زیات یې ټپیان کړي دي".

رمېش راجا دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې غونډې ته وکړې، چې الجزایر، ګیانا، سلوېنیا او سویټزرلېنډ په غوښتنه را بلل شوې وه.

په غزه کې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې ګواکې له لوږې په جګړه کې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

راجا سینګم وایي د غزې د ابادۍ 25 فیصده خلک یعنې لږ تر لږه 576,000 کسان له لوږې یو ګام لرې دي، وایي په عملي توګه دا ټوله ابادي د ژوندي پاتېدو لپاره په هغو خوراکي مرستو ګوزاره کوي چې ورته کافي نه دي:

"له بده مرغه، څومره بوږنوونکی تصویر چې نن موږ وینو، د دې زیات امکان دی چې تر دې نور هم حالت خراب شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي په داسې وخت دا اندېښنه ښکاره کړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ګل- دوشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، هیله لري چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به په غزه کې ډزبندي وشي.

د خوراک د نړیوال پروګرام مرستیال ایکزیکټیو مشر کارل کاو وایي، "غزه په نړۍ کې د ماشومانو د خوراکي کمښت تر ټولو بدترین حالت ویني، تر دوه کاله کم عمر لرونکو هرو شپږو ماشومانو کې یو له شدیدې خواځواکۍ یا کم خوراکۍ سره مخ دی".

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د تنظیم مرستیال مشر ماوریزیو مارټینا د دې تفصیل وړاندې کړ، چې څنګه په غزه کې جګړې د خوراکي مرستو د رسد بشپړه لړۍ اغېزمنه کړې ده.

ښاغلی مارټینا وایي اسرایل د غزې پټۍ بزګر مجبوره کړي چې خپلې مځکې پرېږدي یا د ګولیو او ډزو له کبله وتښتي چې وایي په نتیجه کې یې د دوی فصلونه تباه، څاروي او چرګان یې یا له لوږې یا په بمبارۍ کې مړه شول:

"له ماهيانو نیولو منع کړل شوي او د مځکې اوبه ناپاکه شوې دي، په داسې ممکنه پېښېدونکي حالت کې به تر را روانې مې میاشتې پورې په شمال کې د کرنې پیداوار ختم شي او موږ سر له اوسه لا دا تباهي وینو".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټین ګریفیټس د «سپین نوټ» په نوم یوه یادښت کې د امنیت شورا تر غونډې مخکې شورا ته له تېر پینځه کلن قرارداد سره سم د جګړې له امله د کاختۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي:

"په غزه کې د جګړې له کبله د کاختۍ او پراخې خوراکي ناامنۍ د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام ته اړتیا ده".

ښاغلي ګریفیټس د ډزبندۍ غوښتنه وکړه او له شورا یې وغوښتل چې له خپل اغېزه کار واخلي او له بهر څخه غزې ته او په غزه کې دننه د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره اقدام وکړي.

اسرایل دا ردوي چې غزې ته د مرستو رسولو مخه نیسي یا محدودوي. په ملګرو ملتونو کې د اسرایل مرستیال استازي جوناتن میلر امنیت شورا ته ویلي، اسرایل د ملکي خلکو د ساتنې لپاره ټول هغه څه کوي چې څومره یې تمه کېږي یا تر هغه زیات کوي:

"اسرایل په غزه کې د بشري حالت ښه کولو ته ژمن دی، په دوامداره توګه کار کوي چې له ډېری هیوادونو او د ملګرو ملتونو ادارو څخه د بشري مرستو د رسېدلو ډاډ ترلاسه کړي."

د اسرایل استازی وایي د جګړې له پیل راهیسې یې غزې ته د 165,000 ټنو خوراکي توکو په ګډون د 254,000 ټنه امدادي توکو د رسولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG