واشنګټن- اسرایلو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د لېبنان په جنوبي برخو کې د حزب الله د وسلو په ځایونو باندې هوایي بریدونه کړي او له لېبنان څخه یې ګڼ هغه ویشتل شوي راکټونه شنډ کړي چې د اسرایلو پر لور توغول شوي وو.
اسرایلي پوځ همدارنګه د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې هم د تازه هوايي بریدونو خبر ورکړی او دغه ډول یې ویلي چې په خان یونس او د غزې په شمالي برخو کې یې ځمکني عملیات هم ترسره کړي.
د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د اسرایلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.
په غزې باندې په اکټوبر کې د اسرایلو د بریدونو د پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹۹۵۴ تنو ته رسېدلی او ۷۰۳۲۵ تنه نور ژوبل شوي هم دي.
بل پلو د اسرایلو، حماس او قطر مذاکره کونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا هغه خبره رد کړې وه چې د یو نوي اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون به ژر ترسره شي.
حماس په هغه وړاندیز غور کوي چې اسرایلو ورسره موافقه کړې او په پاریس کې تېره اونۍ د منځګړو ترمنځ خبرو کې شوی و چې د روژې لپاره به د ۴۰ ورځو اوربند کوي.
دا به د اسرایلو او حماس ترمنځ په روانې پنځه میاشتنۍ جګړه کې تر ټولو اوږد اوربند وي.
د دواړو خواوو استازي په دې اونۍ کې په قطر کې دي چې په جزیاتو باندې یې کار وکړي.
خو د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مجید الناصري ویلي، "مونږ په هیڅ مسلې باندې وروستۍ هوکړه نه لرو چې تړون ته پرې ورسېږو. مونږ هیله لرو چې یو ډول هوکړه ترلاسه کړو."
د حماس یو چارواکي رویټرز ته ویلي، "تر اوسه هم لوی واټن موجود دی. د اوربند اساسي او لومړنۍ مسلې او د اسرایلي ځواکونو وتل په واضح ډول نه دې ذکر شوي چې همدې مسلې توافق ته رسېدل ځنډولي دي."
Forum