لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو ورکولو خواست رد کړی


د پاکستان الیکشن کمیشن د پي‌ ټي آی ملاتړي ګوند سني اتحاد کونسل ته په اسمبلیو کې د ښځو اؤ اقلیتونو د ځانګړو څوکیو ورکولو خواست رد کړی اؤ ویلي یې دي چې دغه ګوند د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو حقدار نه دی.

تحریک انصاف ګوند د الیکشن کمیشن پرېکړه غیر اییني بللې اؤ د هغې د چیلنج کولو اعلان یې کړی دی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ الیکشن کمیشن اسمبلیو کې د ځانګړو څوکیو په اړوند د سني اتحاد کونسل په درخواست خپله پرېکړه اورولې ده اؤ ویلي یې دي چې سني اتحاد کونسل انتخاباتو کې د رجسټرډ سیاسي ګوند په توګه برخه نه ده اخستې اؤ نه یې په وخت ترجیحي فهرست جمع کړی دی.

د الیکشن کمیشن فېصله کې ویل شوي د ترجیحي فهرست د نه جمع کولو نه واضحه کیږي چې سني اتحاد کونسل نه خو انتخاباتو کې په برخې اخستو کې خوښي لرله اؤ نه یې ځانګړې څوکۍ په کار وې.

په فیصله کې ویل شوي په ایین یا قانون کې داسې هیڅ یوه ماده نشته چې له الیکشن شیډول ختمېدو نه وروسته نوی ترجیحي فهرست جمع کړل شي.

د پنجاب نه د الیکشن کمیشن غړي بابر حسن بهروانه د کمیشن ددې فیصلې سره اختلاف کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سینیټر بېرسټر علي ظفر د سنییټ غونډې ته خپله وینا کې اعلان کړی دی چې ګوند به یې د الیکشن کمیشن فېصله چیلنج کوي.

هغه ویلي چې د الیکشن کمیشن فېصله غیر اییني ده اؤ تر څو چې د ځانګړو څوکیو په معامله د سپریم کورټ فېصله مخې ته نه وي راغلي تر هغې باید د سینیټ اؤ صدارتي انتخابات هم وځنډول شي.

بېرسټر علي ظفر وویل د ځانګړو څوکیو له فېصلې پرته د سینیټ یا صدارتي انتخابات هیڅ اییني جواز نه لري.

دهغه وینا وه چې دوي الیکشن کمیشن نه غوښتنه کړې وه چې د وزیراعظم د انتخاب نه وړاندې باید د ځانګړو څوکیو چاره فېصله کړي ځکه چې د ځانګړو څوکیو په نه ترلاسه کېدو به د دوي ګوند (سني اتحاد کونسل) ته د سینیټ اؤ صدارتي الیکشن کې هم نقصان رسي.

د پاکستان د ایین له مخې هر ګوند چې په انتخاباتو کې څومره څوکۍ وګټي نو د هغې په تناسب سره ورته بیا په پارلیمان کې د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ هم ورکړل کیږي.

د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې وه اؤ له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وؤ خو بیا هم الیکشن کمشن دغه ګوند ته د ځانګړو څوکیو ورکولو نه انکار کړی دی.

تحریک انصاف ګوند تورو لګوي چې انتخاباتو کې ولس هغوي ته رائ ورکړي دي خو وایي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړل شوي اؤ د هغوي یو شمېر بریالي کاندیدان پاتې راوستل شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند په شمول د پاکستان ګڼ شمیر نور سیاسي ګوندونه هم انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي خو الیکشن کمیشن بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې انتخاباتو کې که چاته د درغلۍ شکایت وي نو هغوي دې خپله قضیه الیکشن کمیشن ته یوسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG