امریکې ویلي دي چې د پنجاب د وزیراعلی په توګه د مریم نواز ټاکنه د پاکستان په سیاست کې د "سنګ میل" حیثیت لري.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متهیو ملر د دوشنبې/ګل په ورځ مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په وخت ویلي چې امریکا د ملک په سیاسي رغاوڼه یا ځاندره کې د مېرمنو ورګډولو لپاره د پاکستان سره مرستې ته لیواله ده.
د پاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل تېره اوونۍ د مسلم لیګ (ن) ګوند منتظمه اؤ د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د ابادۍ په لحاظ د پاکستان د تر ټولو سترې صوبې پنجاب وزیراعلی ټاکل شوې ده.
ښاغلي میتهیو ملر وویل امریکا د پاکستان سره خپل اتحاد ته د قدر په سترګه ګوري اؤ دپاکستان سره یې پخوانۍ شراکت داري ده.
د هغه وینا وه چې، "مونږ خوشحاله اؤ جمهوري پاکستان د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره مهم ګڼو اؤ د پاکستان نوي حکومت سره د ګډو مفاداتو پرمخ بوتللو ته ځیر یو."
د پاکستان دننه په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو د مداخلې اؤ درغلیو تورونه لګولي دي اؤ د امریکې د بهرنیو چارو د دفتر ویاند متیهیو ملر تېره اوونۍ مطبوعاتو ته ویلي وؤ د درغلیو کومې دعوې چې مخې ته راغلي د هغې پلټنې باید زر تر زره سرته ورسول شي.
پاکستان کې د نوي حکومت جوړېدو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي ملر ویلي وؤ، د پاکستان مشرتابه د نوي حکومت د جوړولو پر عمل بوخت دی اؤ امریکا په دې کې کوم فریق نه دی.
د هغه وینا وه چې امریکا پاکستان کې د نوي حکومت په داسې انداز کې پرمختګ غواړي چې د پاکستان د حکومت د خوښې په اساس وي.
د اتوار په ورځ د وزیراعظم منتخب کېدو نه وروسته قامي اسمبلۍ ته خپله وړومبۍ وینا کې ښاغلي شهباز شریف ویلي وؤ چې حکومت به یې اول امریکې سره خپلې اړیکې ځای ته راولي اؤ بیا به ورسره اړیکو ته وده ورکوي.
Forum