لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ویلي ولس ته له امنیت ورکولو پرته یې انتخابي عمل سره هیڅ تعلق نه ؤ


د پاکستان د پوځي کور کمانډرانو کانفرنس د نهې - سه شنبې په ورځ د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوی چې پکې په یو لړ کورنیو اؤ بهرنیو مهمو چارو غور اؤ بحثونه شوي دي.
د پاکستان د پوځي کور کمانډرانو کانفرنس د نهې - سه شنبې په ورځ د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوی چې پکې په یو لړ کورنیو اؤ بهرنیو مهمو چارو غور اؤ بحثونه شوي دي.

په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ ټاکنو کې په پوځ اؤ استخباراتي شبکې د بربنډې مداخلې اؤ درغلیو له لګېدلو تورونو وروسته د پاکستان پوځ ویلي چې ولس ته له امنیت ورکولو پرته یې د انتخابي عمل سره هیڅ تعلق نه ؤ.

پوځ یو ځل بیا ویلي دي چې د نهم مئ د پېښې ذمه واران به په هر صورت کې د انصاف محکمې ته راکش کولی شي.

د پاکستان د پوځي کور کمانډرانو کانفرنس د نهې - سه شنبې په ورځ د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوی چې پکې په یو لړ کورنیو اؤ بهرنیو مهمو چارو غور اؤ بحثونه شوي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پی ار د اعلامیې له مخې په دغه کانفرنس کې ویل شوي، چې ریاست به د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو،د هغوي د سهولت کارو اؤ ملاتړ کوونکو مقابله په بشپړه طاقت سره کوي.

اعلامیه وایي پوځي سرلښکر کور کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې هغوي باید د ترهګرو اؤ تندلارو خلاف د کوششونو ثمرات پځای وساتي.

پوځي مشرتابه عامو ټولټاکنو کې دامنیت اؤ ثبات پرځای ساتلو لپاره د سول انتظامیې،قانون پځای کوونکو ادارو اؤ امنیتی ځواکونو هڅې ستایلي دي

دا په داسې حال کې ده چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو نه وروسته د پاکستان په پوځ په میډیا اؤ سوشل میډیا په مستقيمه اؤ غیر مستقیمه توګه سختې نیوکې روانې دي چې انتخاباتو کې یې مداخله کړې ده اؤ د انتخاباتو نتیجې یې بدلې کړې دي.

خو پوځ ویلي دي چې مخصوص عناصر په سوشل میډیا د پوځ بدنامولو هڅې کوي.

په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه ‏کوي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده ‏کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي، د ناامنۍ د خطرو له ‏امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

کور کمانډرانو ویلي چې د پاکستان ځواکونو د ورکړل شوي اختیار له مخې عامو ټاکنو کې ولس ته یو خوندي چاپېریال ورکړی اؤ تر دې ور په اخوا یې انتخاب عمل سره هیڅ تعلق نه ؤ.

فورم په دې خبره اندېښنه ښودلې چې څه مخصوص سیاسي عناصر په سوشل میډیا اؤ د میډیا د ځېنو برخو له لوري د مداخلې غیر تصدیق شوي تورونه لګوي اؤ پوځ بدنامولو هڅې کوی چې دا د غندنې وړ عمل دی.

پوځي مشرانو ویلي چې له بده مرغه د ښې حکومتولۍ،معاشي بحالۍ، سیاسي ثبات اؤ ولسي ښېګړې په څېر حقیقي ستونزو ته د پام ګرځولو پځای داسې مفاد پرسته عناصرو خپل ټول پام د سیاسي بې ثباتۍ اؤ بې باورۍ وضعیت پېدا کولو ته ګرځولی اؤ خپلې ناکامۍ یې شاته غورځولې دي.

د کور کمانډرانو کانفرنس کې په دې خبره ټینګار شوی چې د غیر اییني اؤ بې بنیاده سیاسي بیانونو اؤ اشتعال پېدا کولو پځای دې د ثبوتونو سره د مناسب قانوني عمل پیروي وکړل شي.

پوځ په وفاق اؤ صوبو کې د اقتدار د منتقلۍ په جمهوري عمل تسله ښکاره کړې اؤ هیله یې ښودلې چې له انتخاباتو وروسته به چاپیریال اړین سیاسي اؤ معاشي استحکام رامنځته کړي.

پوځ ویلي په دې خبره پوځ باور لري چې جمهوري ثبات د هیواد د پرمختیا یوازینۍ لاره ده.

د پاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکو سیاست کې د مداخلې تورونه د پاکستان د جوړیدو سره سم را روان دي خو پوځ په هر دور کې دا تورونه رد کړي اؤ په کال 2022م کې د خپل منصب څخه له ریټایر کېدو مخکې د پوځ پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وؤ چې پوځ نوره فېصله کړې ده چې سیاست نه به ځان په ډډه ساتي.

د سياسي چارو څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند حمایت یافته ازاد امیدواران په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې د اسټېبلشمنټ په ضد د پي ټي ايي د بیانيې په سبب په لویه شمېره کې کامیاب شوي دي خو د راتلونکي حکومت دپاره به ګرانه وي چې په سیاست او پارلېمنټ کې د غېر جمهوري ادارو زیاته شوي لاس وهنه ختمه کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG