لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ويلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو ته سزا ورکول پکار دي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان چې په زندان کې دی، ویلي یې دي هغه د کور کمانډرانو د غونډې د اعلاميې ‏تاييد کوي او د نهمې مې په پېښو کې ککړو کسانو ته سزا ورکول پکار دي.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، عمران خان په اډياله زندان کې له خبريالانو سره غېر رسمي خبرې کړي دي.‏

هغه په انتخاباتو کې د درغليو د تور خبره کړې او ويلي يې دي چې د درغليو د انتخاباتو څخه به د ملک اقتصاد کښېني او تاوان به واړوي او د سياسي ثبات ‏بغېر ملک نه شي چلېدی.‏

عمران خان ویلي، د کور کمانډرانو د غونډې د اعلامیې تاييد کوي او د نهمې مې په پېښو کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورکول پکار دي.‏

هغه زياته کړې، د نهمې مې په پېښو کې ککړ کسان دې د سي سي ټي وي کېمرو د لارې وپېژندل شي، او په دغو پېښو تراوسه پورې عدالتي کمېشن ولې ‏نه دی جوړ شوی، "زه وايم د نهمې مې والو ته دې سزا ورکړل شي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات ‏کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

د پاکستان د تېر نګران حکومت نه مخکيني حکومت ويلي وو د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په ‏پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.‏

تېر کال د جون په میاشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په ښکاره ‏توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.‏

د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځي کمانډرانو غونډه شوې، په ملک کې ترسره شوو انتخاباتو، کورنيو ‏او بهرنيو مهمو چارو، امنيت او نهمې مې د پېښو په اړه پکې بحثونه شوي وو.‏

پوځ ویلي وو، د وزيراعظم د عزم ترمخه فورم ژمنه کړې، د نهمې مې منصوبه جوړونکي، د خلکو راپاروونکي، هغوی ته ډاډ ورکوونکي، او د شهيدانو د ‏يادګارونو ويجاړونکي او په پوځي ودانیو حمله کوونکي به په يقيني توګه د قانون او ايين لاندې د قانون منګولو ته راکش کولی شي.‏

‏ پوځ ويلي، په دغه لړ کې ځينې ګډوډ معلومات خپرول چې د بد نيتي په بنياد دي، هیڅ ګټه نه لري او دا يواځې د ناوړه سياسي ګټو ترلاسه کولو د منظم ‏کمپاين برخه ده چې د نهمې مې په ناوړه پېښو پرده واچول شي.‏‎ ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG